په سعودي کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه عملې په مرسته الوتنه شوې
په سعودي عربستان کې د لومړي وار لپاره د ښځینه عملې په مرسته په بریا یوه الوتنه وشوه.
د دغه شاهي هېواد چارواکو پرون دا د ښځو د پیاوړتیا پر لوري یو مهم ګام بللی دی.
د سعودي عربستان د فلای ادیل- یا طيران أديل په نوم د هوایي شرکت دغه الوتنه د ریاض او سرحدي ښار جدې ترمنځ شوې ده.
د فلای ادیل شرکت ویاند عماد اسکندر ثاني ویلي، دا د A320 ډوله الوتکې الوتنه وه.
د دې اووه کسیزې عملې ډېری برخه د سعودي عربستان مېرمنې وې.