Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 22.05.2022

طالبان: کندهار کې هغه کس نیول شوی چې خپله مېرمن یې وژلې

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي د کندهار په شاه ­ولیکوټ ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې خپله مېرمن یې په وهل ډبلو ټکولو وژلې ده. د شاه­ ولیکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان قدرت الله صیام نن یکشنبه ازادۍ رادیو ته وویل چې تورن کس تر پېښې یوه ورځ وروسته نیول شوی دی. د سرچنې په خبره پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله شوې ده.

جو بایډن: نړۍ باید د بیزو چیچک د خپرېدو په اړه اندېښمن وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، ټول باید په نړۍ کې د بیزو د چیچک د خپرېدو په اړه اندېښمن وي. بایډن نن له جنوبي کوریا څخه جاپان ته د روانېدو پر مهال خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي پوه شي چې په دې اړه څه کارونه کولی شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په نړۍ کې د بیزو د چیچک وایروس په خپرېدو دی، اسرایل او یونان هم د لومړنیو مثبتو پېښو خبر ورکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر اوسه په نړۍ کې د دغه نوي وایروس ۹۲ موارد او ۲۸ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د پولنډ ولسمشر اوکراینیانو ته: د پوتین غوښتنو ته تسلیم نه شئ

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ ولسمشر اندري دودا نن د اوکراین پلازمېنې کییف ته د ناڅاپي سفر پر مهال د هغه هېواد پارلمان ته وینا وکړه. د فبروري میاشتې پر ۲۴ مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته دا لومړی وار و، چې د یوه دولت مشر د اوکراین پارلمان ته وینا وکړه. دودا په خپله وینا کې له اوکراین غوښتنه وکړه، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتنو ته تسلیم نه شي. د پولنډ ولسمشر زیاته کړه، دا د اوکراین حق دی، چې د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي. هغه یو وار بیا په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.



افغان ښځينه خبریالانو په پټ مخ خپرونې پېل کړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو په امر ښځینه خبریالانې او د خپرونو کوربنې د مې پر ۲۲مه له پټو مخونو سره پر ټیليویژن راغلې. د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د طالبانو مشر هیبت الله اخونزاده امر کړی وو چې ښځې دې په ولسي ځایونو کې مخونه پټوي. د مې پر ۲۱مه امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هغو ښځو ته هم د مخونو پټولو په اړه ورته امر وکړ چې په ټیليویژن راځي. خو ښځو لومړی دا امر ونه مانه او د مې پر ۲۱مه له ښکاره مخونو سره پر ټیليویژنونو راغلې خو د مې پر ۲۲مه پر ټولو چینلونو ښځینه کوربنو مخونه پټ کړي وو... Читать дальше...

د بیزو چیچک څه ډول ناروغي ده؟

Pa.azadiradio.com 

د اروپا او امریکا روغتیایي چارواکو په دې وروستیو ورځو کې د بیزوچیچک په نوم د یوه نادره ویروس پیښې ثبت کړې. دا ناروغۍ ځکه دا ځل حیرانونکې ده چې له افریقا بهر یې هم پېښې موندل شوي دي. د نړۍ په کچه روغتیایي چارواکي د دغه ویروس د نویو پېښو څارنه کوي او یو شمېر هغه کسان هم پرې اخته شوي چې افریقا ته یې سفر نه دی کړی. د بیزو چیچک څه ډول ناروغي ده؟ د بیزو چیچک یو ډول ویروسي ناروغي ده چې له وحشي شخوند وهونکو او تي لرونکو حیواناتو څخه پیدا او کله نا کله انسانانو ته هم سرایت کوي. اسوشیتیدپریس خبري... Читать дальше...

چارواکي: وروستیو سېلابونو او طوفانونو یو شمېر ولایتونو کې زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي د وروستیو سېلابونو او طوفانونو له امله د کرنې په برخه کې د زیاتو زیانونو د اوښتو خبره کوي. یو بزګر وايي، کرکېله د ده او نور بزګرانو لپاره د عاید اصلي سرچینه ده خو په وینا یې وروستیو طوفانونو او سېلابونو د ده حاصلاتو ته ډېر زیان اړولی دی. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، اوسني وضعیت د ده اقتصادي حالت خراب کړی او راتلونکي ته اندېښمن دی. هغه زیاته کړه: "یو بزګر زما خوا ته راغلی و او ویلې راته چې یوه د مېوو اونه چې په ۷۰ زره افغانۍ اخیستل کېده... Читать дальше...

