په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي
په زابل ولایت کې څلور کسان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس په یوه ټویټ کې ویلي، چې پېښه په هزارتک سیمه کې شوې ده.
افغانستان کې ځینو نورو رسنیو بیا راپور ورکړی، چې پېښه د زابل- کندهار پر لویه لار نن سهار وختي هغه وخت شوې، چې یوه کرولاډوله موټر له یوه باروړونکي مازداډوله موټر سره ټکر وکړ.
په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده علت د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراتول ښوول کېږي.