Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

افغانستان کې د داعش د حملو په اړه اندېښنې زیاتې شوي، ایا نوې جګړه پيلېدونکې ده؟

0
له هغې وروسته چې کابل د طالبانو په لاس ولوېد د افغانستان ډېری وګړي هیله‌مند و چې دغه هېواد کې به امنیت تأمین شي.


طالبانو هم د اګسټ په ۳۱مه نېټه له افغانستان څخه د امریکا د وروستیو سرتېرو په وتلو سره جشنونه ونیول.


دوی وويل چې د افغانستان اوږده جګړه‌یې پای ته ورسوله.


خو په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د حملو زیاتېدو په افغانستان د یوې بلې جګړې د پیل اندېښنې زیاتې کړې دي.


په وروستي برید کې چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات چاودنه وه چې ۵۰ تنه په‌کې ووژل شول.


دا حمله چې د اکټوبر په ۱۵مه نېټه وشوه په‌کې ۷۰ تنه نور ټپیان شول.


شوکت علي د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، هغه ازادي راډیو ته وويل: "زوی مې څو شېبې وړاندې په هوش راغی او راته‌یې وويل چې د لمانځه وخت و. زه ولاړم چې دروازه بنده کړم ومې لیدل چې د جومات صحن ته‌یې لاسي بمونه اچول او ډزې یې کولې او وروسته د جومات په منځ کې چاودنه وشوه."




شوکت علي د طالبانو له حکومت څخه د ځان او نورو افغانانو د ژوند د خوندي ساتلو غوښتنه کوي.


دا د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د داعش ډلې په لاس دوهمه لویه خونړۍ حمله وه چې په‌کې شیعه مذهبه افغانان په نښه شول.


داعش ډلې د اکټوبر په اتمه نېټه په کندز ولایت کې هم د شیعه‌ګانو یو جومات هدف وګرځاوه چې په‌کې له ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.


طالبانو تر دې پخوا ويلي دي چې داعش جدي ګواښ نه‌دی او ډېر ژر به‌یې ټغر ورټول کړي.


خو د دغې ډلې د حملو زیاتوالي عام افغانان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي.


بریالی بهادري د پروان ولایت اوسېدونکی وايي: "داعش د ټول افغانستان لپاره یو جدي ګواښ دی او حتی د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم خطر پېښوی. داعش اوس له افغانستان څخه د سرتېرو د راټولولو په حال کې دی او نسبت پخوا ته‌یې نفوذ زیات شوی دی ځکه چې د هېواد امنیت ښه نه‌دی."


د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ اختلاف او د داعش ډلې د خراسان څانګې حملو تر ډېره له خلکو قرباني اخیستې.


په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې یو مدني فعال ووژل شو چې مسؤلیت‌یې داعش دلې منلی دی.


ننګرهار له پاکستان سره ګډه پوله لري او په وروستیو کې د طالبانو او داعش ډلې د جنګیالیو د جګړو مرکز ګرځېدلی دی.




د داعش د خراسان څانګې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې په ننګرهار ولایت کې سر راپورته کړ او خپل فعالیت‌یې نورو سیمو لکه جوزجان او کونړ ته وغځاوه.


دا ډله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې تضعیفه شوه، خو اوس یو وار بیا د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.


کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د نه‌شتون په خاطر او همداراز د داعش ډلې د سلګونه غړو په خوشې کېدو سره د تندلارو فعالیت بېرته افغانستان کې زياتېږي.


د جورج واشنګټن په پوهنتون کې د تندلارو ډلو په اړه محقق ندرو ماینز ازادي راډیو ته ویلي که په افغانستان کې د داعش دلې د حملو مخه ډب نه‌شي په راتلونکو میاشتو کې به لسګونه زره افغان یا مړي او یا به کډوال کېږي.


د ماینز په باور چې د داعش ډلې غړي په ناغوښتلې توګه کابل ته د طالبانو په راتګ سره ازاد شول او همدغو کسانو د وروستیو حملو په ترسره کولو کې لاس درلود.


شنونکي په دې باور دي چې د داعش ډلې د خراسان څانګه د فرقه‌يي اختلافاتو د راپارولو په هڅه کې ده څو د طالبانو حکومت له ننګونو سره مخ کړي.




په واشنګټن کې د جېمز ټاون بنسټ یو غړی جیکوب زین وايي په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ په زیاتېدو سره د طالبانو مشروعیت تر سؤال لاندې ځي.


تر اوسه د طالبانو حکومت د هېڅ ډلې له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.


له بل لوري طالبان د اقتصادي ماتې او له یوه وېجاړوونکي بشري بحران سره مخ دي.


له امنیتي اړخه داعش جنګیالي د طالبانو لپاره یو سرخوږی دی.


د طالبان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکیې انادولي خبري اژانس ته ویلي چې داعش ډله نظامي ځواک نه‌لري، خو هڅه کېږي چې اوسنی دولت ورته ضعیف ښکاره کړل شي.


ده زیات کړه: "داعش په افغانستان کې کوم مرکز نه‌لري، خو ورته تبلیغات کېږي څو د افغانستان حکومت ورته ضعیف وښوول شي. پر حکومت له بهره فشار زیاتېږي او داعش له دغه فشار روحیه اخلي."


په ټوله کې داعش د هغه عامو وګړو لپاره ګواښ دی چې اوس‌مهال له لوږې، امنیتي ستونزو او کډوالی سره مخ دي.


طالبانو له دې پخوا ویلي و چې داعش به په افغانستان کې ختم کړي.


خو لا مشخصه نه‌ده چې طالبان څومره په دې توانېږي چې دا اسلامي تندلارې ډله وځپي او په ټول افغانستان کې امنیت تأمین کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net