د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د شمالي کوریا په اړه یوه بېړنۍ غونډه وکړي.
ډیپلوماتانو دا خبره وروسته تر دې کړې چې د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وویل، پیونګ یانګ له اوبتل څخه توغېدونکی یو نوی بالیستیک توغندی په بریالیتوب ازمویلی دی.
د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا دا غونډه د بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو په غوښتنه جوړېږي.
د امنیت شورا د بندیزونو له مخې پیونګ یانګ اجازه نهلري چې اټمي وسلو او بالیستیک یا لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته پراختیا ورکړي.
د افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د پاسپورټونو ویش پیل کړی، خو دا چې دا لړۍ له اوږدې مودې راهېسې ځنډیدلې وه دا مهال د پاسپورټ ریاست د خلکو له ګڼې ګوڼې سره مخ دی. په دې اړه مو د خلکو ځینې شکایتونو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د ادارې له ریش مولوي عالم ګل حقاني سره شریک کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې په تونس کې د امریکا اوسنی سفیر ډونالد بلوم (Donald Blome) به په پاکستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه وګماري.
د روېټرز د راپور له مخې واشنګټن دغه اقدام داسې مهال کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هلته د وضعیت پر سمبالولو کار کوي.
د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې بلوم چې په یو شمېر عربي هېوادونو کې مختلفې ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړي، په کابل کې د امریکا په سفارت کې یې هم د سیاسي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.
د نړیوالې دوهمې جګړې د اجباري کمپ یوه مرستیاله چې تېره میاشتیې په جرمني کې تر محکمې مخکې د تېښتې هڅه کړې وه او بیا ونیول شوه، پرون محکمې ته حاضره شوه.
۹۶ کلنه ارمګارډ فوشنر په پولنډ کې د ۱۹۴۳م او ۱۹۴۵م کلونو ترمنځ د څه باندې ۱۱،۴۰۰ انسانانو په وژلو مجرمه پېژندل شوې ده.
فوشنر د نازي وخت لومړۍ ښځه ده چې محاکمه کېږي.
راتلونکې سې شنبه به دا بیا محاکمې ته حاضرېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي په کابل کې نن سهار د نا امنۍ په یوه پېښه کې د طالبانو په ګډون د څو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي فرانسپرس اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار مهال د کابل په دهمزنګ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو چا یو لاسي بم د طالبانو یوه موټر ته ورګوزار کړ چې له املهیې دوه طالب ساتونکي ټپیان شول.
یوه بل چارواکي بیا په دې پېښه کې د نږدې ښوونځي د څلورو زدهکوونکو ماشومانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
طالب چارواکو نهدي ویلي... Читать дальше...
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) خبرداری ورکړ چې د افغانستان اقتصاد به سږکال له ۲۰ تر ۳۰ فیصده پورې له رکود سره مخامخ شي.
د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د رئیس جهاد ازعور په وینا د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره به افغانان نورو سیمو او نورو هېوادونو ته مخه کړي.
ازعور زیاته کړه: "څه چې موږ یې وړاندوینه کوو او ورته اندېښمن یوو، همدا د افغانستان اقتصادي رکود دی چې د ۲۰ او ۳۰ په سلو کې ترمنځ به وي. دا وضعیت په لکونو یا ملیونونو کسان له ستونزو سره مخامخوي، د کډوالو او په کور دننه د بېځایه شویو مسئله شته. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ واکسین تهیې اجازه ورکړې ده.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د مدیترانې د ختیځې برخې د پولیو د مخنیوي مسؤل حمید جعفري پرون اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل چې د طالبانو له لوري وروسته له درېیو کلونو مخالفته دا لویه لاسته راوړنه ده.
جعفزي زیاته کړه: "د پولیو د پیلېدو لپاره د طالبانو د چارواکو امر له څو پلوه ستر بدلون دی او مهم بدلون دی. د اوس لپاره موږ وینو چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د محدودو پېښو د مخنیوي... Читать дальше...
د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړو هېوادو په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تمرینات پيل کړي دي.
د دې تمریناتو هدف، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د ترورېستي فعالیتونو مخنیوی یاد شوی دی.
په دې تمریناتو کې تر پنځه زره ډېرو سرتېرو له سلګونو هوایي او ځمکنیو پوځي تجهیزاتو سره برخه اخیستې ده.
د دې عسکرو نیمایي روسان دي.
د ګډو ګټو د امنیتي تړون مشري روسیه کوي او په دې کې تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان او بلاروس هم شامل دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر له روسیې غوښتي چې د اوکرائین په ختیځ کې د جګړې له ادامې لاس واخلي.
لوېډ استېن پرون په کیف کې د اوکرائین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره وکتل.
تر دې کتنې وروسته ده وویل چې مسکو دې همداراز د تور سمندرګي شااوخوا پرتو هېوادونو له بېثباته کولو ډډه وکړي.
د اوکرائین ولسمشر زلینسکي بیا واشنګټن د کیف تر ټولو ستر پوځي شریک وباله: "لومړی غواړم چې له ولسمشر بایډن څخه مننه وکړم. موږ هغه ۶۰ ملیونه پوځي مرسته ترلاسه کړه چې واشنګټن ته زما د سفر پر مهال د امریکا ولسمشر د هغې ژمنه راسره وکړه. Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، مسکو، پیکېنګ او اسلاماباد له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي.
د روسیې، چین او پاکستان چارواکو پرون په مسکو کې د غونډې پر مهال دا ژمنه وکړه.
تمه ده چې نن د مسکو په غونډه کې د دې مرستو په اړه خبرې وشي.
په دې غونډه کې به تر ۱۰ د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، هند چې له افغانستان سرهیې په تېرو دوو لسیزو کې شااوخوا درې میلیارده ډالره مرسته کړې او دا د سیمې تر بل هر هېواده په دې موده کې ډېره مرسته ده پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه لري، خو وایي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت وایي، طالبان په داسې موقف کې نهدي چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه وروسپارل شي.
د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو پرون د سنا د بانکي چارو کمېټې ته په واشنګټن کې وویل چې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیز ادامه پیدا کړي او په ورته وخت کې د بشري مرستو لپاره لارې چارې ولټول شي.
وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه چې نږدې ۹،۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي، کنګل کړه.
واشنګټن وایي، تر هغو چې طالبانو... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوورونو نړیوال جام لپاره د چمتووالي په هدف نن په دوبۍ کې خپله دوهمه دوستانه لوبه وکړي.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل او ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام تمریناتي سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه له وېسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي او د افغانستان رسمي لوبې به د اکټوبر له ۲۵مې پیل شي."
افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره خپله لومړۍ لوبه د دوشنبې په ورځ جنوبي افریقا ته وبایلله.
د دې جام... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Большой шлем
Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Обмен электронными транспортными накладными стал доступен участникам «Биржи грузоперевозок ATI.SU»
Путин в России и мире
Москва
Путин летит к Ким Чен Ыну. Россия и Северная Корея станут стратегическими партнёрами
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Херш: Кандидата в президенты заменят в случае провала Байдена на дебатах с Трампом
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net