افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا وبا واکسين تطبيق شو. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دا د افغان ملت لپاره يو ښه فرصت دی چې له کرونا ويروس څخه ځان خوندي وساتي.
کابل ميشتي بيا د واکسين پيل ته خوښ دي، خو ټينګار کوي چې د واکسين ويش بايد عادلانه وي.
بشپړ جزئیات يې په دې ويډيو کې ليدلای شئ:
تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن چهارشنبه (د کب ۶مه) د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ترلاسه کولو په ګډون د یو شمېر نورو مسایلو په خاطر مسکو ته ولاړ شي.
محمد حنیف اتمر به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمر کبلوف د سولې لپاره په افغانستان کې د یوه انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ،
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې پر وړاندې... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې نن چهارشنبه (د کب ۶مه) به په ځانګړي ډول روغتیاپالانو ته په ټول افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د واکسین ورکړه پيل شي.
د دې وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل: "تمه ده چې په څه باندې شپږ سوه روغتیایي مرکزونو کې روغتیاپالانو ته سر له نننه د واکسین ورکړه پیل شي او له لسو تر پنځلسو ورځو به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته واکسین ورکړل شي."
هند له افغانستان سره د سټرازینیکا واکسین پنځه لکه ډوزه مرسته کړې ده چې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) په رسمي ډول د دې... Читать дальше...
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د ګروپونو له لوري مخته وړل کېږي.
د طالبانو د فرهنګي چارو د کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د اجنډا د موضوعاتو لپاره، د اجنډا د موضوعاتو د ترتیب لپاره ګروپونو ته وظیفه وسپارل شوه چې هغوی خپلو ناستو ته دوام ورکړي."
د طالبانو او افغان دولت د پلاوو تر منځ دا خبرې تر شپږ اوونیو ځنډ وروسته د دوشنبې په ماښام بیا پيل شوې.
د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې.
ده په ټویټر کې لیکلي دي چې د ملي دندې لپاره له دې لوبو بهر کېږي او بل کال هیله مند دی چې بیا ورسره یوځای شي.
راشد خان به په هغو دوو ټېسټ لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي چې ټاکل شوې ده لومړۍ یوه د مارچ په دوهمه له زیمبابوې سره په ابوظبۍ کې ترسره شي او دوهمه یوه یې د مارچ په لسمه له زیمبابوې سره په دوبۍ کې وشي.
راشد خان د پاکستان غوره لیګ کرکټ لوبو کې د لاهور قلندر لوبډلې لپاره دوې لوبې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ پخواني وزیر محمد امین فرهنګ د سترې محکمې حکم سیاسي وباله.
سترې محکمې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) محمد امین فرهنګ د اداري فساد له امله په یو کال تنفیذي بند او اته لکه څلور شپيته زره ډالره نغدي جریمه محکوم کړ.
ښاغلی فرهنګ اوس په جرمني کې ژوند کوي.
ده ازادي راډيو ته وویل چې د کرونا د واکسین لپاره د اپریل ته اخره افغانستان ته نه شي تلی او تر هغه وروسته خامخا ځي:"که یې زه په هوایي ډګر کې ونیولم، ما دې ونیسي ما یو بل وخت هم د پلچرخي یوه اوږده موده تېره کړې ده. له دې شیانو نه ویریږم،... Читать дальше...
د امریکا سنا د سې شنبې(د کب ۵مه) په ورځ لېنډا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتونو کې د امریکا د متحد ایالاتونو د سفیرې په توګه تایید کړه.
په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر پرون سې شنبه (د کب ۵مه) د غونډې پر مهال وویل، ګرینفیلډ په داسې وخت کې خپل کار پیلوي چې د نړۍ هېوادونه باید له کووېډ-۱۹ سره په مبارزه کې او د اقلیم د بدلون په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
مېرمن ګرینفیلډ څو لسیزې ډیپلوماته پاتې شوې، دې د لایبریا، سویس او پاکستان په ګډون د امریکا په سفارتونو کې کار کړی دی.
دا د ولسمشر بارک اوباما د... Читать дальше...
د راپورونو له مخې د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت په ساراوان ښار کې د سې شنبې)د کب ۵مه) په ورځ لږ تر لږه پنځه تنه تپيان شوي دي.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې تر پرونۍ نښتې یوه ورځ مخکې سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تیلو پر قاچاق کوونکو ډزې کړې وې او څو تنه یې وژلي وو.
د همدې وژل شوېو شمېر هرانا خبري اژانس دوه تنه یادوي، خو یو شمېر سرچینې وایي چې تلفات تر لسو پورې رسېږي.
ایراني چارواکو د پرونۍ نښتې تایید نه دی کړی.
انډېپنډنټ
انډېپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته پام اړولی او لیکي، له کله چې د سولې بینالافغاني خبرې په تېره سپټمبر میاشت کې پیل شوې، په دې هېواد کې ملکیانو ته مرګژوبله لا زیاته شوې ده.
د انډېپنډنټ په لیکنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په دغه راپور کې چې په افغانستان کې د تېر۲۰۲۰ کال په جګړو کې یې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېرې خپرې کړي، ویلي چې که څه هم په ټوله کې په دې کال کې د وړم ۲۰۱۹ کال په نسبت د ملکي تلفاتو شمېر کم... Читать дальше...
که څه هم د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو هرکلی کړی، خو وایي د شمېرو په برخه کې باید ډېر دقت وشي.
د یوناما په پروني (سې شنبه-د کب ۵مه) راپور کې راغلي دي چې د دوه زره شلم کال د جنوري له لومړۍ د دسمبر تر یو دېرشمې د شخړو او جګړو پر مهال تر درې زره ډېر ملکیان وژل شوي او تر پنځه زره ډېر ملکیان ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې طالبان د دې مرګ ژوبلې د پنځه څلویښت په سلو کې مسوول دي. په دې راپور کې د اته سلنې تلفاتو مسوول داعش بلل شوي. افغان... Читать дальше...
ایران اعلان کړی دی چې سر له نننه د خپلو اټمي تأسیساتو ناڅاپي تفتیش ته اجازه نه ورکوي.درېیو اروپایي هېوادونو چې له ایران سره یې په ۲۰۱۵میلادي کال کې اټمي تړون لاسلیک کړی، د تهران دا پریکړه غندلې ده او دا یې د تهران له کړېو ژمنو سرغړونه بللې ده.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران پر دې پریکړې اعتراض وکړ چې د دغه هېواد د اټمي تأسیساتو له ناڅاپي لیدلو سره یې مخالفت کړی دی.
دا درې اروپایي هېوادونه وایي چې دا د نړۍ له پیاوړیو هېوادونو سره د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د ژمنو یوه برخه ده.
د ایران... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Кирилл Скачков
Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Обмен электронными транспортными накладными стал доступен участникам «Биржи грузоперевозок ATI.SU»
Путин в России и мире
Москва
ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА. ПРО НАУКУ АКТИВНОЙ ВСЕЛЕННОЙ. ЭКСПЕРТ АНАТОЛИЙ ГОЛОД.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
В Дагестане директора завода подозревают в присвоении 14 млн рублей
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net