د پولنډ ولسمشر په ناڅاپي سفر کییف ته رسېدلی
وروسته له هغې چې روسیې د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی، دا به د یوه دولت لومړی مشر وي، چې د اوکراین پارلمان ته وینا کوي.
تمه کېږي د پولنډ ولسمشر به په خپله وینا کې یو وار بیا په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه خپله غوښتنه تکرا رکړي.
اندري دودا په اپرېل میاشت کې هم د ځینو نورو هېوادونو له ولسمشرانو سره یوځای کییف ته سفر کړی و او د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره یې خبرې کړې وې.
