د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی راج محمد دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې دی او په "راجا استاد" مشهور دی. دی وايي، شاوخوا ۳۵ کاله يې پښتنو ته په حجرو کې ټپې او چاربیتې ويلي. د ده په خبره، کار يې سخت ځکه وو چې ټوله شپه به يې هارمونيم يا باجه په غاړه وه او په ولاړه به یې سندرې ويلې. راجا استاد پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې د پښتو اصيله موسيقي له پامه و نه غورځوي. د نوموړي خبرې او ځينې ټپې او غزلونه يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
په ایران کې د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د جنورۍ د درېیمې چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو یو ایراني چارواکي یې پړه پر امریکا او اسراییلو اچولې ده. خو واشنګټن په هغه پېښه کې د امریکا او اسراییلو د ککړتیا تور رد کړی دی. له بېلابېلو اژانسونو جوړ ویډیويي رپورټ. خبرداری: د دې ویډیو ځینې برخې ښايي د ځینو لیدونکو لپاره ځوروونکې وي.
په کندهار کې یو شمېر مسګران په افغانستان کې د دې دودیز او سنتي لاسي صنعت ورکېدو اندېښمن کړي دي. د دوی په وینا، د عصري وسایلو په راتلو سره دې صنعت ته د خلکو پاملرنه کمه شوې ده. یو شمېر فرهنګیان دا صنعت یو فرهنګي ارزښت بولي. نور په ویډیو کې:
د ماواری عدالت وژنو او جبري بې درکيو پر ضد اسلام اباد ته ورغلیو پرلتوالو شکايت کړی چې پولیس یې په تکليفوي. خو د احتجاجیانو مشرې ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر درېیمه د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې د ټولو مشکلاتو باوجود به خپل احتجاج ټول ملک ته غځوي.
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ ویلي دي چې پخوا یې هم د وسلوالو فعالیتونو غندنه کړې او اوس یې هم کوي. نوموړي د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د شمالي وزیرستان د امنیت چارې پولیسو ته وسپاري. د پاکستان پوځیان له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په هغه سیمه کې دی او وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. پولیس هم وايي چې هلته د امنیت ټینګښت هڅې کوي. د جنورۍ پر درېیمه په میرامشا کې وسلوالو د داوړ پر ګاډي ډزې وکړې. نوموړی د میرامشا تپي سیمې ته د انتخاباتي کیمپېن لپاره ورغلی وو. Читать дальше...
ملا شیرین اخوند د افغان طالبانو مشر ته نېږدی کس ګڼل کېږي. له هغه سره په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د استخباراتو چارواکي هم شامل دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.