د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن وايي، سره له دې چې لندن او مسکو په خپلو کې اختلافي مسايل لري، د نړیوالو امنیتي ستونزو پر ضد په مبارزه کې باید همکاري وکړي. جانسن نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې په "دوه اړخېزو اړیکو کې ستونزې شته" خو روسیه او بریتانیا باید د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره پر داسې نړیوالو مهمو مسئلو ګډ کار وکړي، لکه د ایران اټمي تړون، د شمالي کوریا د اټمي وسلو ګواښ او په سوریه کې د سولې هڅې. بوریس جانسن زیاته کړه... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ملي امنیت نوې اعلان شوې ستراتیژي له "شدته" ډکه بللې او ویلي یې دي چې مسکو به په خپلو پرېکړو کې دا ټکی په نظر کې نیسي. پوتین نن د روسیې دفاع وزارت ته په وینا کې ادعا وکړه چې امریکا او ناټو په اروپا کې د پوځي مقاومت پر زیاتولو کار کوي چې د پوتین په وینا "تهاجمي" او له "شدته" ډک اړخ لري. پوتین همدا راز پر امریکا تور پورې کړ چې د منځنۍ کچې له اټمي تړونه چې هدف يې د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټمي مزائیلو پر استفادې بندیز لګول دی، د وتلو لارې جوړوي. د امریکا... Читать дальше...
د بیت المقدس په اړه د امریکا د پرېکړې تر ردېدو وروسته د فلسطیني ادارې مشر محمودعباس وايي نور د امریکا د سولې هېڅ پلان نه مني، پاکستان ۲۸ هندي کب نیوونکي نیولي او د ریال مادرید او بارسلونا فوټبال ټیمونه سبا په مادرید کې سره مخ کیږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ چاودنې۶ پولیس وژلي ۵ نور یې تپي کړي دي. په دغه حمله کي چې مسوولیت يې وسله والو طالبانو منلی د امنیه قومندانۍ د ودانۍ ډیره برخه ویجاړه شوې او د امنیتي ځواکونو یو شمیر ټانکونه هم سوځیدلي. محمدصادق رښتینی د پیښې سیمې ته تللی او دا ويډيويي راپور يې رالیږلی دی.
د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د فعالې کمېټۍ د پنجشنبې په ماښام د نرښځيانو د ساتنې قانون ۲۰۱۷م په نوم يو بل منظور کړی د کوم د سېوري لاندې چې به نرښځيو ته د هغوي خپل تعريف يا پېژندنه، د ناروغتيا پر وخت ميډيکل او نورې اسانتياوې ورکول کېږي.
د پنجاب صوبې د ښځو د حقونو کمیشن د ښځو د حقونو خونديتوب لپاره دوه زره د نکاح اندارج کونکیو ته تربیت ورکړی او پلان لري چې دا تربیت به پنځوس زره کسانو ته ورکوي.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې دی، څو د نړیوال امنیت او نورو مسایلو په برخو کې د روسیې او بریتانیا ...
په ملګرو ملتونو کې امریکايي چارواکو په دې وروستيو کې د شمالي کوریا د تيلو پر ټولو وارداتو د بنديز لګولو...
ګوړه له شنو چایو سره خوړل کېږي او د شودو چای د خوږولو لپاره هم کارول کېږي. ګوړه څنګ جوړېږي؟ و یې ګورئ د ځلاند يوسفزي په ويډيو کې
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وايي، فلسطینیان به نور د امریکا له لوري د منځني ختیځ د سولې "هېڅ پلان" ونه مني. عباس نن په پاریس کې دا خبرې کړي دي. ترې د یوه ورځ مخکې د ملګروملتونو عمومي اسامبله یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د بیتالمقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه یې رد کړه. ټرمپ د ډېسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرائیل د رسمي پلازمېنې په توګه پېژني او د امریکا سفارت به له تل ابیبه بیت المقدس ته ولېږدوي. د فلسطینیانو د ادارې مشر محمود عباس نن د فرانسې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته وویل... Читать дальше...
