افغانستان: د طالبانو او پنجشېر مقاومت جبهه ترمنځ نښته شوې
د طالبانو پر ضد په پنجشیر کې د مقاومت جبهه وايي، د اګست پر ۳۰مه يې د طالبانو برید په شاه تمبولی دی. د دې ډلې یوه غړي فهیم دشتي د اګست پر ۳۱مه نېټه رسنیو ته په یوه پیغام کې ادعا کړې چې د دوی او طالبانو تر منځ په جګړه کې لږ تر لږه اته طالبان وژل شوي. "تېره شپه د پنجشیر د دروازې لویدیځ خوا ته طالبانو یو برید وکړ. ښایي غوښتل یې په پنجشیرو د برید لپاره خپل بخت وازمويي. د خدای په فضل بخت ورسره مل نه وو. اوه – اته کسان یې ووژل شول. څو کسان یې ټپيان شول. د مقاومت دوه کسان هم ټپيان شوي. وطنوال دې تشویش... Читать дальше...