د افغانستان وېلچیر باسکټبال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه وبایلله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ لوبه وبایلله. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، چې افغان لوبډلې نن یکشنبه د اسیا سهمیې د ګټلو په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه فیلپین ته وبایلله. د یاد ادارې په خبره افغان لوبډلې ۵۶ ګولونه وکړل خو د فیلپین لوبډلې له افغان لوبډلې ۲ ډېر یعنې ۵۸ ګولونه وکړل او لوبه یې په کم توپیر وګټله. د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هیوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي دي چې د افغانستان ۱۲ کسیزه لوبډله هم په کې برخه لري.

په جوزجان کې د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولایت کې د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې. د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د رستمي غېږنیونې په دې سیالیو کې د ۱۲ ورزشي کلبونو ۲۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده. یاد ادارې وړاندې لیکلي دي، چې دا سیالۍ نن پیل او درې ورځې به دوام وکړي. د دې سیالیو د کېدو هدف د ورزشکارانو وده او د محلي لوبو ژوندي ساتل ښودل شوي.



ای پل ایل؛ د نیمه پایلوبو څلور لوبډلې معلومې شوې

Pa.azadiradio.com 

د هند غوره لیګ د نیمه پایلوبو څلور لوبډلې معلومې شوې. د هند د کرکټ په غوره لیګ کې له اوونیو وروسته څلور لوبډلې ګجرات تيتانز، راجستان رویالز، لکنو سوپر جاینټ او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې بریالۍ شوې چې نیمه پایلوبو ته لار وکړي. د مهالوېش پر بنسټ به د راتلونکې سې شنبې په ورځ ګجرات تیتانز او راجستان رویالز لوبډلې لوبه وکړي، چې د لوبې ګټونکې لوبډله به په مستقیم ډول پایلوبې ته ووځي. د چهارشنبې په ورځ رویال چلېنجرز بنګلور او لکنو سوپر جاینټ لوبډلې لوبه کوي او هرې لوبډلې چې لوبه وګټله، د لومړۍ نیمه... Читать дальше...

د ښځینه ویاندویانو جبري مخ پټېدل؛ نارینه خبریالانو هم مخونه پټ کړل

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته له هغه چې د تلوېزوني خپرونو افغان ویاندویانې او د خپرونو چلوونکې له ماسک پرته د تلوېزیون پر پرده را ښکاره شوې، نن بیا ځلي اړې شوې چې ماسکونه واغوندي. نن د لومړي ځل لپاره د طلوع نیوز خبریاله بنفشه بینش تر سترګو پټ مخ، د تلوېزیون پر مخ راښکاره شوه. دا او ټولې ښځینه همکارانې یې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د حکم له مخې د تلوېزون پر مخ د ښکارېدو پر مهال د تورو ماسکونو اچولو ته اړې شوې دي. بنفشه وايي، نن ورځ پرې ستونزمنه تېره شوه او د پخوا په څیر یې د مرکه کونکو سره خبرې نه شوې کولی. Читать дальше...

په ارزګان کې د کوکنارو د حاصلاتو د راټولولو فصل

Pa.azadiradio.com 

هغه کروندګرو چې په ارزګان کې یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي وه اوس ترې تریاک راټولوي. که څه هم طالبانو یې کښت منع کړی دی خو لیدل کېږي، چې کروندګر یې دا ځل حاصلات راټولوي. نور په دې راپور کې:

په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې څلور کسان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس په یوه ټویټ کې ویلي، چې پېښه په هزارتک سیمه کې شوې ده. افغانستان کې ځینو نورو رسنیو بیا راپور ورکړی، چې پېښه د زابل- کندهار پر لویه لار نن سهار وختي هغه وخت شوې، چې یوه کرولاډوله موټر له یوه باروړونکي مازداډوله موټر سره ټکر وکړ. په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده علت د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراتول ښوول کېږي.

د پولنډ ولسمشر په ناڅاپي سفر کییف ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ ولسمشر اندري دودا نن یکشنبه په ناڅاپي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد او تمه کېږي د هغه هېواد پارلمان ته وینا وکړي. وروسته له هغې چې روسیې د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی، دا به د یوه دولت لومړی مشر وي، چې د اوکراین پارلمان ته وینا کوي. تمه کېږي د پولنډ ولسمشر به په خپله وینا کې یو وار بیا په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه خپله غوښتنه تکرا رکړي. اندري دودا په اپرېل میاشت کې هم د ځینو نورو هېوادونو له ولسمشرانو سره یوځای کییف ته سفر کړی و او د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره یې خبرې کړې وې.

