د پشتین وکیلانو د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت په څلورم کېس کې هم د پشتین ضمانت منظور کړ خو له اډیاله جېله تر خوشې کېدو وروسته په نوي تور جهلم جیل ته یوړل شو.
د جنورۍ پر پینځمه په سوات کې عدالت د تحريک انصاف ګوند ۸۶ کانديدانو چې د نوماندۍ اسناد يې د ټاکنو کمېشن رد کړل ول، سم وبلل او په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.
په کراچۍ کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ بې وزله بنګالیانو ته وړیا او یا هم په خورا کمو پیسو تعلیم ورکوي. هغه وايي، درې کاله مخکې یې د خپل کور پر بام ماشومانو ته سبق ښوول پیل کړل او اوس شاوخوا ۵۰ شاګردان لري. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په فراه ولایت کې یو شمېر روږدي کسان وايي، د اعتیاد د پرېښودلو لپاره څو ځله روغتون او زندان ته لېږدول شوي، خو ونه توانېدل چې نشهيي توکي پرېږدي. د دوی په وینا، د امکاناتو نشتوالی، د درملنې پر وخت د اعتیاد پرېښودلو لپاره د کم وخت محدودیت او کار ته نه لاسرسی یې د اعتیاد د دوام لاملونه دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.