د پاکستان بهرنيو چارو وزیر د افغانستان راتلونکې په اړه له نړيوالو سره خبرې کړې
شاه محمود قريشي د اګست په ۲۱مه له خپل روسي، ترکي، جرمن، بېلجيیمي، او هالينډي سيالانو او د اسلامي هېوادونو همکاريو سازمان (او ای سي) له عمومي سېکرټري سره په ټېلېفون خبرې کړې دي.