د افغانستان دفاع وزارت: بادغیس کې ۳۰ وسلهوال طالبان ووژل شول
![د افغانستان دفاع وزارت: بادغیس کې ۳۰ وسلهوال طالبان ووژل شول](https://gdb.rferl.org/B07CEB95-2E78-4276-81CF-78FB75536EAF_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په بادغیس کې یې د طالبانو د دوو ډلګي مشرانو په ګډون د دغې ډلې ۳۰ غړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
دفاع وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کسان د ابکمري ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د هغو عملیاتو پر مهال وژل شوي چې د دوی ځمکنیو او هوایي ځواکونو کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې عملیاتو کې د نجیبالله او ګل احمد په نوم د طالبانو دوه سرګروپان هم وژل شوي دي.
ابکمري د بادغیس هغه ولسوالۍ ده چې وخت نا وخت ورڅخه د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړو راپورونه خپرېږي.
تر اوسه طالبانو د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.