Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

نیویارک کې ځینې افغان مېرمنې: طالبان دې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي

0
په افغانستان کې د خپلو حقونو د عدالت غوښتنې لپاره د نجونو او ښځو له‌خوا په ځلونو د غږ پورته کولو وروسته، په بهر کې مېشتو افغان ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو په تالار کې  د پنجشنبې په ورځ ناوخته غونډه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د افغان ښځو حقونه ورکړي.


د ښځو د حقونو دې فعالانو ته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې بلنه ورکړې وه او د دې سازمان د استازو په ګډون یې، د مرستندویه بنسټونو او د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره نیویارک کې کتلي دي.


فوزیه کوفي، انیسه شهید، مریم صافۍ او اصیلا وردک له هغو مېرمنو څخه دي چې دې غونډه کې یې ګډون کړی او ټینګار یې کړی، تر کله چې طالبان نجونو او ښځو ته د کار او زده‌کړې اجازه ور نه کړي، حکومت دې یې په رسمیت نه پېژندل کېږي.


د افغانستان د مخکني حکومت د مرکچې پلاوې غړې فوزیې کوفي ازادي راډیو سره خبرو کې د دې غونډې د منځپانګې په اړه وویل: "افغان ښځو په دې غونډه کې د ښځو د ستونزو، بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او اړمنو ته د بشري مرستو په رسولو خبرې وکړې."




په دې غونډه کې ټینګار شوی چې نړۍ دې له خپل هغه اغېز چې پر طالبان یې لري، ګټه واخلي، څو د بشري حقونو ته درناوی وکړي.


د ښځو د حقونو فعالې او خبریالې انیسه شهید ازادي راډیو ته وویل، د غونډې له ګډونوالو یې وغوښتل شول چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره هڅه وکړي: "له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او امریکا وغوښتل شول چې د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه بې‌ پروا و نه اوسي او د بدلون لپاره یې کار وکړي."




د غونډې بلې ګډونواله اصیلا وردک وردک وايي، د ستونزو د حل لپاره یې له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، څو د طالبانو او افغان ښځو ترمنځ د خبرو زمینه چمتو کړي: "له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده، هغه ژمنې یې چې قطر کې کړې وې، اوس یې د عملي کېدو وخت راغلی او باید افغان نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې کار او زده‌کړه وکړي."


دوی وايي، د ملګرو ملتونو استازو د دې ستونزو د حل په برخه کې د خپلو هڅو او له طالبانو سره د ښځو د خبرو اترو د کېدو ډاډ ورکړی.


دا غونډه د 'ښځو، سولې او امنیت' په نوم د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړه شوې وه، خو د خبریالې انیسې شهید له قوله، هلته د افغان حکومت استازی نه و، څو ستونزو د نړیوالو تر غوږ ورسوي.


په افغانستان هم یو شمېر نجونې او ښځې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د دوی د حق په اړه له پورته شوې غږ ننګه کوي.


له دوی یوه سهیلا سحر: "زه هغه ښځې ستایم چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې یې ګډون وکړ او د افغانستان د ښځو له حقونو یې ننګه وکړه. موږ باید ټول یو ځای له طالبانو سره خبرې وکړو، څو خپلې موخې ته ورسېږو. دا اړینه ده چې نجونې ښوونځیو او ښځې کارونو ته ولاړې شي."


پرون هم په کابل کې یو شمېر نجونو او ښخو د خپلو حقونو د غوښتو لپاره د کابل په څلور لارو کې د 'کار، ډوډۍ او زده‌کړو' تر شعار لاندې کابل کې لاریون وکړ.


دا لومړی ځل نه دی چې افغان نجونې او ښځې د خپل حق اخیستو لپاره د عدالت غوښتنې غږ پورته کوي، بلکې له دې وړاندې هم ورته غږونه پورته شوي، خو ډېر کله د طالبانو له غبرګون او تاوتریخوالي سره مخ شوي.


د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ښځو غوښتنې پرځای بولي او ټینګار کوي چې حکومت یې ښځو ته د خوندي کاري چاپیریال برابرولو په لټه کې دی.


ده زیاته کړه، په ځلونو یې ویلي چې نجونو او ښځو ته به د زده‌کړو او کار زمینه برابرېږي.


طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په ځلونو دا ژمنه تکرار کړې، خو لا عملي شوې نه ده.


د طالبانو سرپرست حکومت اوس‌ مهال یوازې په محدودو ولایتونو او ادارو کې نجونو ته د زده‌کړې او کار اجازه ورکړې، خو په دې اړه یې یوه ټول‌شموله پرېکړه لا هم نه ده کړې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net