په خوست کې ګڼو خلکو د هغه ولایت پر یوشمېر کلیو د پاکستانیو ځواکونو بمباري غندلې. د اپرېل پر ۱۶مه مازیګر مهال د خوست اوسېدونکي د ښار منځ ته ورغلي ول او هلته یې د پاکستان ضد نعرې ووهلې. د عیني شاهدانو په وینا، پر هم هغه ورځ پیشلمي مهال په بمبارۍ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د طالبانو حکومت ویلي دي چې د دې ډول پېښو تکرار به بدې پایلې ولري. هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه په پاکستان کې پر امنیتي سرتېرو د وسله والو د "زیاتېدونکو" حملو مخه ونیسي. Читать дальше...
بغلان کې د فوټبال لوبڅارنې پنځه ورځنى ورکشاپ پيل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر فیسبوک پاڼه تېره ورځ خپاره شوي بيان کې راغلي، چې په دغه کورس کې له بغلان ولایت څخه ۲۴ لوبڅارانو ګډون کړی دی.
د فدراسیون په وینا، په یاد ورکشاپ کې به ګډونوال د پنځو ورځو په جریان کې د لوبڅارنې مقدماتي تکتیکونه په عملي او نظري توګه زده کړي.
د یادونې ده، چې د دغه ورکشاپ لوبڅاران به تر ازموینې وروسته د شمال زون فوټبال سیالیو لوبڅارنې ته غوره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي کرکټ شورا له عمومي منشي "الاواني" سره لیدلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼه خپاره شوي بيان کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان په کوربه توب د سیالیو پر مهال د لوبغالو د فیسونو پر کموالي، نورو لوبغاړو ته د ویزو په ډګر کې د اسانتیاو رامنځته کولو، د کرکټ په ډګر کې پر دوه اړخیزو همکاریو او نورو اړوند موضوعات بحث شوې.
د افغان کرکټ بورډ په وینا، د ابوظبي کرکټ شورا منشي ښاغلي الاواني په یادو مواردو... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره ۵۵ ځایونه په ګوته کړي دي.
په افغانستان کې لا هم د بشري ناورین ګواښ پای ته نهدی رسېدلی او افغانان لا هم د بېوزلۍ، بېکارۍ او لوږې له ګواښ سره مخ دي.
خاطره له همدوی یوه ده.
هغه په کابل کې د یوې اووه کسیزې کورنۍ غړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې هغې او مېړه یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.
خاطره وايي، دې او مېړه یې په یوه دفتر کې کار کاوه او هره میاشت یې ۲۵ زره افغانۍ تنخوا اخسته خو هغه اوس... Читать дальше...
د طالبانو دفاع وزارت وايي، پر خوست او کونړ د پاکستان پرونۍ بمبارۍ «غیرانساني» او «ظالمانه» عمل و.
د دغه وزارت ویاند عنایت اله خوارزمي نن رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې وویل، د دوی وزارت دا حملې غندي او د ده په وینا هېڅ هېواد باید دوی مقابل اقدام ته مجبور نه کړي.
افغان چارواکو د شنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د پاکستان جېټ الوتکې د خوست او کونړ پر ځینو برخو حملې کړې دي.
په دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو... Читать дальше...
په ننګرهار کې د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون لاریون ترسره شو.
دغو لاریون کوونکو د پاکستان بریدونه بشري جنايت او پر افغان خاوره ښکاره تېری وباله.
د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د یوه لاریون پرمهال د کونړ او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان له لوري شوي بریدونه وغندل.
لاریونوالو د هغه قربانیانو انځورونه هم له ځانه سره لېږدول چې په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو.
لاریونوالو چې د څو ساعتونو لپاره د تورخم- جلال اباد لاره د ټرافیکو... Читать дальше...
د بلوچستان د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر انوارالحق کاکړ چې د مذاکراتو هلې ځلې يې له نېژدې څارلې، مني چې له خان اف قلات سره د خبرو اترو هڅې شوې دي.
د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ بېوزله کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول.
دغه توکي په المان کې د رضاکارو افغان مېرمنو ټولنې لخوا مرسته شوي.
د نورستان د رسنیو دفتر مسئول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادۍ راډیو ته وویل، په المان کې د افغان رضاکارو مېرمنو ټولنې یو پلاوی څو ورځې وړاندې نورستان ته ورغلی و او د یادو مرستو لپاره يې سروې ترسره کړه، چې تېره ورځ يې د همدې سروې پر اساس مرستې وویشلې.
