په سیمه ییزه کچه به په دې خبرې ټولګې کې تاسو له دې خبر کړو چې ایران وایي له حوثیانو سره مرسته نه کوي. د اقتصاد په ډګر کې مو په امریکا کې له یوه ستر بدلونه خبروو او دا به هم ووینئ چې هندیان په نوي ډیلي کې ولې هوا ته اوبه شیندي؟!
دا خبرونه ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ازبکستان ولسمشر شوکت مير ضيایېف ته ټیليفون کړی او له هغه سره يې په...
کابل د هغه نندارتون کوربه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو له فعالیتونو څخه یې تصویرونه نندارې ته وړاندې کړي.
په دغه نندارتون کې نېږدې ۲۰۰ تصویرونه په بابر بڼ کې نندارې ته وړاندې شوي.
سباوون کاکړ په دغه راپور کې تاسو تصویري دغه نندارتون ته بیایي.
د امريکا مشرانو جرګې د مالياتو د قوانينو يوه لايحه تصويب کړه.
دا په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکا د مالياتو له هغو قوانينو څخه ګڼل کېږي چې په پراخه پيمانهيې متن له سره ليکل شوى دى.
دغه لايحه په لږ توپير يعنې په ٥١ موافقو او ٤٨ مخالفو رأيو سره تېره شپه ناوخته تصويب شوه.
خو د مشرانو جرګې په عامه ګالرۍ کې ځينو اعتراض کوونکو مخکې تر دې چې بهر وايستل شي، نارې وهلې "دغه لايحه لهمنځه يوسئ."
تر دې څو ساعته مخکې د امريکا استازو جرګې دغه لايحه په ٢٢٧ موافقو رأيو سره تصويب کړه، خو ٢٠٣ نورو استازو مخالفه رأيه ورکړه. Читать дальше...
ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت تګلارې اعلانولو پر وخت پر پاکستان يو ځل بيا ږغ کړی چې د وسله والو پرضد دې ګامونه واخلي.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل ازبکستاني سيال شوکت ميرضيايف سره په ټیليفوني خبرو کې د افغانستان پر وضعيت، د منځنۍ اسيا پر امنيت او د نږدې همکاريو پر لارو چارو خبرې وکړې.
سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پرونيو خبرو يو هدف پر سيمهييز امن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ښه کېدو پر لارو چارو بحث کول وو.
د سپينې ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي، ولسمشر ټرمپ او ميرضيايف په منځنۍ اسيا کې د ازبکستان پر نقش، د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ پر ملاتړ او په افغانستان کې د امريکا پر هڅو خبرې وشوې.
د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران نن په باکو کې سره جرګه کېږي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير ايلمار محمد ياروف، د هغه ايرانى سيال محمد جواد ظريف او ترکى سيال مولود چاووش اوغلو به د سيمهييزې همکارۍ پر پراختيا خپل نظرونه تبادله کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په حواله، دغه مشران به د ټرانزيټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او ګمرکاتو په ګډون په اقتصادي ډګر کې هم پر ځينو مسايلو بحثونه سره وکړي.
درې واړه وزيران به په خپلو کې تر بحثونو وروسته په يوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي. Читать дальше...
په پام کې ده د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې سبا پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموريت يا يوناما د اعلاميې په حواله، په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش پر وروستي راپور بحث وشي.
ګوترش په دې راپور کې پر امنيتي وضعيت، اقتصادي ودې، سيمهييزې همکارۍ، بشري حقوقو، کډوالو، د مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو تمرکز کړى دى.
تمه کېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى... Читать дальше...
يو ايرانيالاصله سويډنى څېړونکى چې په ايران کې د جاسوسۍ په تور د مرګ په سزا محکوم دى، وايي د ده هغه اعتراف چې د ايران پر ټلوېزیون خپور شوى په جبر ورڅخه اخیستل شوى او سم نهدى.
احمد رضا جلالي چې د استکهلم د کارولينسکه انسټټيوټ څېړونکى دى، په يوه صوتي پيغام کې ويلي، ايراني چارواکو مجبوره کړى چې د ازادۍ په بدل کې پر هغه جرم اعتراف وکړي چې اصلاً ده نهدی کړى.
جلالي د يکشنبې په ورځ له دولتي ټلوېزیون څخه اعتراف کړى و چې د هغو ايراني اټمي ساينسپوهانو په اړه چې وروسته وژل شوي، يوې بهرنۍ استخباراتي ادارې تهیې معلومات راټولول. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د پلان شویو او ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې یې ډېری سیمې د طالبانو او داعش جنګیالیو ...
د هندوستان کرکټ بورډ وايي چې د دې هېواد سوداګريز کرکټ لیګ "ای. پي. اېل" راتلونکي پړاو سیالۍ به تر بل هر کاله په لوړ لګښت ترسره شي.
