Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2023

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي

0
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، له افغان ښځو ډېری حقونه اخیستل شوي دي.


د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېریش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي.


ګوټېریش چې پرون یې 'د ښځو د وضعیت کمېسیون' ته وینا کوله وویل، وروستیو کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد او د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس له واضحه پیغامونو سره افغانستان ته سفر کړی و.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد له یوه پلاوي سره په جنوري میاشت کې افغانستان ته تللې وه او له طالبانو سره کتنه کې یې له هغوی غوښتي وو چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي او په نادولتي موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، هغه غوښتنه چې لا طالبانو نه‌ده منلې.




د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي زیاته کړه: "نجونې او ښځې بنسټیز بشري حقوق لري او موږ به یې د خوندیتوب لپاره هېڅکله له مبارزې لاس ‌وانه‌خلو."


هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژونده حذف شوي دي. د ډېرو نورو برخو په ګډون د هغوی جنسي او د زېږون پر مهال حقوق له‌منځه تللي. یو شمېر نورو هېوادونو کې چې نجونې ښوونځیو ته ځي، د اختطاف او جنسي ځورونې له خطر سره مخ دي."




د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي پر دې هم اندېښنه وښوده چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې هغه پرمختګ چې وروستیو لسیزو کې تر لاسه شوی، د دوی د سترګو پر وړاندې له‌منځه ځي.


د ازادي راډیو خبریال له طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې ورنه کړ.


خو پرون د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله محاهد ازادي راډیو ته ویلي و، دوی د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی لري.


د ښځو د وضعیت کمېسیون غونډې ته خبرو کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشرې سیما باهوس بیا د طالبانو دا ادعا چې ګنې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، تر پوښتنې لاندې راوسته.


هغې وویل، طالبانو هغه ښځې او نجونې چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې خپل نظر څرګنداوه مشخصې کړي او له دوی ډېرو یې د امنیتي ستونزو له امله افغانستان پرېښی دی.


پرون د بخښنې نړیوال سازمان هم یوه اعلامیه کې د طالبانو په خپلسرو نیونو اندېښنه ښودلې وه.






د ښځو د وضعیت کمېسیون غونډې د دوه اوونیو لپاره پیل شوې چې ویل کېږي لومړۍ اوونۍ به په کې تر ډېره په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت خبرې او بحثونه وشي.


خو د دې غونډې په څنډه کې یوه بله غونډه چې 'په افغانستان کې د ښځو او نجونو د مساوي ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو هڅونې' تر نامه لاندې جوړه شوې وه، په کې د ښځو د حقونو فعالې فریحې ایثار وویل، افغان ښځې د جنسیت پر بنسټ، له تاوتریخوالي سره مخ دي.


هغې وویل: "دا د نه زغم وړ حقیقت دی چې یوې ترهګرې ډلې واک اخیستی او پایله یې دا شوه چې په افغانستان کې قانون او نظم په بشپړ ډول له‌منځه ولاړ شي. مطلق نامنظم حالت، انارشیزم او بې‌قانوني راغلې چې له امله یې ښځې په بشپړه توګه کمزوري شوي او د عدالت غوښتو لپاره هېڅ‌ ځای‌ نه‌شي تلای."


هاخوا تمه ده چې سبا د کابل په وخت د ماښام اووه نیمې بجې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه چې یو مهم بحث به یې د ښځو حال وي، خپل ځانګړی راپور وړاندې کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net