وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، پر افغان نجونو او مېرمنو يې په بېلابېلو برخو کې په تدريجي ډول سخت بنديزونه ولګول.
يو شمېر افغانې نجونې انځورګرې چې په بېلابېلو هېوادونو کې اوسيږي د خپلو رساميو له لارې د هغو بېوسو افغانو نجونو ارمانونه انځور کړي دي چې افغانستان کې اوسي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د سهشنبې په ورځ د مارچ په ۷مه نېټه پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې، د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه به د روانې میاشتې په۲۵مه نېټه وي.
کرېکټ بورډ زیاتوي، دوه نورې لوبې به هم د مارچ په ۲۷مه او ۲۹مه نېټه ترسره شي.
دغه سیالۍ چې د افغان کرېکټ بورډ په کوربهتوب پیلیږي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې به ترسره شي.
په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف له قوله لیکل شوي: "له تېرې څه مودې راهیسې مو په پر لهپسې توګه له پاکستان کرېکټ بورډ سره خبرې اترې او بحثونه وکړل. Читать дальше...
کندهار کې مېرمنې د ښاري ټکسي موټرونو په ډکیو کې له یو ځای څخه بل ځای ته سفر کوي، په داسې حال کې چې ډکۍ په موټرونو کې د اضافه توکو او بکسونو د اېښودلو لپاره وي.
يو شمېر مېرمنې وايي، په ډکیو کې تګ ورته ګران دی او دوی ته سخت تکلیف ورکوي.
بلخوا د کندهار اوسېدونکي وايي، که چېرې په ښار کې ملي بسونه فعال کړی شي، نو ښځې به د ټکسي د ډکیو پر ځای د ښاري بسونو په سیټونو کې سفر وکړي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ځینې ښځې د اقتصادي ستونزو او د خپلو کورنیو د سرپرست د نشتوالي له امله په کندز ښار کې خیرات ټولوي.
دوی وايي، که د طالبانو حکومت دوی ته د کار زمینه برابره کړي، سوالګري به پرېږدي.
له دغو مېرمنو یوه هم څلوېښت کلنه شاه جان ده چې وايي، زده کړې يې نهدي کړي او د کورنۍ د سرپرست د نشتوالي له کبله سوالګري ته اړه شوې ده.
نوموړې وايي: "زه کونډه یم او ۷ تنه یتیمان را له غاړې دي. د کورنۍ سرپرست نهلرم. مېړه مې مړ شوی دی. د بېوزلۍ له امله د کندز ښار په واټونو کې له سهاره تر ماښام پورې سوالګري کوم. د ورځې... Читать дальше...
د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش به سبا چهارشنبې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د دغه هېواد له ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره وګوري.
ويل شوي، په دې کتنه کې به له مسکو سره د شوې هغې هوکړې د غځېدو په اړه خبرې وشي چې د اوکراین د تورسمندرګي له بندرونو د دې هېواد د غلو صادراتو ته اجازه ورکوي.
د ملګروملتونو ویاند سټیفان دوچاریک وویل، ګوتېرش اوکراین ته پر لاره نن پولنډ ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه، ګوتېرش به د دغې هوکړې د غځېدو پر ټولو اړخونو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
د څلورو میاشتو لپاره... Читать дальше...
د مارچ اتمه د ښځو لپاره د بریاوو ورځ ده، دا ورځ په نړۍ کې ځکه د ښځې د ورځې په نوم لمانځل کېږي چې په دې ورځ ښځو خپل یو شمېر حقونه ترلاسه کړي دي.
نن موږ د دې ورځې د لمانځلو په پلمه د هغې زابلۍ پېغلې سره خبرې کوو چې خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې يې ډیر زحمتونه ګاللي دي.
د هنګري د پارلمان یوې کمېټې نن د سویډن د پارلمان له رئیس سره له کتنې وروسته چې، د هنګري د واکمن ګوند د سیاسي اختلافاتو د هواري لپاره ترسره شوې، وویل په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د غوښتنلیک ملاتړ کوي.
د هنګري د پارلمان یو شمېر وکیلانو په دې اړه شکونه ښودلي چې، ایا په ناټو کې د سویډن او فنلنډ چې د دوی په خبره دواړو د هنګري د ډیموکراسۍ په اړه بربنډ درواغ ویلي، د غړیتوب د غوښتنلیکونو ملاتړ وکړي.
دواړو هېوادونو وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، په دې تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل.
د کار نړیوال سازمان یا ILO وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېر۲۰۲۲ کال په وروستیو درې میاشتو کې د ښځو کاري فرصتونه د ۲۰۲۱ کال د همدې مودې په پرتله ۲۵سلنه کم شوي دي.
