پاکستان کابل ته د قریشي د سفر کولو راپورونه رد کړل
پاکستاني چارواکو کابل ته د پاکستان بهرنيو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د سفر په اړه خبرونه ناسم بللي دي.
یوشمېر رسنیو خبر ورکړی وو چې قریشي د اتوار (یکشنبې) پر ورځ کابل ته ځي. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه په یوه بیان کې وویل، کابل ته د شاه محمود قریشي د سفر په اړه خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي او اوسمهال د دې سفر په اړه هېڅ پلان نه شته.
البته وزارت وايي، قریشي به د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره د اګست له ۲۵مې څخه، د سیمې څلور هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته سفرونه پيل کړي.
پاکستان داسې مهال د راتلونکي سیاسي نظام د جوړېدو په برخه کې د خپلو هڅو خبر ورکوي چې تېره اوونۍ هغه هېواد ته تللیو یو شمېر ګوندي او سیاسي افغان مشرانو ته هم د یوه ټول ګډونه حکومت مشوره ورکړې وه.
د دې ډول حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو سياسي مرستیال عبدالغني برادر هم کابل کې دی، خو د هغه د کتنو په اړه رسمي خبر نه شته. البته له نوموړي سره افغانستان ته د تللیو نورو طالب مشرانو او یو پلاوی چې مشري یې مولوي شهاب الدین دلاور کوي په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
د ملي مصالحې عالي شورا وايي، په کتنه کې د هېواد پر روان وضعیت، د خلکو د امنیت پر ساتلو، د ټول ګډونه یا ټولشمول سیاسي بهیر او د بیرغ په ګډون د ملي ارزښتونو پر درناوي گټورې خبرې شوې دي.
بلخوا بیا د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د خپل ملي امنیت له ډلې سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر احتمالي ګواښونو خبرې کړي. سپینه ماڼۍ وایي، په دې کتنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د ستونزو پر هواري او په هغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو پر احتمالي ګواښونو بحث شوی دی. دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې بایډن د ملي امنیت له ډلې سره پر افغانستان او هلته د روان وضعیت په اړه غونډه کوي.
په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي د هغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان راتلونکی حکومت باید په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخه کې شوي پرمختګونه له پامه و نه غورځوي.
ینز ستولتنبرګ له خپلو ملګرو او امریکا غوښتي چې په رسمیت د افغانستان د نوي حکومت د پېژندو پرېکړه تر هغې وروسته وکړي چې هغه نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.
دا په داسې حال ده چې افغانستان لا هم د واک له سیاسي تشې سره مخامخ دی او بد وضعیت یې د دې هېواد په ټولو برخو منفي اغېز کړی دی. طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو او وايي، په هېواد کې د ټولشموله حکومت پر جوړولو یې سیاسي مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی.