د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جنورۍ پر ۱۱مه په تازه راپور کې ویلي چې چارواکو رسنۍ تر فشار لاندې راوستې دي او ګواښي يې چې پر حکومتي ادارو او عدلیې به نيوکې نه کوي.
د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی هنرمند اصف حسين دی. نوموړی سندرغاړی، د موسيقۍ استاد او ترتیبوونکی دی. دی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې مشران يې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند له راجستانه پاکستان ته کډه شوي ول. نوموړی زياتوي، تقريباً ټولو پښتنو سندرغاړو ته يې سندرې جوړې کړې دي چې په وينا يې، ګڼې مشهورې شوې هم دي. په خپرونه کې د اصف حسين د ژوند او هنر په اړه غږېدلي یو او د ده جوړې کړې سندرې هم درخپروو.
د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د اوونيزې خبري غونډې پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې مولانا فضل الرحمان په "شخصي توګه" افغانستان ته تللی دی او د پاکستان حکومت یې د سفر ملاتړ نه کوي.
د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.
اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په لومړي ځل په ډاګه د ځینو هغو ښي لاسو وزیرانو غوښتنې رد کړې چې ګواکې محاصره شوې غزه په دایمي ډول ونیسي. په عین وخت کې د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري ترهګرې بلل شوې ډلې حماس پرضد د اسراییلو جګړې زور اخیستی دی.
ماهرنګ بلوڅې د هغه انلاین ملاقات په اړه پر اېکس ليکلي چې د ملګرو ملتونو استازې ته یې د حکومت د رویې، جبري لادرکيو، د پولیسو له لوري د بې بنیاده مقدمو او د پنجاب په تونسې کې د احتجاجیانو د بې درکه کولو په اړه شکایتونه وکړل.
د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سیمه یې ګڼ مېشته او د ولایت په کچه مهم کاروباري مرکز دی خو وګړي یې د ژوند لازمي اسانتیاوې نه لري. دوی وايي، لارې يې خرابې دي او تر اوسه دې سیمې ته برېښنا نه ده غځېدلې. دا راز د خلکو بې کاري ډېره ده او له مخکې وخت هم ځینې پروژې نیمګړې پاتې دي، چې باید بشپړې شي. د طالبانو د حکومت ولایتي چارواکي وایي، د ستونزو د حل هڅې کوي. ویډیویي راپور.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.