د روسیې ولسي جرګې یا دولتي دوما پرون له سوریې سره د هغې موافقې لایحه تصویب کړه چې روسیې ته د تارتوس Tartus په نوم د سمندري اډې د کرایې موده د ۴۹ کلونو لپاره تمدیدوي.
دا لایحه له سوریې څخه د روسیې د پوځ د لویې برخې د اېستلو په اړه د ولسمشر ولادیمیر پوتین له څرګندونو لس ورځې وروسته تصویب شوه.
پوتین په عین حال کې ژمنه کړې وه چې په سوریه کې د روسیې پوځي حضور ته به دوام ورکړي.
د موافقې له مخې سوریه د مدیترانې په سمندرګي کې په تارتوس اډه کې روسیې ته د راتلونکو ۴۹ کلونو لپاره د ۱۱ جنګي کښتیو د ساتنې اجازه ورکوي. Читать дальше...
د کرکټ د ملي ټیم دا لوبغاړی د اسټرالیا په تجارتي سیالیو بیګ بش لیګ کې لوبه کوي.
دا کرکټ کلب او اکاډمي په اډیلایډ ښار کې پرانیستل شوې ده.
جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې:
په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو په راتګ سره خبريالانو او ليکوالانو ته ورپېښ ګواښونه نور هم زيات شوی دي. پر ټولنيزو رسنيو د خپروونکو موادو پر سر هم يوشمېر ځورول شوي يا تری تم کړل شوي دي.
په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو په راتګ سره خبريالانو او ليکوالانو ته ورپېښ ګواښونه نور هم زيات شوی دي. پر ټولنيزو رسنيو د خپروونکو موادو پر سر هم يوشمېر ځورول شوي يا تری تم کړل شوي دي.
د حکومت یوې باوري سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې یاد شي د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، عطا محمد نور ...
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله نن پنجشنبه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي چې بیتالمقدسیې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده.
دا غونډه د اسلامي هېوادونو په غوښتنه جوړېږي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ګواښ کړی و چې پر هر هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د پرېکړې پر ضد رأیه ورکړي، خپله مالي مرسته به ورباندې بنده کړي.
په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن پر هېوادونو غږ کړی چې د ولسمشر ټرمپ د دې څرګندونو تر اغېز لاندې... Читать дальше...
نن پنجشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې خبرو یو نوی دور د ایران، روسیې او ترکیې په ملاتړ پیل شو.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سوریې د حکومت او مخالفینو استازي یې د دوه ورځنۍ غونډې لپاره په استانه کې دي.
د ملګرو ملتونو له یوې ډلې سره تر خبرو وروسته د سوریې د حکومت مخالفو ډلو ویلي چې دا تر بل هر وخت ډېره مهمه ده چې روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅوي.
په همدې حال کې د سوریې دولتي خبري اژانس سانا «SANA» راپور ورکړی چې د روسیې پلاوي له ایران او ترکي استازو سره جلا جلا لیدلي دي. Читать дальше...
د استراليا په ملبورن ښار کې يوه موټر قصداً پنځلس کسان ټپيان کړل، موټر چلوونکی افغان وو. د جنوبي سوډان تر يو مليون زیات کسان له لوږې سره مخامخ دي. د هسپانيا په کتالونيا سيمه کې سيميېز انتخابات. د اوبو په یوه کاکریټي پايپ کې کور او هلته اوسېدل. دا خبرونه ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ.
د اسټريليا پوليسو ویلي چې په ملبورن ښار کې له قصده پر خلکو موتړ خېژونکې افغان نژاده اسټراليای دی. پوليسو دا هم وويل چې د ډېسمبر پر ۲۱مه بريد کې ۱۹ کسان ژوبل شوی چې پکې د څلورو حالت نازک دي.
په خوست کې د ورزشکارانو او د سپورټ د مینه والو ډېرښت او شمېر ته په کتو د افغانستان د المپیک ملي کمیټې لخوا د خوست د ملي لوبغالي د پراخولو کار پیل شو.
نازيه وايي، شپږ کلنه وه چې موسيقي يې پيل کړه او تر دې دمه یې زرګونه پښتو سندرې ويلي دي.
پاکستان په ملګرو ملتونو کې د امریکا فیصلې پرضد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د امداد ودرولو دړکې په غبرګون کې ویلي چې د فلسطین پر معامله د اسلامي ملکونو د سازمان ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملي شورا د غړو موټر به په نږدې راتلونکي کې ځانګړي پلېټونه ولري او د کورنیو چارو وزارت وايي، د ...
