د بلوڅ ملتپال نیشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د جنورۍ پر ۱۹مه په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا په مهال د پاکستان او ایران ترمینځ پر وروستي تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه.
د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.
د ساینسپوهانو یوې ډلې د هسپانیې له کورواکه کناري ټاپو سره نېږدې په اوقیانوس سمندر کې داسې نوي ژوي موندلي دي چې انسانان ورڅخه پخوا خبر نه ول. دوی د تېر کال په وروستیو کې په اوبتل کې د جزیرې شاوخوا اوبو ته ښکته شول او وایي چې ځینې داسې ژوي یې هم موندلي چې یوازې په خوردبین (مایکروسکوپ) ښکاري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.