اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورتګ په اړه د اروپايي اتحادیې پلان
اروپايي اتحادیه افغانستان او د دغه هېواد ګاونډیو هېوادونو ته د نوي مالي مرستې په ورکولو غور کوي چې اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورتګ له محدودولو سره مرسته وکړي. په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جګړې له تشدید سره باور کېږي چې ډېر شمېر افغانان به له خپل هېواده مهاجرت ته مجبوره شي. په همدې حال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله دېرشو غیرحکومتي موسسو پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) له اروپايي اتحادیې او د دې اتحادیې له غړیو حکومتونو وغوښتل چې خپل هېواد ته د افغانانو بېرته ستنول سمدستي ودروي. Читать дальше...