هغه وویل: په یادو مرستو کې اوړه دي، غوړي دي، دال دي، وریجې دي، بوره او چای دي او همدا رنګ په کې کمپلې، ګاز ډبې او نور شیان شامل دي. Читать дальше...
په کندهار کې د نساجې په نوم د نخي او پشمي فابریکو د بیا فعالولو هڅې پيل شوي.
یو مهال په دې فابریکو کې نږدې لس زره کسانو کار کاوه خو له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې يې دروازې تړل شوي دي.
بلخوا د کندهار د صنعت او کانونو خونه وايي، چې دولت دې په دې برخو کې له خصوصي سکټور سره په ګډه کار وکړي.
نور حال زمونږ د خبریال په راپور کې واورئ:
د خوست د سپېرې او تڼیو ولسوالیو په سرحدي سیمو کې اوسېدونکي وايي، د اپرېل پر ۱۶مه یې پیشلمی تیاراوه چې ورباندې بمباري وشوه. د پېښې عیني شاهدانو او ژوبلو خلکو د اپرېل پر ۱۷مه د خوست په روغتون کې مشال راډیو ته وویل، په بمبارۍ کې یوازې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې پر خوست او کونړ یې تر حملې وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی وو او ورڅخه یې سپیناوی غوښتی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر په بیان کې... Читать дальше...
په رپورټ کې د طالبانو پرضد د جوړو شوو وسله والو ډلو په اړه هم ليکل شوي دي. په دوی کې تر ټولو لویه او ډيره شور کوونکې يې د مقاومت ملي جبه ده. خو تر څنګ یې د شپږو نورو وسله والو ډلو ذکر هم شوی دی چې له طالبانو سره یې نښتې کړې دي.
د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا تور پورې کړی چې د بهرني سازش له لارې یې حکومت ړنګ شو. دا خبره نوموړي د اپرېل ۱۶مې پر ماخوستن په کراچۍ کې د خپلو پلویانو احتجاجي جلسې ته په وینا کې وکړه. جلسې ته د ګوند ګڼ غړي او ملاتړي ورغلي ول. خان له یوې مودې راهیسې تور پورې کوي چې پر ده د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ په تحریک کې امریکا هم رول لوبولی. خو اپوزیشن ګوندونو او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی. د پاکستان پوځ هم د اپرېل پر ۱۴مه د بهرني سازش دعوه بې اساسه وبلله. خان د اپرېل... Читать дальше...
په کابل ښار کې په دې وروستیو ورځو کې جنایي جرمونو د پیسو، موبایلونو او موټرو غلاوو کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.
۲۶کلن ځوان رومل په کابل ښار کې د جنایي جرمونو له قربانیانو دی.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې وسله والو غلو یې څه موده مخکې په رڼا ورځ ورنه موبایل یوړ او ده ته یې هم ګواښ وکړ.
ښاغلی رومل وايي: “په پارک کې ګرځېدم چې دوو کسانو چې په مخ یې دستمالونه یې تړلي وه موږ یې په تفنګچې وګواښلو او موبایل او پیسې رانه یې واخیستې او موږ ته یې وویل که خبرې وکړئ ډزې درباندې کوو.”
د کابل ښار بل اوسېدونکی... Читать дальше...
پر افغان خاوره د پاکستان له یرغل وروسته، د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په سهار یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ولیکل، یو شمېر وسلهوال په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
خبرپاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د ویاند له قوله لیکل شوي، وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان لهخوا د پاکستاني عسکرو په امنیتي پوستو بریدونه کېږي او مرګژوبله ور اړوي.
خبرپاڼه تور لګوي چې... Читать дальше...
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې ټوله شپه تقریباً په ټولو ساحو کې د هوايي حملو د خطر زنګ غږول کېده او ځايي اوسېدونکو ته ویل شوي وو، چې ځانونه نږدې پناهځایونو ته ورسوي.
د اوکراین پلازمېنه کییف نن یکشنبه هم د درنو چاودنو شاهد و، خو د نننیو چاودنو په باب سم د لاسه رسماً نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
د چاودنو دغه راپورونه د بېطرفه سرچینو له خوا تایید شوي نه دي، خو داسې مهال یې راپور ورکول کېږي، چې روسي ځواکونو پرون پر کییف خپلې راکټي حملې بیا تازه کړې.
روسیې په عین حال کې د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف هم د توغندیو حملې شدیدې کړې دي. Читать дальше...
درې چینايي ستورمزلي، د خپل هېواد په مداري فضايي تمځي کې د شپږو میاشتو له تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته ستانه شول.
دا د چین لپاره چې فضايي پروګرام یې د پراخېدو په حال کې دی، تر ټولو اوږدمهاله ماموریت ګڼل کېږي.
