په ۲۰۱۷م کې د پاکستان لویې سیاسي پېښې څه وې؟
په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په سیاسي منظر کې ډېر بدلونونه ولیدل شول، چې یو مهم پکې د عدالت لخوا د هغه وخت د وزیراعظم نواز شریف د نااهلۍ فیصله هم وه.
په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په سیاسي منظر کې ډېر بدلونونه ولیدل شول، چې یو مهم پکې د عدالت لخوا د هغه وخت د وزیراعظم نواز شریف د نااهلۍ فیصله هم وه.
د فاټا ګرېنډ الاینس تر سیورې لاندې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې شوې غونډې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا ګډولو مخالفت وکړ. د مشال راډیو خبریال محمد عمران پرې رپوټ لري.
د پېښور پریس کلب ټاکنې په جمهوري توګه تر سره شوي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د دې بهیر په اړه ویډیو رپوټ لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو داسې قانون توشیح کړ چې له مخې یې د تندلارو د استخدام له کبله، مجازات ډېرېږي. د دغه قانون پر اساس پر هغو کسانو هم سزاوې سختېږي چې د وسله والو تندلارو مالي ملاتړ کوي. د روسي چارواکو په خبره، دا اقدام د هغه ګواښ ځواب دی چې له منځني ختیځ څخه خپل هېواد ته د روسي جګړه مارو د بېرته ورتګ څخه رامنځته کېدای شي. دغه قانون ۲ ورځې وروسته له هغه رسمي بڼه واخيسته چې د روسیې په سنت پټرز بورګ ښار کې د جمعې په ورځ په یوه پلورنځي کې د بمي برید په نتیجه کې ۱۴ تنه ټپیان شول. ولسمشر پوتین دا برید یو ترورېستي اقدام وباله. Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس وایي، په اوکراین کې به د امریکا رول بدل نشي. مټېس وایي، روسیه هېڅ دلیل نه لري چې اوکراین ته د نویو وسلو د ورکولو په برخه کې د امریکا د پرېکړې په اړه اندېښنه ولري. امریکا تېره اوونۍ دا پرېکړه کړې وه. د امریکا دفاع وزیر د جمعې په ورځ ویلي، ترهغو چې څوک ونه غواړي پر اوکراین یرغل وکړي، د امریکا دا اقدام به ډېر لوی اغېز ونه لري. مټېس وایي، دغه وسلې دفاعي دي. روسیې د اوکراین د دفاعي وړتیاوو د لوړولو په اړه د امریکا اقدام غندلی او وایي چې واشنګټن په دې پرېکړې له سرې... Читать дальше...
د لوګر سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د درېیو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه طالبان تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې وژل شوي دي. نوموړي وویل: " تېره شپه ۱۲ بجې په برکي برک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې طالبان ووژل شول." د ښاغلي صالح په خبره، د لوګر په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات دوام لري او زیاتوي چې د تېرې شپې په عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. Читать дальше...
د جمعیت علماء اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي ، د قبایلي سیمو د راتلونکي پرېکړه به د دې سیمو ولس په خپله خوښه کوي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د میوند په ولسوالۍ کې يي د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف پراخ عملیات پیل کړي دي. نور په دې ویډیويي راپور کې چې محمدصادق رښتینی ترتیب کړي ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما د افغانستان د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د مالي ملاتړ یو نوی تړون لاسلیک کړ. د یوناما له دفتره په یوه اعلامیه کې راغلي چې د یوناما د پروژې بورډ په دوهمه غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې د افغانستان د نوم لیکنې عملیاتي بودیجې ته پراخې مرستې برابرې کړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې مرستندویو سازمانونو ژمنه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمېسیون سره د روانې مرستې سربېره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د څلور... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکایې سیال ډونالد ټرمپ ته د نوي کال په مناسبت په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رغوونکي مذاکرات د نړیوال ثبات لپاره مهم دي. کرملین نن شنبه وویل چې ولسمشر پوتین په دې پیغام کې ټینګار کړی چې روسیه او امریکا کولای شي چې د برابرۍ او دوه اړخیز درناوي پر اساس، د اوږد مهاله لیدلوري په هدف عملي همکاریو ته وده ورکړي. پوتین دا هم ویلي چې د روسیې او امریکا رغوونکي مذاکرات په ځانګړي ډول، په نړۍ کې د ستراتیژیک ثبات او هم نړیوالو ګواښونو او ستونزو ته د یوه ښه ځواب موندلو لپاره ډېر مهم دي. Читать дальше...
د روسیې سترې محکمې د حکومت د سیاسي مخالف مشر الکسي ناوالني هغه غوښتنه رد کړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره دده د ګډون د ممانعت په اعتراض کې یې کړې وه. دغې محکمې نن شنبه د روسیې د انتخاباتي کمېسیون د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې ویلي یې دي، ناوالني د فساد اړوندو تورونو له کبله نشي کولی چې د ۲۰۱۸ میالدي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ودرېږي. د ناوالني یوه مدافع وکیل ویلي چې مؤکل به یې اوس دا قضیه د بشري حقونو اروپایې محمکې ته راجع کړي. د انتخاباتو د کمېسیون تر پرېکړې وروسته الکسي ناوالني... Читать дальше...
ایران د شنبې په ورځ د حکومت په پلوۍ د یو شمېر لاریونونو شاهد و. په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت په پلوۍ دا...