د هند کرکټ بورډ مسؤلینو د کرکټ د نړیوالې شورا وېبپاڼې "کرک انفو" ته ویلي چې د راتلونکي "ای. پي. اېل" سياليو د لوبغاړو بودجه له ۶۶۰ ميليونه هندي کالدارو څخه ۸۰۰ ميليونه هندي کالدارو ته لوړېږي.
د دې سياليو تنظيموونکو ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال سياليو هر لوبغاړی به د تېرو کلونو په پرتله په لوړه بيه واخیستل شي چې د بولۍ مراسم بهيې د راتلونکي میلادي کال په جنورۍ میاشت کې ترسره شي. Читать дальше...
د سرې مياشتې ښځينه واليبال لوبډلې د انساني قاچاق څخه د مخنيوي د لوبو اتلولي خپله کړه.
د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال ښځينه سيالۍ دوه ورځې وړاندې د ورزش رياست په جمنازيوم کې پیل شوې وې چې په پایلوبه کې يې د سرې مياشتې لوبډلې کابل ښاروالۍ ته ۳-۰ ماته ورکړه.
د لوبو لومړی مقام سرې مېاشتې لوبډلې، دوهم مقام د کابل ښاروالۍ لوبډلې او درېیم مقام د سولې لوبډلې خپل کړ.
باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست او احسان نیرو د دغې کمېټې د سکرتر جنرال په توګه وګومارل شول.
د المپیک د ملي کمېټې مطبوعاتي مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوه تنه به د المپیک ملي کمېټې د انتخاباتو تر ترسره کېدو خپلو دندو ته دوام ورکړي.
دغه پرېکړه د المپیک کمېټې د بورډ له لوري چې د تربیت بدني رئیس هم پهکې حاضر وو شوې ده.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند رهبرۍ شورا د عطا محمد نور د استعفا تر منظورۍ دوه ورځې وروسته له ...
دا په شپږو کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د پاکستاني پوځ يو مشر پارلېمان ته حاضر شوی دی.
د پاکستان یو شمېر مدني فعالان او ځوانان چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د رغېدو په هدف کابل ته راغلي ...
په داسې حال کې چې په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې د نفوذ په اړه اندېښنې موجودې دي، خو د افغانستان دفاع ...
د اسلام اباد په پي اېن سي ای (پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس) کې د سه شنبې په ورځ د انځورګرۍ نهم قامي نندارتون پېل شو کوم چې به تر دوه مياشتو روان وي.
سرفراز بګټی وايي د منور دنده دا وه چې کله ګورنر صاحب ګلستان ته تللی وای نو د هغه د رسېدو اطلاع به یې د پنجاب اوسېدونکي حامد بشیر ته ورکوله نو هغه به بیا د ځانمرګي برید انتظام کولو.
د اسلام اباد په پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس کې د سېشنبې په ورځ د انځورګرۍ نهم قامي نندارتون پېل شوی چې به تر دوه مياشتو روان وي.په دې نندارتون کې له ټول پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ انځورګرو کار د نندارې لپاره کېښودل شوی دی چې پکې د انځورونو ترڅنګ مجسمې، خطاطي او ويډيوګانې شاملې دي.
په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قانون تر منظورېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې د پنجاب څوکيانې کمې شوې او د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او اسلام اباد څوکيانې زياتې شوې دي.
ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې ۲۰ میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده.
د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همداراز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه یو ورځنی سیمنار جوړ شو.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیمنار کې له مرکز کابل څخه هم لوړ پوړو چارواکو برخه اخېستې ده.
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سیمنار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخې ارزښت ګډون والو ته معلومات ورکړل شي.
د ده په خبره د سیمنار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.
دا نندارتون د جلال اباد په ورزشي... Читать дальше...
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه یو ورځنی سمینار جوړ شو.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سمینار کې له مرکز کابل څخه هم لوړپوړو چارواکو برخه اخیستې ده.
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سمینار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخي ارزښت ګډونوالو ته معلومات ورکړل شي.
د ده په خبره د سمینار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.
دا نندارتون د جلالاباد په ورزشي... Читать дальше...
ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې شل میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده.
د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همدا راز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.
Спорт в России и мире
Москва
В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Андрей Рублёв
Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Козлов: Россия и КНДР прорабатывают возможность запуска прямых рейсов
Путин в России и мире
Москва
ЯНДЕКС, АЛЕКСАНДР ПУШКИН, АНАТОЛИЙ ГОЛОД И "СВЯТОЙ ЛЕНИН" ВЕДУТ СЛЕДСТВИЕ ВЕКА! ВАЖНЫЕ СЕРЬЁЗНЫЕ ДАННЫЕ.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Metallica
Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня
Москва
В Подольске пройдет день молодежи в парке Талалихина
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net