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس، د بهرنیو چارو له ...
د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د پنجشنبې پر ورځ د يو امريکايي ديني عالم ډاکټرابراهيم موسا د اردو کتاب "ديني مدارس، عصري معنويت اور جديد تقاضے" مخکتنه وشوه چې پکې د پوهنتون د زده کوونکو او استاذانو پشمول يو شمېر ليکوالانو او ديني عالمانو ګډون وکړ.
د زیارت/پنجشنبې ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ په غونډه کې یو وارې بیا د فاټا اصلاحاتو بل وړاندې نه کړل شو. د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ وینا وه چې پر دې معامله د سلا مشورو لپاره نور وخت ورته پکار دی.
د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د ډیسېمبر پر ۲۱مه نېټه په ګاډي پیاده وګړي وهل شوي چې نېږدي ۱۹ یې ژوبل کړي دي. پولیسو د پېښې په تړاو دوه تنه نیولي دي او دا یې یو کستي کړنه بللې ده. راپورونه وايي په نیول شویو کې یو تن په خټه افغان اسټرالوی دی. د اې پي ویډيو
د اسټرالیا پولیس وایي، هغه کس چې په قصدي ډولیې د دغه هېواد په دوهم لوی ښار ملبورن کې په پیادهرو کې خلک په موټر ووهل رواني ناروغي لري.
د ویکتوریا ایالت د پولیسو سرپرست مشر شان پاټون دغه ۳۲ کلن کس افغانيالاصله استرالیایي بللی چې د ده په خبره په نشهیي موادو هم روږدی و.
پاټون په ملبورن کې خبریالانو ته ویلي چې تر اوسه داسې اسناد او شواهد نهلري چې له ترورېزم سره د هغه اړیکې وښیي.
پهدې پېښه کې چې نن په فلیندر سړک کې شوې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
د پولیسو په خبره د پېښې پر مهال په سیمه کې خلک د کرېسمس جشن په تیاریانو بوخت وو. Читать дальше...
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال مني چې قوانینیې "عمداً" نقض کړي دي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال په تُنده ...
د کورمې ځايي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې توري- منګل لار دې زر تر زره خلاصه کړل شي چې د دوی په تپه ولاړه سوداګري یې لږ و ډېره په پښو ودري.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د دغې کمېټې د مشرۍ لپاره به تر درېیو راتلونکو میاشتو پورې د انتخاباتو زمینه برابره شي.
د المپیک د ملي کمېټې د رسنیو د څانګې مسؤل منور شهزاد ازادي راډيو ته وویل، دا انتخابات به د المپیک د نړیوالې کمېټې د قوانینو له مخې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د اسیا د المپیک کمېټې او د المپیک د نړیوالې شورا پلاوي د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له افغانستانه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او افغان لوبغاړو سره هم وکتل.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د دغې کمېټې د مشرۍ لپاره به تر درېیو راتلونکو میاشتو پورې د انتخاباتو زمینه برابره شي.
د المپیک د ملي کمېټې د رسنیو د څانګې مسؤل منور شهزاد ازادي راډيو ته وویل، دا انتخابات به د المپیک د نړیوالې کمېټې د قوانینو له مخې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د اسیا د المپیک کمېټې او د المپیک د نړیوالې شورا پلاوي د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له افغانستانه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او افغان لوبغاړو سره هم وکتل.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي مصطفی ازادزوی د ټایلنډ د چنېګیري لوبډلې سره د لوبېدو دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ.
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل، دی به د ټایلنډ د غورهلیګ په سیالیو کې ولوبېږي.
مصطفی ازادزوی تېر کال د ټایلنډ د چاینا لوبډلې سره لوبېدلی و.
د ټایلنډ د فوټبال غوره لیګ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه یو مشهور لیګ ګڼل کېږي.
د امريکا کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند يو لوړ پوړی سېنېټر مارک وارنر ولسمشر ټرمپ ته د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر په ممکنه توګه د ګوښه کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړی مصطفی ازادزوی د تایلنډ د چنېګیري لوبډلې سره د لوبېدو دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ.
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل، دی به د تایلنډ د غورهلیګ په سیالیو کې ولوبېږي.
مصطفی ازادزوی تېر کال د تایلنډ د چاینا لوبډلې سره لوبیدلی و.
د تایلنډ د فوټبال غوره لیګ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه یو مشهور لیګ ګڼل کیږي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net