د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې
انټونیو ګوټېریش بېګا د ښځو د وضعیت د څېړنې په هدف د ملګرو ملتونو په نوښت د سي ایس ډبلیو په نوم غونډې ته په وینا کې وویل په دې هېوادونو کې ښځې او نجونې عملاً له ټولنیز ژوند څخه حذف شوي.
هغه زیاته کړه، داسې مهال چې په نړۍ کې جنسیتي مساوات په پراخېدو دی، په دې هېوادونو کې له ښځو سره واټن نور هم زیات شوی.
د سرمنشي مرستیالې او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې سیما باهوس د غونډې په پرانیستونو کې غونډه کې وویل چې طالبانو د هغو افغان مېرمنو د کورونو دروازې په نښه کړې دي چې د خپلو حقونو لپاره یې غږ اوچت کړی. د سي ایس ډبلیو غونډه پرون پیل شوه او د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.
