ګل اغا شېرزي او د ولسمشر غني ورور د طالبانو "ملاتړ" اعلان کړ
د ولسمشر اشرف غني چې له هېواده بهر وتلی، ورور حشمت غني احمدزي يې هم د طالبانو ملاتړ اعلان کړی دی.
د ولسمشر اشرف غني چې له هېواده بهر وتلی، ورور حشمت غني احمدزي يې هم د طالبانو ملاتړ اعلان کړی دی.
د انعکاس ټېليويژن د خپرونو مدیر شکرالله پاڅون ادعا کوي چې طالبانو د ټېليويژن د مشر له کوره موټر او وسلې وړي دي.
رسنۍ وايي، د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. د اګست پر ۲۱مه په ټېل ماټېل کې د مړو او ژوبلو کره شمېر معلوم نه دی خو د سکای نیوز ټېلېوېژن په ویډیوګانو کې ښکاري چې بهرني پوځیان په مړو څادرونه اچوي او د ژوبلو مرسته کوي. د کابل هوايي ډګر ته تر هغې وروسته ګڼ خلک ورلي چې د اګست پر ۱۵مه طالبانو پلازمېنه ونیوله او بهرنیو هېوادونو د خپلو وګړو او د افغان همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړ. امریکا وايي، د اګست تر ۳۱مې به خپل ټول وګړي او زیاتره افغانان له هېواده وباسي. په دې اړه د مشال راډیو... Читать дальше...
پاکستاني چارواکو کابل ته د پاکستان بهرنيو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د سفر په اړه خبرونه ناسم بللي دي. یوشمېر رسنیو خبر ورکړی وو چې قریشي د اتوار (یکشنبې) پر ورځ کابل ته ځي. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه په یوه بیان کې وویل، کابل ته د شاه محمود قریشي د سفر په اړه خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي او اوسمهال د دې سفر په اړه هېڅ پلان نه شته. البته وزارت وايي، قریشي به د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره د اګست له ۲۵مې څخه، د سیمې څلور هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته سفرونه پيل کړي. Читать дальше...
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له وجې پينځه اویا (۷۵) کسان مړه شوي. له دې سره، په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې، له کووېډ-۱۹ څخه د مړو شمېر څلورويشت زره نهه سوه درويشتو ۲۴۹۲۳ ته ورسيد. د دې وبا په اړه معلومات خپرونکې حکومتي وبپاڼې ليکلي چې د اګست تر ۲۲مې پورې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر يولسو لکو درويشتو زرو ته رسيدلي دي. په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس دري زره اته سوه دوه څلوښت (۳۸۴۲) مثبت کېسونه ثبت شوي دي.خو له کووېډ۱۹ ناورغۍ لس لکه نهه زره څخه زيات کسان بېرته رغېدلي هم دي. Читать дальше...
د پاکستان داخله وزارت په يوه بیان کې ويلي چې د اګست پر ۲۱مه نېټه د ګوادر اېکسپرېس های وې پروژې پر چينايي کارکوونکو ځانمرګی بريد شوی چې پکې يو چينایی انجینر ټپي شوی.
شاه محمود قريشي د اګست په ۲۱مه له خپل روسي، ترکي، جرمن، بېلجيیمي، او هالينډي سيالانو او د اسلامي هېوادونو همکاريو سازمان (او ای سي) له عمومي سېکرټري سره په ټېلېفون خبرې کړې دي.
په تېر وخت کې حکومتي ادارو او پوځي ارګانونو د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو د مخینوي په خاطر د یوشمېر سړکونو او ادارو مخې ته کنکریټي دېوالونه او خنډونه درولي ول.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.