هلمند کې طالب سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې، یو کس د برښنا د شارټۍ له امله مړ شوی.
د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
خبرپاڼه کاږي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د سردار ګل په نامه یو کس چې، د مسجد برښنا یې جوړوله برښنا نیولی او ژوند یې ترې اخیستی.
په سوریه کې د امریکا د پوځ په هوايي حملو کې د ایران پلوه ملېشو ۱۴ وسلهوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دا حمله د هغې بېپیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې شوې ده چې، یو امریکایی قراردادي یې وواژه.
پنټاګون مخکې له دې ویلي وو، یو امریکایی د سوریې د شمال ختیځ په هساکه سیمه کې د ایران د کامیکازې ډوله بېپیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی او پنځه سرتېري یې ټپیان شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اوسټین پرون وویل، ده د ولسمشر جوبایډن له امر سره سم د ایران د سپاه پاسداران ځواک د ملګرو ملېشو پر مرکزونو د حملو دستور ورکړ. Читать дальше...
په داسې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په افغانستان کې له اړو کسانو سره د بېړنیو مرستو خبره کوي، چې یو شمېر اړمن کسان د مرستو له نه رسېدلو شکایت کوي.
شپږ وېشت کلن اسد الله د کابل ولایت د خواجه بغرا اوسېدونکی اوسمهال بېکاره دی او په کرایي کور کې ژوند کوي.
ده ازادي راډيو ته وویل، څو ځلې یې د مرستو رسولو اړوندو دفترو ته مراجعه کړې خو هیڅ کومه مرسته یې لاسته نهده راوړې.
نوموړی وايي: "مرستې چاته رسیږي، رئیس صاحبانو ته رسیږي، هغه کسان چې لوړ منزلونه او شخصي کورونه لري هغوی ته رسیږي،... Читать дальше...
د درې ملکونو تر ۱۹ کلونو د کمعمره لوبډلو ترمنځ په پیل شویو سیالیو کې نن د افغانستان او بنګلهدېش لوبډلې سیالي کوي.
د نن ورځې سيالي چې د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې پیل شوې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه.
بنګلهدېش د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کې ۲۹۲ منډې جوړې کړې.
د بنګلهدېش لپاره عارف الاسلام ۱۰۵ ناسوځېدلې او احرار امین بیا ۸۷ منډې وکړې.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې خلیل احمد ۳، یما عرب، نعمان مومند او کامران هوتک یوه ـ یوه وېکټ وسوځوله.
دا درې اړخیزې سیالۍ... Читать дальше...
یو شمېر ښځې وايي، په تېر جمهوري نظام کې به د تراویح او ان د جمعې لمونځ لپاره د کابل ښار بېلابېلو جوماتونو ته تلې.
دوی وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، تېر کال کله چې دوی د طالبانو لهخوا جومات ته له تلو څخه منع شوې، اوس د روژې په میاشت کې په کورونو کې د تراویح لمونځ ادا کوي.
دا مېرمنې وایي، په تېرو کلونو کې ښځې او نارینه د تراویح لمونځ د ادا کولو لپاره یو ځای جوماتونو ته تلل او د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره به په جوماتونو کې بېل ځای جوړېده.
د کابل ښار اوسېدونکې، نفيسې ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
امریکايي چارواکي ادعا کوي چې، لا هم په افغانستان کې د دوی اتباع شته او ځينې یې له طالبانو سره بندیان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته کړي.
بلېنکن کمېټې ته دا هم ویلي چې، یو شمېر امریکایان د طالبانو لهخوا توقیف شوي او واشنګټن د دوی د ازادۍ لپاره کار کوي.
نوموړي ويلي: "ډېری امریکایان دي چې طالبانو په وسیله ګواښل کېږي، موږ د هغوی امنیت لپاره کار کوو، بل دا چې له موږ نه د هغوی د هویت د پټ ساتلو غوښتنه شوې ده او... Читать дальше...
کندهار ښار کې یو ځوان د ماشومانو لپاره درې کتابتونونه جوړ کړي دي. د نجونو په ګډون، لسګونه ماشومان هره ورځ دغو کتابتونونو ته ځي ترڅو د زده کړې ترڅنګ، د خپلې خوښې کتابونه په وړیا توګه ولولي.
نور جزیات په دې راپور کې
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ویلي دي چې، د پاکستان پر وړاندې سیالۍ به له فشاره ډکې وي، خو د ټولې لوبډلې لپاره ډېرې مهمې سیالۍ هم دي.
ښاغلي خان د پنجشنبې په ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي دي چې، د پاکستان په څېر پیاوړو لوبډلو سره شل اوریزې سيالۍ کول يوه ښه موقع ده.
نوموړي په ځانګړي توګه د ځوانو لوبغاړو لپاره دا یو امتحان بللی او ویلي دي چې، د کرېکټ د سترو لوبډلو پر وړاندې ښې سیالۍ کول به دوی ته د لا پرمختګ زمینه برابره کړي.
راشدخان وايي، له دې سیالیو اصلي موخه دا ده چې، د... Читать дальше...
