د فوټبال افغان لوبغاړی ازادزوی د تایلنډ یوې لوبډلې سره قرارداد وکړ
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل، دی به د تایلنډ د غورهلیګ په سیالیو کې ولوبېږي.
مصطفی ازادزوی تېر کال د تایلنډ د چاینا لوبډلې سره لوبیدلی و.
د تایلنډ د فوټبال غوره لیګ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه یو مشهور لیګ ګڼل کیږي.