د ښځو د کاري فرصتونو د کمېدا مهم لاملونه د طالبانو لهخوا پر ښځو د کار او زدهکړې په برخو کې زیات شوي محدودیتونه یاد شوي دي.
د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان جګپوړي همغږي کونکي رامین بهزاد د افغانستان د ۲۰۲۲ کال له ارزونې سره یو ځای په یوه بیان کې ویلي چې، په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه د دوی د زدهکړې او د کار د بازار پر امکاناتو سختې اغېزې کړي دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي دغه خبرې په اوس وخت کې څه معنا لري؟
زموږ همکار محمد خاطر پردېس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې له ښځینه فعالې ښایسته صافۍ نه مطرح کړې ده.
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ازبکستان پلازمېنه تاشکند نن سهشنبه د افغانستان په اړه د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو کوربه و.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په دې ناسته کې د افغانستان په سیاسي وضیعت، تل پاتې سولې، د سیمې د هېوادونو په اندېښنو او افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي بحث شوی.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ګډون کوونکو له افغانستان سره د ښو اړیکو په درلودو ټینګار کړی.
سره له دې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په اړه نور جزییات نهدي ورکړي خو ويل شوي چې،... Читать дальше...
په کابل او پکتیکا کې نن یو شمېر نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا پر دوی د لګول شویو سختو بندیزونو په غبرګون کې اعتراضونه کړی.
يو شمېر افغان معترضو نجونو او ښځو په خپلو غږونو د کابل په واټونو کې خپور شوی سکوت مات کړ.
دوی د عدالت او برابرۍ غوښتنه کوي او پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د سخت دریځې کړنلارې پر بنسټ، لګول شوي بندیزونه غندي.
دوی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مخته را ټولې شوې وې وايي، محرومیت د دوی حق نهدی.
له معترضو یوې یې چې ویې نهغوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
د ښوونځي يوه زدهکوونکې چې د طالبانو حکومت د نورو زرګونه نجونو په څېر په دې هم له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړلي، خو وړه خور یې چې له شپږم په ښکته ټولګي کې زدهکړې کوي ښوونځي ته د تګ چانس لري.
نوموړې وايي، د کوچني خور لپاره یې د ښوونځي د پیل هیڅ تیاری نهدی نیولی.
دا چې نهغواړي په راپور کې يې نوم خپور شي وايي، د نجونو د زدهکړو په برخه کې د طالبانو د حکومت د محدودیت له امله یې له زدهکړو سره د کوچنۍ خور مینه هم کمه شوې ده.
نوموړې وايي: "زه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د زدهکړو... Читать дальше...
د کوټې د سېول روغتون ویاند ډاکټر وسيم بېګ مشال راډیو ته ويلي چې د کور د ګېس پايپ څخه ګېس خور شوی دی چې په نتیجه کې چاودنه شوې ده.
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان باید نن پر ده د فساد د تورونو په قضیه کې د ځواب ویلو لپاره د اسلاماباد محکمې ته ورغلی وای خو نوموړی نن محکمې ته نهدی حاضر شوی.
ظاهرا د ده هدف یو حقوقي مانور و، څو توقیف نهشي.
قاضي ظفر اقبال غوښتنه کړې وه چې، عمران باید شخصا د صدراعظم په توګه د کار په دوره کې نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال د ترلاسه شویو تحفو د پلورلو د تورونو په اړه ځواب ویلو ته حاضر شي.
همدې قاضي تېره اوونۍ د عمران خان د نیولو حکم ورکړی و، په داسې حال کې چې پولیسو ته د هغه د نیولو امر یوازې اوسنی صدراعظم کولای شي. Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د زندانیانو د تبادلې په دوام نن سهشنبه ۱۸۹ افغانان چې په ایران کې زنداني وو، د اسلام قلعه په بندر کې دوی ته سپارل شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دا کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو مذاکراتو او توافق په پایله کې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي.
هغه وویل: "دا توافق څو ورځې وړاندې د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران... Читать дальше...
یو شمېر نجونو او مېرمنو نن سه شنبه کابل کې اعتراضونه پیل کړل.
دوی د "ښځه، زده کړه، کار او ازادي" شعارونه ورکول.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کوشاني څېړنو د مرکز د انتوګرافۍ موزیم مشر څېړوندوی فرید الله نوري نورستانی د څلوېښتو کلونو په عمر وفات شو.
