Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي سره د ملګرو ملتونو مرستې او د خلکو هرکلی

0
یو شمېر افغانان په ژمي کې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د مالي مرستو له نوي جوړ شوي پروګرام هرکلی کوي.


د ملګرو ملتونو دا نوی پروګرام ابادي نومېږي چې پر بنسټ به یې، مالي مرستې د طالبانو د حکومت پر ځای مخامخ او نغدي له بې‌‌وزلو او د کوچینو زیان سره مخ سوداګرو سره وشي.


خالداحمد کوهستاني چې په کابل کې یې د چاکلیټو او ځینو نورو خوراکي توکو د تولید کوچنۍ کارخونه درلوده وايي، د مخکني حکومت له ړنګېدو وروسته یې، کار سر و نه نیوه او مجبور شو، د خپلو هیلو دې وړې دنیاګۍ ته قفل واچوي.


د ده په خبره، نږدې ۲۰ کسان ورسره په کار بوخت وو، خو وروستیو کې یې روزګار دومره خراب شو چې د خپلو کار کوونکو معاش یې هم نه شوای پوره کولای: "خام مواد په بازار کې نه پیدا کېدل چې موږ یې د خپلو تولیداتو لپاره وکاروو، تر ټولو مهمه دا چې بازار کې خرڅلاو نه و. د خلکو اقتصاد کمزوری شوی و، موږ نه شوای کولی  خپل توکي په بازار کې وپلورو. نه مو شوای کولی چې د خپلو کارکوونکو معاشونه پوره کړو او د دفتر کرایه ورکړو. په همدې دلیل مو خپله کارخونه وتړله."


د خالد احمد په څېر کېدای شي سلګونه او ان زرګونه کسان وي چې همدې ډول کوچنۍ سوداګرۍ یې د ژوند څرخ روان کړی و او تر خوا یې ځینو نورو ته هم دنده ورکړې وه، خو اوس له څو تنو جوړ دا ډول واړه شرکتونه راکړه ورکړه نه‌لري.


په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته، یوه تر ټولو لویه اندېښنه د افغانستان اقتصادي سقوط دی، هغه چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه یې بدو پایلو ته وارخطا دي.


خو د دې ګواښ د مخنیوي لپاره هڅې او ښه خبرونه هم شته. پرون ملګرو ملتونو افغانستان کې له ژمي وړاندې د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره د مالي مرستو نوی پروګرام اعلان کړ.


دا پروګرام چې "ابادي" نومېږي د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا 'UNDP' جوړ کړی پر بنسټ یې، د طالبانو په مشرۍ د طالبانو د حکومت پرځای له هغو کسانو سره مرسته کېږي چې بې‌وزله دي او یا یې هم کوچنۍ سوداګري د ړنګېدو په کمر ولاړه ده.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازی عبدالله الدردادي ازادي راډیو ته وویل، دا پروګرام دا یقیني کوي چې د تېرو شل کلونو لاسته راوړنې له‌منځه ولاړې نه‌شي: " ابادي د ولسي اقتصاد پروژه ده. د ملګرو ملتونو ادارو لاس سره ورکړی، څو افغانانو ته د دې زمینه برابره کړي چې په دې سختو شرایطو کې په خپله ټولنه کې مالي سرچینو، دندو او خوندیتوب ته ورسیږی. ابادي د ملګرو ملتونو د بشري پروګرام ملاتړ کوي، خو دا به هم یقیني کړي چې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې لکه لاسه و نه وځي او افغانان مالي سرچینو، د ظرفیت جوړونې فرصتونو، بنسټونو جوړولو او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی ولري. دوی به دا وړتیا ولري چې پر خپلې ټولنې د اقلیمي بدلون له اغېزو او د اوسنیو شرایطو له ناوړه اقتصادي اغیزو سره مبارزه وکړي. دا د ابادي هدف دی."


د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا 'UNDP' مشر اکیم شټاینر د دې پروګرام د  اعلان پر مهال وویل، مالي مرستې به په څلورو برخو کې ولګول شي چې په کې د بې‌وزله دولتي کارکوونکو لاس‌نیوی، د وړو کار روزګار لرونکو سره مرسته، یا هغه چې غواړي نوی کار روزګار پیل کړي، د پاخه عمر لرونکو او هغوی چې د خطر سره مخ دي، په موقتي توګه ورته د معاش ورکول شامل دي.




ثناالله چې د لاثاني په نوم یې د تختو پلورلو کوچنی کار روزګار کاوه او اوس یې هټۍ نږدې ده چې وتړل شي، ازادي راډیو سره خبرو کې د دې پروګرام له پیل هرکلی وکړ: "د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده، څو له هغو کسانو چې کار روزګار یې زیانمن شوی، مرسته وکړي. دا کار به د دې لامل شي چې موږ بېرته په پښو ودرېږو."


طالبانو له دې وړاندې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د هر ډول بشري مرستو هرکلی کړی، خو د دې پروګرام د پیل په اړه یې خپل دریځ ازادي راډیو سره شریک نه کړ.


د افغانستان اقتصادي خوځښت تر ډېره په بهرنیو مرستو تکیه و، خو د طالبانو د رژیم له راتګ وروسته، دا مرستې په ټپه درېدلي چې د دې هېواد اقتصاد یې هم سخت ځپلی.


تر دې حده چې ان د طالبانو حکومت دولتي کار کوونکو ته د معاش له ورکولو عاجز دی.


د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خوا هم د روسیې له سپوټنیک اژانس سره مرکه کې ویلي، دوی یوازې د پوهنې او روغتیا وزارتونو ۹۰ سلنه کار کوونکو ته د معاش توان درلود.


د ده په خبره، که د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمه خلاصه نه شي، دوی نه شي کولی نورو پاتې دولتي کار کوونکو ته تنخوا ورکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net