د افغانستان وېلچیر باسکټبال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه وبایلله
د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ لوبه وبایلله.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، چې افغان لوبډلې نن یکشنبه د اسیا سهمیې د ګټلو په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه فیلپین ته وبایلله.
د یاد ادارې په خبره افغان لوبډلې ۵۶ ګولونه وکړل خو د فیلپین لوبډلې له افغان لوبډلې ۲ ډېر یعنې ۵۸ ګولونه وکړل او لوبه یې په کم توپیر وګټله.
د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هیوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي دي چې د افغانستان ۱۲ کسیزه لوبډله هم په کې برخه لري.