په کندز کې یو سوداګر د اوښانو فارم جوړ کړی
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یو سوداګر د یو میلیون ډالرو په ارزښت د اوښانو د ساتلو فارم جوړ کړی دی.دغه اوښان چې شمېر یې ۵۰۰ ته رسېږي، د شېرخان بندر د امو سیند په ځنګلونو کې ساتل کېږي.د دې فارم مسوول وايي، دا په افغانستان کې د اوښانو د ساتلو لومړنی فارم دی.