په سعودي کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه عملې په مرسته الوتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په سعودي عربستان کې د لومړي وار لپاره د ښځینه عملې په مرسته په بریا یوه الوتنه وشوه. د دغه شاهي هېواد چارواکو پرون دا د ښځو د پیاوړتیا پر لوري یو مهم ګام بللی دی. د سعودي عربستان د فلای ادیل- یا طيران أديل په نوم د هوایي شرکت دغه الوتنه د ریاض او سرحدي ښار جدې ترمنځ شوې ده. د فلای ادیل شرکت ویاند عماد اسکندر ثاني ویلي، دا د A320 ډوله الوتکې الوتنه وه. د دې اووه کسیزې عملې ډېری برخه د سعودي عربستان مېرمنې وې.

لوړپوړی طالب چارواکی: له ښځو د تعلیم اخیستل شوی حق باید ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، له افغان ښځو د تعلیم حق اخیستل شوی، دوی د ټولنې نیمایي برخه ده او باید د دا حق یې ورکړل شي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستنکزی، د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت له خوا شوي کارونه کافي نه بولي وايي، باید لا ډېر کار وشي. ستانکزي نن په کابل کې د طالبانو د مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د دوی د تعلیم په اړه هم خبرې وکړې. Читать дальше...

په سيلمان غره لګیدلی اور لا هم نه دی مړ شوی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان له مرکز کوټې ۴۵۰ کلوميټره ليرې د شيراني په سليمان غره کې له لسو ورځو راهیسې لګيدلي اور د زڼغوزو او زېتون په زرګونو ونې سوځولې چې پکې لږ تر لږه ۳ کسان مړه شوی دي. په دې اړه د ګل ایاز راپور وګورئ چې د ځايي خبريال علي خان مندوخېل او دي کويټه وايس د ويډګانو پر اساس جوړ شوی دی.

سیګار: د دوحې تړون د طالبانو د پياوړي کېدو او افغان ځواکونو د سقوط سبب شو

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د امريکې د بیارغونې د کارونو د څار دفتر (سيګار) وايي د طالبانو او امريکې تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فرروۍ په مياشت کې شوې لوظنامه د افغان ځواکونو د سقوط سبب شوه.  سیګار د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، طالبانو ته د افغان حکومت په لاس ورتللو اروزنې په راپور کې وايي چې په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ شوي تړون د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړ. همداراز د افغان حکومت او وايټ هاوس (سپينې ماڼۍ) ترمنځ بې باوري زیاته شوه چې وجه یې له دې تړونه او طالبانو سره د امريکايي‌استازو له خبرو د افغان چارواکو پوره نه خبرول ښوول شوي دي. Читать дальше...

د عوامي نیشنل ګوند احتجاج: حکومت دې د اور په وژلو کې ځنډ نه کوي

Mashaalradio.com 

عوامي نیشنل ګوند د مې په ۲۲مه احتجاج کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان پر ځنګلونو لګيدلي اور وژلو لپاره دې زر ګامونه واخلي. دی په خپل احتجاج کې حکومت په کوتاهۍ تورن کړ خو حکومتي چارواکي وايي دوی د اور وژلو کوښښ کوي.

د سولې پر مذاکراتو سربیره، په پاکستان کې د بریدونو وجوهات او کوونکي څوک دي؟

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا تر څنګ د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې پر دې سربېره وسله وال بریدونه او چاودنې کېږي چې د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره د مې تر ۳۰مې پورې اوربند کړی دی. د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر ۱۸مه وویل چې دوی د پاکستاني حکومت او پاکستانیو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب کړی او هیله لري چې دا خبرې به نتیجه ورکړي. خو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، فعالانو او قبایلي مشرانو بریدونه درېدلي نه دي. د دې بریدونو تر شا د چا لاس دی؟ د بهرمېشتو پاکستانیو چارو وفاقي وزیر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

Госцирк Бурятии возглавил Тудуп Батуев: Театр и цирк, Культура, Россия





Персональные новости
Оксана Фёдорова

Оксана Федорова представила на выставке-форуме «Россия» премьеру фильма «Петербург Шаляпина и Рахманинова»





افغاني شرکتونو د پاکستان په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی

Pa.azadiradio.com 

افغاني شرکتونو د پاکستان د ۲۰۲۲ کال په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی. د طالبانو حکومت سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د قیمتي کاڼو شپږو شرکتونو د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د قیمتي کاڼو، زیوراتو او سینګار په نندارتون کې ګډون کړی. یاد وزارت ویلي، دغه نندارتون چې پرون پیل شوی، درې ورځې به دوام کوي. په دې نندارتون کې به افغاني شرکتونه د افغانستان قیمتي کاڼي نندارې ته وړاندې کړي. د طالبانو حکومت سوداګرۍ وزارت ویلي، په یاد نندارتون کې به د افغاني شرکتونو ګډون د دوی د توکو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ګټور تمام شي.

