د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې مرګ ژوبله
رسنۍ وايي، د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. د اګست پر ۲۱مه په ټېل ماټېل کې د مړو او ژوبلو کره شمېر معلوم نه دی خو د سکای نیوز ټېلېوېژن په ویډیوګانو کې ښکاري چې بهرني پوځیان په مړو څادرونه اچوي او د ژوبلو مرسته کوي. د کابل هوايي ډګر ته تر هغې وروسته ګڼ خلک ورلي چې د اګست پر ۱۵مه طالبانو پلازمېنه ونیوله او بهرنیو هېوادونو د خپلو وګړو او د افغان همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړ. امریکا وايي، د اګست تر ۳۱مې به خپل ټول وګړي او زیاتره افغانان له هېواده وباسي. په دې اړه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې د اسوشيېټېډ پرېس او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو رپورټ جوړ کړی.