دا رزګان په مرکز ترینکوټ کې د ورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت رالوېدو له امله یوه اته کلنه نجلۍ موه شوې او یوه ښځه او یوه بله کوچنۍ نجلۍ ژوبلې شوې دي.
د ارزګان ولایت د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډیو ته وویل، یاده پېښه نن سهار شپږ بجې د لومړۍ حوزې اړوند د محبس په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، امنیتي مسولینو ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته رسولي دي.
حماس زیاتوي چې پېښه د دوامداره اورښت له امله رامنځته شوې.
چارواکي دا ردوي او وایي چې پر ماهل بلوڅې یې تشدد نه دی کړی.
د اوکراین د ختیځې سیمې دونېڅک پر یوه ښار د روسي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر نن راپور ورکړ چې د S-300 ډوله توغندي دا برید په کوستانتینیفکا Kostyantynivka ښار کې د بشري مرستو پر یوه مرکز شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې په قربانیانو کې درې هغه مېرمنې هم شاملې دي چې په دې مرکز کې یې پناه اخیستې وه.
د بشري مرستو مرکزونه چې لومړني اساسي خدمات لکه اوبه او برښنا برابروي د اوکراین د حکومت لهخوا په ځینو سیمو کې د جګړو له بېځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره جوړ شوي دي.
د سربیا د ګمرک چارواکي د هغو ۹ تنو غیرقانوني کډوالو د موندلو خبر ورکوي چې په یوه لارۍ کې په المونیمي رولونو کې پټ شوي وو.
د چارواکو په وینا دا لارۍ له یونان څخه پولنډ ته روانه وه.
له شمالي مقدونیې سره پر پوله د سربیا د ګمرک مامورینو نن په یوه بیان کې وویل، دا کډوال یې چې افغان، پاکستاني او سوریایي ځوانان دي، د چهارشنبې په ورځ د لارۍ د باډۍ د تفتیش پر مهال وموندل.
سربیا د هغې لارې په زړه کې پروت دی چې، غیرقانوني کډوال اروپا ته د تګ پر لاره پرې تېرېږي.
په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ مسولین وايي، د لومړنیو خوراکي توکو پر بیو څار لري، خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي د روژې د میاشتې په را رسېدو د لومړنيو خوراکي توکو بیې د پخوا په پر تله لا لوړې شوې دي.
د کابل ښار يو اوسېدونکی ضیا الله وایي، د روژې په میاشت کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي دي.
د ده په خبره د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ، په نرخنامې او بازار سم څار نه درلودل د دې لامل شوي چې، هر دوکاندار په خپل سر اجناس وپلوري.
نوموړی وايي:... Читать дальше...
د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، دغه هېواد د افغانستان او ایران د هغو ښځو تر څنګ ولاړ دی چې له تاوتریخوالي سره مخ دي او اساسي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.
جو بایډن په واشنګټن کې د "ښځود تاریخچې میاشت" په مناسبت په خپله وینا کې چې د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په ټویټر کې خپره شوه وویل، په نړۍ کې د ښځو لپاره د جنسیتي برابرۍ د وضعیت ښه کولو لپاره یې درې ملیارده ډالر ځانګړي کړي دي.
ښاغلي بایدن وویل: "موږ د ایران او افغانستان د هغو ښځو تر څنګ ولاړ یو چې له داخلي تاوتریخوالي سره مخ دي او د دوی... Читать дальше...
وروسته له دې چې سعودي عربستان له ایران سره د اړیکو د عادي کولو لپاره په خبرو کې پرمختګ وکړ، دا هېواد اوس غواړي چې له سوریې هم اړیکې ترمیم کړي.
عرب لیګ، په ۲۰۱۱ کې د بشار اسد د رژیم له لوري د اعترا ض کوونکو د بې رحمانه ځپلو په غبرګون کې په دې اتحادیه کې د سوریې غړیتوب وځنډاوه.
د امریکا متحدهایالتونو او د سعودي او قطر په شمول یو شمېر عرب متحدانو یې د سوریې د حکومت د مخالفانو ملاتړ کاوه خو بلې خوا ته روسیه د بشار اسد د رژیم تر ټولو مهمه متحده ده.
څه موده وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...
د پروژې مسوولینو د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو په دې ۷ پروژو شاوخوا ۴۶ نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
پاکستان د لوبې تر پیل څو ساعته وړاندې د افغانستان پر وړاندې لومړۍ شل اوریزې سیالۍ ته خپله ۱۱ـ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د پاکستان کرېکټ ادارې په رسمي فېسبوک پاڼې په یوه خپره شوې ویډیو کې د یاد هېواد لوبډلمشر شاداب خان د افغانستان پر وړاندې لومړۍ سیالۍ ته د یولس کسانو نومونه په ډاګه کړل.
شاداب خان د نننۍ لوبې لپاره په اعلان شوې لوبډله کې د صایم ایوب، محمدحارث، عبدالله شفیق، طیب طاهر، اعظم خان، عماد وسیم، فهیم اشرف، نسیم شاه، زمان خان او احسان الله نومونه اخيستي دي.