د کونړ په امنیه قوماندانۍ کې ښځینه پولیسو ته نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړېږي. د یادې ودانۍ په یوه پوړ کې به د ښځینه بندیانو نظارت خونې، په یوه کې به یې د ښځینه پولیسو دفترونه او په بل کې به یې د ښځینه پولیسو د بچو لپاره وړکتون وي . د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن شنبه ازادي راډیو ته وویل: "په دې کې موږ ډېر مشکلات درلودل، کله به چې د کومې ښځې له خوا کومه پېښه رامنځته شوه، نو د ښځینه پولیسو د نه موجودیت او بیا د تورنې ښځې د نظارت لپاره د ځای له نه شتون سره يې ډېرې ستونزې درلودې، په روان... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، سیاسي اختلافات د بیان او سیاسي ازادۍ ښکارندویي کوي او په هېڅ وجه د ...
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مخکښ خورشید شاه ویلي ، د پاکستان ولس پوښتنه لري چې د مسلم ليګ نواز ډلې مشرولي د څه لپاره سعودي عربستان ته تللې ده او څه غواړي؟
د افغانستان د پوهنې وزارت، د ملګرو ملتونو له وجهي صندوق «یونیسف» سره د ۴۸ میلیونو ډالرو په ارزښت...
د پکتيا اوسېدونکي وايي، د پاکستاني حکومت له لورې د ډېورند پر فرضي کرښه د اغزن تار د غځولو کار روان ...
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د ملي څارنې او پلټنې سیسټم د پیاوړتیا په هدف نوي وسایل او ...
په پام کې ده چې د افغانستان د ګلف درې لوبغاړي د ګلف په اماتور سیالیو کې د ګډون په هدف سبا یکشنبه بنګله دېش ته ولاړ شي. د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په درېيمه نېته د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې پیلېږي. ښاغلی پیمان وايي، د ګلف په اماتور سیالیو کې د ۶ اسیايي هېوادونو د ګلف لوبغاړي ګډون کوي.
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د موجوده وضعیت په اړه ډیالوګ ترسره شو. په دغه ډیالوګ کې پر کرکټ بورډ سربېره د نورو ورزشي سازمانونو چارواکو هم برخه اخيستې وه. د دغه بحث ګډونوالو وویل چې په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره سره بیا هم کرکټ مخ په ودې دی. د ډیالوګ ګډونوال او د کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي رئیس نورمحمد مراد وویل چې په ټوله کې ورزش د افغانونو ترمنځ په یووالي کې مهم رول لوبوي. دغه ډیالوګ د یوې ورځې لپاره د افغان ورزشي خبریالانو د سازمان له خوا جوړ شوی و.
د ایران پولیسو حکومت ضد اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړ چې نورې مظاهرې ونه کړي. دا خبرداری وروسته تر دې ورکړل شوی دی چې په لسګونو کسان په تهران او ختیځ ښار کرمانشاه کې ونیول شول. د امریکا د متحد ایالتونو حکومت د دغو اعتراض کوونکو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې ښایي په سوله ییز ډول د حکومت بدلون ته لار هواره کړي. د تهران د والي د ویاند محسن همداني په وینا رسنیو خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونه به د نورو غونډو پرضد سخت اقدامات وکړي. دغه مظاهرې د پنجشنبې په ورځ د بیو د زیاتېدو په اعتراض پیل شوې خو وروسته... Читать дальше...
د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شنبه د شپې وت فورد له سوانسي، برونموت له ایبرتن، لیورپول له لیسټرسیټي، چلسي له استوک سیټي، نیوکیسټل له برایټن او برنلي له هادرس فیلډ سره د لوبې دګر ته وځي. دغه لوبې د کابل پر وخت د شپې ۷ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي. د لالیګا د نن شپې په بله لوبه کې مانچسټریونایټډ له صوت همتن سره د کابل پر وخت د شپې ۱۰ بجې او ۳۰دقیقې لوبه کوي. د یادونې ده چې د لالیګا د تېرې شپې په لوبه کې ارسنال ۳ د ۲ په وړاندې کرسټال پالاس ته ماته ورکړه.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د روسیې په سنت پیترزبورګ ښار کې په یوه سوپر مارکېټ کې د برید مسؤلیت ومانه. د چهارشنبې د ورځې په دې حمله کې تر لسو ډېر کسان ټپیان شول. د داعش خبري اژانس اعماق ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې دا برید ترسره کړی، خو په دې برخه کې یې شواهد نه دې وړاندې کړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ماښام د سنت پیترزبورګ برید یو ترورستي برید بللی و.
د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست په پاکستان کې سختدريځي يوه اوږده سابقه لري. د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په دې برخه کې په پاکستان کې د سختدريځۍ پر ودې د رياست رول ته کتنه شوې ده. دا چې په پاکستان کې د سختدريځۍ په دود کېدو يا دې پديدې ته په وده ورکولو کې رياست څه ونډه لرلې ده او که نه؟ په روانه خپرونه کې يې تفصيل اورېدلای شئ. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د امریکا متحد ایالتونو په ایران کې د لسګونو لاریون کوونکو نیول په سختو ټکیو غندلي دي. دغه سوله ییز لاریونونه د ایران په څو ښارونو کې د بیو د زیاتېدو په اعتراض کې شوي دي او مظاهره چیانو د سیاسي ازادیو غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه بیان کې د هغو کسانو ملاتړ وکړ چې د دې وزارت په وینا دغه عناصر په ایران کې په سوله ییز ډول د حکومت بدلیدو ته لار هواروي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر ناورت وویل، د ایران مشرانو یوه شتمن، تاریخي او بافرهنګه هېواد په یوه یاغي او له اقتصادي پلوه کمزوري هېواد بدل کړی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.