سیاسي فعالان وایي په راروانو عامو انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستل ډېر مهم دي ځکه چې د انتخاباتي کمېشن له قوانینو سره سم، که په کومه حلقه کې په اچولو شویو ووټونو کې د ښځو د ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې په انتخاباتي عمل کې د ښځو پر رول خبرې شوې دي. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده.
د پاکستان یوې محکمې نن د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان د فساد په تور هر یوه په ۱۴ کاله بند محکوم کړل. د عمران خان تحریک انصاف ګوند وايي چې د محکمې د حکم په اساس پخوانی صدراعظم د راتلونکو لسو کلونو لپاره په دولتي څوکیو له کار کولو هم بې برخې شوی دی.
د پاکستان د احتساب یو عدالت پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۴، ۱۴ کلونو د بند او ورسره دواړو ته د يو ارب (مېلیارده) او ۵۷ کروړه روپۍ نغدي جرمانې سزا اورولې ده. بشرا بي بي د عمران خان درېیمه ښځه ده، دا راز عمران خان د بشرا بي بي دویم خاوند دی. نوموړې له مخکیني خاونده هم اولادونه لري. بشرا بي بي روحاني شخصیت ګڼل کېږي او ډیره پرده کوي. پر نوموړې د عمران د حکومت پر مهال د درغلیو نور تورونه هم لګېدلي ول خو هغه یې ردوي. د بشرا بي بي په اړه نور معلومات د رویټرز اژانس په دې ویډیويي راپور کې کتلی شئ... Читать дальше...
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې دا پوښتنه څېړل شوې چې ایا سياسي ګوندونو د نظریاتي وفادارۍ او که د مالي حېثېت په وجه امیدوران ټاکلي دي.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې او په بیانونو کې یې د ۶۰ زیات سرتېرو د وژنې او د مچ ښار د کنټرول دعوه کړې ده.
د سېوۍ د پولیسو د مشر مرستیال عنایت بنګلزي پرون مشال راډیو ته وویل چې چاودنه پر جناح سړک له ډاکخانې سره نېږدې د هغه ګوند د غړو او پلویانو تر تېرېدو لږ ساعت وروسته وشوه.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر خوشال زاده مېلمه کړی دی. نوموړی وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره یې ټول انتظامات کړي دي او د نتیجو غونډولو له برېښنايي نظامه یې نیمګړتیاوې لیرې کړې دي. دی وايي، دا ځل هم بهر مېشتي پاکستانیان په انتخاباتو کې رایه نه شي کارولای. بشپړه مرکه واورئ.
د پاکستان رسنۍ وايي چې د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د دواړو پرضد په هغه عدالت کې تازه مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.
د چین په شمال کې په کورواکه سیمه منګولیا کې د نوي قمري کال تر پیلېدو وړاندې مېله شوې چې پکې د اسونو د ځغاستې مقابلې ترڅنګ د موسیقۍ او ځینې نور پروګرامونه شوي دي. په چین کې نوی قمري کال د فبرورۍ پر ۱۰مه پیلېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبرپښتونخوا په چارسده کې انتخاباتي کمپاينونو روان دي. خلک هيله لري چې هر څه په امن کې ترسره شي ځکه چې په دې وروستیوو کې بريدونه زیات شوي دي. د چارسدې خلکو مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي چې هغه سیاستوال ته به رایې ورکوي چې د امن راوستلو او اقتصاد سمولو باور ورکړي. په دې اړه د شبیراحمد جان ويډيو راپور وګورئ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.