چارواکي: ننګرهار کې د هندواڼې حاصلات زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د ۴ پارکونو په ۲۹۷۳ جریبه ځمکه کې هندواڼې کرل شوي دي. د ننګرهار کانال ریاست ویاند ملا سید همایون غریب مل نن ازادي راډيو ته وویل، په روان کال کې به دا ځمکې ۱۴۶۷۰ ټڼه هندواڼې حاصل ورکړي. ښاغلي غریب مل وويل، تېر کال دوی ۱۲ زره ټنه هندواڼې حاصل درلود خو سږ کال به نېږدې ۱۵ ټنه د هندواڼو حاصل راکړي. نوموړي زیاته کړه، په دې ځمکو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د غریب مل په خبره، دا مهال په ننګرهار ولایت کې یو من هندواڼه په ۸۰ افغانیو خرڅېږي او نورو ولایتونو ته هم د پلور لپاره لېږل کېږي.

مقاومت جبهې د جګړې درولو په خاطر یو شمېر نوې غوښتنې مطرح کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم جبهه وایي، که طالبان په ټاکنو کې ګډون وکړي او د افغانانو اساسي بشري حقونه مراعات کړي، دوی به جګړه ودروي. د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم جبهه خبرداری ورکوي، که طالبانو د افغانستان پر وړاندې "ظلم" ته دوام ورکړي دوی به جګړه ونه دروي. احمد مسعود چې ځان د دې جبهې مشر ګڼي له یوې لویدیخې تلویزونې شبکې ARTE سره په یوه تازه مرکه کې له طالبانو غوښتي چې په ټاکنو ګډون وکړي او د افغانانو اساسي بشري حقونه مراعت کړي. نوموړی وایي، کله چې په حکومت کې د ټولنې ټول وګړي... Читать дальше...

مولانا فضل الرحمن: ټولې ادارې بايد په خپل اييني چوکاټ کې کار وکړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په ایتلافي حکومت کې شامل، جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په دې هېواد کې په بېلابېلو ادارو غږ کړی چې د ملکي حکومت په چارو کې دې ګوتې نه وهي. نوموړي د مې په ۲۱مه په پېښور کې د خپل ګوند غړيو ته په يوه جلسه کې د وينا په مهال د پاکستان سپريم کورټ د ججانو پر ځينو پرېکړو نيوکه وکړه او هغوی ته یې وويل چې په خپل قانوني چوکاټ کې واوسي. سپريم کورټ‌ تېره اونۍ پر حکومت بندیز لګولی وو چې د احتساب قامي ادارې ځيني افسران به له دندې نه ليرې کوي. مولانا فضل الرحمان په خپل تقریر کې وويل: "محترم... Читать дальше...

د بغداد شمال ختيځ کې د اوبو زيرمه وچه شوې

Mashaalradio.com 

د عراق پلازمېنې بغداد شمال ختيځ کې دياله صوبې ته د اوبو ورکولو مهمه سرچينه وچېدو ته نېږدې شوې ده. چارواکي وايي، د دي علت د بارانونو نه کېدو، وچکالي او په ايران کې د اوبو ډېم جوړول دي. د فرانس پريس ويډيويي راپور ګل اياز وړاندې کوي

د کندهار بزګران: د ځمکني توتانو حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ځمکني توتانو حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده. بزګران وايي، که بازار ورته پیدا شي د کوکنارو ښه بدیل دی. دا مهال په کندهار کې پر پنځوس جریبه مځکه ځمکني توت کرل شوي چې د یوه کیلو بیه یې په بازار کې له دوه سوه افغانیو تر څلور سوه افغانیو پورې رسېږي. که څه هم د افغانستان زارعتي خاوره د هر ډول کښتونو لپاره مناسبه ده خو حاصلاتو ته د بازار نشتوالی هغه لامل دی چې نویو کښتونو ته کروندګر زړه نه شي ښه کولای. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Спорт в России и мире
Москва

Пензенские регбистки выиграли первенство России


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович с позором вылетел с турнира в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Собянин сообщил о планах создания отечественной платформы электромобиля





Путин в России и мире
Москва

Как Россия побеждает в Африке: Волна военных переворотов приносит Путину новых союзников


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко надеется на восстановление транспортных маршрутов с Израилем




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Мечтающего по победе Киева Макаревича* проверят на экстремизм


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Булат Окуджава

Кажется, мы начинаем забывать Урганта: ведущего не пустили на 100-летие Окуджавы



Москва

Участники более 2 тыс аварий обратились в Службу помощи при ДТП Подмосковья

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net