د فوټبال افغان لوبغاړي ازادزوی د تایلنډ یوې لوبډلې سره قرارداد وکړ
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل، دی به د ټایلنډ د غورهلیګ په سیالیو کې ولوبېږي.
مصطفی ازادزوی تېر کال د ټایلنډ د چاینا لوبډلې سره لوبېدلی و.
د ټایلنډ د فوټبال غوره لیګ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه یو مشهور لیګ ګڼل کېږي.