د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ نن په حمله کې ۶ پولیس ووژل شول او د قوماندانۍ ودانۍ هم ویجاړه شوې ده. امنیه قوماندان سلطان محمد نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله کوونکي چې یو هاموې ټانک ور سره و، د قوماندانۍ تر لومړي قراول تېر شوی او په دوهم قرول کې ځان الوزولی دی. په حمله کې پينځه سیمه ييز پولیس زخمیان شوي دي. د حملې مسؤلت وسله والو طالبانو اخیستی دی . دا په روانه اونۍ کې په کندهار کې دوهمه انتحاري حمله ده.
د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو فعالیت، له اداري فساد، ښې حکومتدارۍ او د سولې لپاره د سیمهيیزو همکاريو د پراختیا لپاره د ملي وحدت حکومت کارونه یې ستایلي دي. مایک پنس بېګا افغانستان ته ورسېد او له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره يې خبرې وکړې. ارګ پر ټوېتر لیکلي چې مایک پنس افغانستان ته ډاډ ورکړی چې امریکا به له افغانانو او د هغوي له حکومت سره مرستې او ملاتړ زیات کړي. پنس پر ټوېټر لیکلي چې له افغان لوري سره یې د خپل حکومت پر نوې ستراتېژۍ مهمې خبرې کړې دي. Читать дальше...
د فاټا ځنې د پارلیمان غړي له حکومته ګیله کوي چې د فاټا د اصلاحاتو عملي کولو لړ کې له سنجیدګۍ کار نه اخلي او څو څو واره يې دغه بل د قامي اسمبلۍ له ایجنډې لېرې کړ.
په پېښور لرغونتون کې د پښتونخوا د سېلګرۍ پرمختګ په اړه یوه غونډه وشوه چې په کې د سېلګرۍ محکمې چارواکي وايي، په پاکستان کې د سېلګرۍ ۷۰ فیصده زیات ځایونه په پښتونخوا کې دي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورت وګورئ.
هغه افغان مهاجر چې پرون يې د استرالیا په ملبورن ښار کې یې خلک په موټر ووهل، له روغتونه فارغ شوی او پولیس پوښتنې ورڅخه کوي. د استرالیا د ویکتوریا ایالت د پولیسو مرستیال شېن پاتون د جرمني خبري اژانس "ډي.پي.آ" ته ویلي چې د حملې د هدف په اړه څېړنې کوي. پاتون ویلي چې حمله کوونکي په ابتدايي مرکه کې د خوب لېدو او د اوازونو د اورېدو یادونه کړې ده. د استرالیا رسنیو ویلي چې د حملې په تور نیول شوی افغان کډوال سعید نوري نومېږي. شېن پاتون پرون په ملبورن کې خبریالانو ته وویل: "لکه څرنګه چې ما وویل،... Читать дальше...
د وزیرستان ځوانان وايي چې د پوځي عملیاتو وروسته حکومت د وزیرستان لپاره کومې ژمنې کړې وې هغه دې پوره کړي.په دې اړه د عمر دراز وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس د ترورېزم د ګواښ د له منځه تلو تر وخته په افغانستان کې...
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امريکايي مرستيال ولسمشر مايک پېنس هغه تورونه رد کړي چې ويلي وو پاکستان ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي . د بهرنیو چارو سېکرېټرې تهمينه جنجوعه ويلي دي چې په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځايونه هېڅ وجود نه لري.
په دې وروستیو کې د امنیت شورا یوه مصؤبه خپره کړه چې له مخې یې د امنیت د ټینګښت په خاطر هغه...
د هسپانیې د شتمنې سیمې کاتالونیا بېلتونپالي ښايي د تېرې ورځې تر انتخاباتو وروسته بیا واک تر لاسه کړي.
پراګ - د امریکا مرستیال ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې که د وسله والو د پټنځایونو ساتلو ته دوام ورکوي نو ډېر څه بایللای شي.
د افغانستان د اصلاح غوښتونکو ځوانانو بهیر وايي، د کابل ښار د امنیت لپاره د کابل ګارنیزیون وروستیو هڅو ...
افغانستان واحد او متحد هېواد دی او افغانان به هېچا ته د دې اجازه ورنهکړي چې د دوی په منځ کې د سمت، ژبې...
د ملګرو ملتونو عمومي جرګې د یوه قرارداد له لارې، د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندنې امریکايي پرېکړه رد کړې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.