په اعلان شوې لوبډله کې احسان... Читать дальше...
عمران ویلي، اسلام اباد، لاهور او د پنجاب په نورو برخو کې یې د ګوند ۷۴۰ غړي پولیسو نیولي دي
د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوند په خپل تازه فرمان کې ويلي چې، د ومان بوټي په ګډون دې ټول نیول شوي نشه يي مواد وسوځول شي.
له دې فرمان سره سم د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د فراه ولایت په بکوا او خاک سفید ولسوالیو کې د ومان بوټي پر زېرمو او کارخانو عمليات پيل کړي دي.
په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت یو ځايي قوماندان چې نهغواړي نوم يې په راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته وويل، په دې عملیاتو کې د ومان بوټي ټولې ذخيرې او د دې تر څنګ د ښیښې او هيرويينو کارخانې سوځول کېږي.
نوموړي وويل: "له... Читать дальше...
تر نولس کلونو کشره لوبډله به نن له بنګلهدېش سره مخامخ شي.
د افغانستان، سریلانکا او بنګلهدېش تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزو سیالیو کې تر اوسه پورې افغان لوبډلې سریلانکا او بنګلهدېش ته په لومړیو لوبو کې ماتې ورکړې ده.
خو هره لوبډله باید له دوو نورو ټیمونو سره دوې مسابقې وکړي.
دا سیالي د افغانستان د ماسپښین په درې نیمې بجې پیلېږي.
له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې به د درې شل اوره سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې نن شپه اتهنيمې بجې په شارجه کې مخامخ شي.
د افغانستان... Читать дальше...
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون (پنجشنبې) وویل، ریاض د کونسلي خدماتو د بیا پیلولو لپاره له دمشق سره خبرې پیل کړي دي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د خپل هېواد الاخبار ټلوېزیون ته وویل، د کونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې د اسانتیا راوستلو ته د سعودي د شاهي حکومت د لېوالتیا په چوکاټ کې د دوو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.
یوې بلې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، سعودي او سوریه له کوچني اختره وروسته د خپلو ډیپلوماتیکو استازولیو په بېرته پرانیستلو غور کوي.
د امریکا دفاع وزارت، پینټاګون تېره شپه وویل، د یوې انتحاري بېپيلوټې الوتکې په برید کې د یوه قراردادي د وژل کېدو او د ۵ نورو د ټپي کېدو په ځواب کې امریکايي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اډو بریدونه وکړل.
د پنتاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د استخباراتي معلوماتو پر اساس، پر امریکايي قراردادیانو د ایراني ډرون له لوري برید شوی و.
د امریکا دفاع وزیر لوید استین په دې اړه وویل، د ولسمشر جو بایډن په امر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې، د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر تاسیساتو دقیقې هوايي حملې وکړي.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د خيبر پښتونخوا له بونير سره تعلق لرونکی اقتصاد پوه ډاکټر غلام صمد مېلمه دی. نوموړی له تېرو ۲۰ کالو راهيسې د اقتصادپوه په حیث کار کوي او په هم دې څانګه کې یې له امريکا څخه لوړې زده کړې ترلاسه کړي دي. ډاکټر صمد په اسيايي پرمختيايي بانک کې د اقتصادي چارو د څېړنکار په توګه کار کوي. نوموړی وايي، د پاکستان موجوده اقتصادي حالت به نور هم خرابېږي او د دي په سمولو کې به کلونو موده لګېږي. د ډاکټر صمد په خبره د ملک د اقتصاد د سمولو لپاره د پورونو اخیستو سره به ګراني نوره هم زياتېږي او د دي اثر به په عام ولس وي. Читать дальше...
د متحدهایالاتو د مرکزي قوماندانۍ"سنټکام" عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د داعش وسلهوالو شمېر زیات شوی دی.
مایکل کوریلا چې پرون یې د استازو جرګې د وسلهوالو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته خبرې کولې وویل، اوسمهال په افغانستان کې د داعش وسلهوالو شمېر "۲۲۵۰" تنو ته رسېږي.
هغه که څه هم دا یو ګواښ وباله، خو زیاته یې کړه: "موږ وينو چې اصلى ګواښ د الصادق له څانګې راپېښ دى چې له افغانستانه بهر فعاليت کوي، خو په افغانستان کې هم وسلهوال لري. تاسو پوهېږئ... Читать дальше...
د پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر فواد چودري د مارچ پر ۲۳مه په لاهور کې خبریالانو ته وويل چې د ایین شپږمه ماده چې د غدارۍ یا د قانون ماتولو په اړه ده، باید د اليکشن کمېشن د چارواکو پر ضد وکارول شي.
Спорт в России и мире
Москва
"Спартак" обыграл "Краснодар" и продлил беспроигрышную серию до 7 матчей при Слишковиче
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Премьер утверждён без интриги
Путин в России и мире
Москва
Слова Путина сказанные на Параде Победы в Москве вызвали негодование у Британии
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Святая миссия русского солдата
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
"Спартак" обыграл "Краснодар" в матче РПЛ
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net