نوموړي تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په یو روغتون کې ساه ورکړه او نن د کابل د ګوسفندرۍ په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه په جنازه کې چې نن یوه بجه وشوه ګڼو فرهنګي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو او د علومو اکاډمۍ غړو برخه اخیستې وه.
که څه هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هغه د مړینې په اړه د خواخوږۍ کوم رسمي پیغام نهدی خپور کړی خو د علومو اکاډمۍ پخواني رئیس ظاهر... Читать дальше...
د ځینو هغو کسانو کورنۍ چې د طالبانو لهخوا نیول شوي، د طالبانو له حکومته غواړي چې برخلیک یې معلوم کړي او هغوی چې تريتم دي، که چېرې د دوی په بند کې وي خوشې دې يې کړي.
د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې له څو ورځني زندان وروسته یوه ورځ مخکې د طالبانو له بنده ازاد شو وایي، اوسمهال له رواني پلوه په داسې وضعیت کې نهدی چې له رسنیو سره مفصلې خبرې وکړي.
اسماعیل مشعل د سلواغې په دیارلسمه نېټه نیول شوی و.
د نوموړي د دفتر مدیر په دغه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو "نن شاوخوا دولس بجې طالبانو استاد مشعل هغه... Читать дальше...
د پېښور پوهنتون زده کوونکي د مارچ پر اوومه نېټه د احتجاج په توګه له ټولګيو څخه بايکاټ وکړاو په مظاهره کي يې په پوهنتون کې امنيت غوښتنه وکړه. دا احتجاج تر هغې وروسته شوی چې د مارچ پر پينځمه د پېښور پوهنتون يوه امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنیت لپاره د سېګما په نامه شخصي کمپنۍ (شرکت) یو مشر ثقلین بنګښ وواژه.
د مارچ پر شپږمه، د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنیټ په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه خپل دويم راپور وړاندې کړ.
انټونیو ګوټېریش زیاتوي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېریش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي.
ګوټېریش چې پرون یې 'د ښځو د وضعیت کمېسیون' ته وینا کوله وویل، وروستیو کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد او د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس له واضحه پیغامونو سره افغانستان ته سفر کړی و.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد له یوه پلاوي سره په جنوري میاشت کې افغانستان ته تللې وه او له طالبانو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د ښځو حقونه د ورکېدو په حال کې دي.
انټونیو ګوټېریش بېګا د ښځو د وضعیت د څېړنې په هدف د ملګرو ملتونو په نوښت د سي ایس ډبلیو په نوم غونډې ته په وینا کې وویل په دې هېوادونو کې ښځې او نجونې عملاً له ټولنیز ژوند څخه حذف شوي.
هغه زیاته کړه، داسې مهال چې په نړۍ کې جنسیتي مساوات په پراخېدو دی، په دې هېوادونو کې له ښځو سره واټن نور هم زیات شوی.
د سرمنشي مرستیالې او د ملګرو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د اوکراین پر بخموت ښار د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ژمنه کړې چې د ختیځې دونېڅک سیمې د دې کلابند شوي ښار دفاعي لیکې به نورې هم پیاوړې کوي.
زیلینسکي په خپله بېګانۍ وینا کې وویل چې ده او پوځي قوماندانانو یې پتېیلې چې له بخموت څخه به نه وځي ځکه د ده په وینا له دې ښاره وتل د دوی پلان نه دی.
په عین حال کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، سرتېرو یې له پرون راهیسې د روسیې ۱۴۰ حملې شنډې کړې دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې په خوارځواکۍ د اخته امیندوارو او شیدې ورکونکو مېرمنو شمېر ۲۵ فیصده زیات شوی دی.
یونېسف په دې اړه خپل راپور کې چې نن سې شنبه خپور شو ویلي، دغه مېرمنې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې اوسېږي.
نور هېوادونه بورکینافاسو، چاد، ایتیوپیا، کینیا، مالي، نایجر، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان او یمن یاد شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په خوارځواکۍ د اخته مېرمنو شمېر له پنځه نیم میلیونو څخه شپږ میلیونه او نهو لکو ته رسېدلی دی. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Фитнес прокачивает онлайн // Благодаря чему растет спрос на видеотренировки
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Саснович вышла в третий раунд турнира WTA-1000 в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве
Путин в России и мире
Москва
Обучила 24 женщин-снайперов: Кто сидел на параде рядом с Путиным?
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко назвал ТЯО исключительно оружием сдерживания
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Бато Багдаев
Театр и дети, Культура и Россия:
Об артисте госцирка Бурятии Саяне Дондокове
Москва
Губернатор Московской области Воробьев: Неизвестно, что будет на месте «Крокус Сити Холла»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net