Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

له افغانستان د امریکايي سرتیرو وتل؛ امریکايي استازو له بایډنه سپیناوی غوښتی

0
له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو موضوع، د جمهور رییس جوبایډن د حکومت لپاره په یوه جنجالي پروسه بدله شوې.


د ښاغلي بایډن اداره نه ده‌ توانېدلې چې په کور دننه په دې اړه د یوه روښانه سپیناوي په ورکولو سره د ټولو ښکېلو اړخونو قناعت خپل کړي.


تازه د مک‌کانل په مشرۍ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ۳۹ کسیزې ډلې چې ټول یې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي، یوه څېړنیز لایحه چمتو کړی او د جمهور رییس جو بایډن له حکومته یې غوښتي، څو له افغانستانه د وتلو په اړه ټول معلومات او سندونه چې له دوی سره شته، د استازو جرګې ته وسپاري.


دا څېړنیزه لایحه چې د پوښتنو په ډول ترتیب شوې، له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل لویه ناکامي بولي او زیاتوي، دا باید روښانه شي چې د دې ماتې لامل څه و؟




په دې لایحه کې لیکل شوي، د امریکا حکومت باید له افغانستانه د وتلو په اړه ټولې هغه مشورې چې له ناټو او د دوی له متحدانو سره شوي او د هغوی له‌خوا مطرح شوې اندېښنې د استازو جرګې په واک کې ورکړي.


د دې لایحې د څېړنې یوه بله برخه، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اوسنیو اړیکو ته ده او د جمهور رییس جو بایډن له حکومت غواړي، څو روښانه کړي چې طالبان د القاعده، حقاني شبکې او داعش په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره څه ډول اړیکې لري.


د دې سپیناوی هم غوښتل شوی چې ایا دا ډلې اوس‌مهال د امریکا او د دوی نړیوالو شریکانو ته څومره ګواښ دی؟


دا لایحه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه نېټه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون ته هم اشاره شوې او پوښتل شوي چې په دې تړون کې د طالبانو له‌خوا شوې ژمنې په ځانګړي ډول، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون څومره عملی شوی دی؟


د دې تر خوا د افغانستان د نیولو پرمهال د طالبانو له لوري له زندانونو د خوشې شوېو ترهګرو، له دې ډلې د القاعده او داعش د شمېر په اړه هم پوښتنه شوې.


د جمهور ریس جو بایډن حکومت په دې اړه هم پوښتل شوی چې د افغانستان د قانوني دولت په توګه د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندنې لپاره کوم ډول ژمنتیا لري؟


د امریکا د استازو جرګې دا وضاحت هم غوښتی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد څارنې، پېژندنې او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په اړه د امریکا متحده‌ ایالات له کوم هېواد، اډې او یا هم بانډ سره تړون لري او د دې ماموریت لوژستیکي اسانتیاوې څه ډول چمتو کېږي؟


له افغانستان د وتلو امریکايي عسکرو، دوی د افغان کار کوونکو او اوس‌مهال هلته د مېشتو دې ډول وګړو شمېر بله پوښتنه ده چې د امریکا د استازو جرګې مطرح کړې ده.


د امریکا او متحدانو لویه اندېښنه یې له افغانستان خپل امنیت ته د ور پېښو ګواښونو په اړه ده، خو طالبان ډاډ ورکوي چې دوی د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ نه دي.


د طالبانو په مشرۍ حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده. هغه دا ده چې اسلامي امارت هېڅ هېواد ته که هغه ګاونډیان یا هم بهرني دي د زیان رسولو پالیسي نه لري. د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او همدې اصل ته ژمن یوو. موږ له امریکا او نورو هېوادونو غواړو چې خپلو اندېښنو ته د خبرو له لارې حل لار ولټوو. "


له دې وړاندې هم د امریکا کانګرس د دفاع او بهرنیو چارو وزیران او لوړ پوړي چارواکي څو ځل ور بللي چې له افغانستانه د وتلو د بهیر په اړه وضاحت ورکړي.


د امریکا په کانګرس هم یو شمېر امریکايي پوځي چارواکو له افغانستانه وتل، سټراټېژیکه ماتې بللې وه، خو د امریکا جمهور رییس جو بایډن په ځلونو له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو ننګه کړې او وايي، د امریکا لپاره تر ټولو غوره پرېکړه، له افغانستان وتل و.


د امریکا د استازو جرګه داسې مهال د ښاغلي بایډن له حکومت له افغانستانه د وتلو په اړه سپیناوی غواړي چې سبا د اکټوبر اوومه ده. هغه نېټه چې امریکايي عسکرو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ړنګولو لپاره عملیات پیل کړل.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net