د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د شینژو ۱۳ په نوم دغه فضايي کپسول د منګولیا په ګوبي نومي دښته کې کښته شول.
چین پر خپل فضايي پروګرام چې د پوځ په ولکه کې دی، په ملیاردونو ډالره لګولي او هیله من دی، چې بالاخره وتوانېږي انسانان سپوږمۍ ته ولېږي.
د اسرائیل پولیس د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ تر شخړو وروسته د بیت المقدس د سپېڅلي حساس ځای، الاقصی جومات انګړ ته ننوتل.
په دغو دوه ورځنیو شخړو کې په لسګونو کسان ټپیان شوي دي.
د اسرائیل پولیس نن سهار له جوماته بهر له خپلې لارې فلسطینیان لیرې کړل، په داسې حال کې چې په لسګونه فلسطینیان هلته دننه وو، د جومات انګړ ته ننوتل.
نن له جوماته بهر د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ شخړه هم شوې چې د فلسطین روغتیايي کارکوونکي وايي ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
له تېرې جمعې راهيسې په شخړو کې ۳ اسرائیلي... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین په افغانستان کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو وژل کېدو خبرونه د افسوس وړ وبلل.
هغه بېګاه په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې په جګړه کې د ښځو، ماشومانو او بېګناه خلکو وژل جنګي جرم دی.
منظور پښتین لیکلي، د دې ټول جنګ وجه د پاکستان ستراتېژي ده.
د پاکستان جټ الوتکو پرون پېشلمي مهال د خوست او کونړ پر ځینو سیمو بمباري وکړه چې تر ۴۵ ډېر کسان یې په نتیجه کې ووژل شول.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري (UNHCR) وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان مرکزي دفتر تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ملیونونو کسانو د ژغورنې لپاره بشري مرستې حیاتي اهمیت لري.
دغه سازمان لیکلي، اوس د دې وخت راغلی، چې د افغانانو تر څنګ ټول ودرېږي.
د طالبانو د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د شاخوا ۲.۶ مېلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
دغه وزارت تیره ورځ ناوخته په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاده پروژه د وزارت او د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونسف په مالي ملاتړ سره د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
د یاد وزارت په وینا، ددې پروژې په بشپړېدو سره شاخوا ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبو زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د معلوماتو له مخې، د څښاک... Читать дальше...
په بحث کې د سختدریځۍ په موضوع خبرې وشوې او هغه لارې چارې بیان شوې چې ورسره د دا قسمه پېښو مخنیوی کېدای شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تير لمريز کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اینځر صادر شوي دي.
دغه وزارت تېره ورځ ناوخته په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان په تیر لمریز کال کې شاخوا ۷۰۰ ټنه اینځر هند، عربي متحده امارات، کاناډا او یوشمېر نورو اورپايي هېوادونو ته صادر کړي.
د وزارت په وینا، اوس مهال کندهار، هرات، هلمند، زابل، فاریاب، بلخ او روزګان ولايتونو تر ټولو ډېرې وچې مېوې توليدي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان په بازارونو کې د یو کیلو اینځرو بیه شاخوا ۱۰۰۰ افغانۍ ده. Читать дальше...
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د پنجشېر د والي ویاند، ابوبکر صدیق ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کسان نن یکشنبه له مقاومت جبهې سره د تړاو په شک نیول شوي دي.
د والي ویاند وايي، که د نیول شویو کسانو جرم ثابت شي، محکمې ته به معرفي کېږي.
ناتایید شوي راپورونه وايي په پنجشېر کې ۱۲ نور کسان هم نن سهار په همدې شک نیول شوي دي.
د مقاومت جبهې چې د طالبانو پر وړاندې یې د وسلوالو مبارزې د پرمخ بېولو خبره کړې، په دې باب څخه نه دي ویلي.
د هند په تامل ناډو ايالت کې د اپريل پر ۱۵مه په نڅا او سندرو د نرښځيانو ورځ ولمانځل شوه.
نرښځيان وايې، دوی هم د ښځو او سړو په څېر انسان دی او خپلې کورنۍ دې دوی له کورونو نه شړي. نور تفصيل په دې راپور کې چې اسرار عالم مومند د رويټرز او مشال راډيو له ويډيوګانو جوړ کړی.
په منزوي شوي هېواد شمالي کوریا کې د دغه هېواد د بنسټګر کیم ایل سونګ ۱۱۰مه زېږ-ورځ ولمانځل شوه.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په زرګونو وګړو شمالي کوریا د بنسټګر کیم ایل سونګ د زېږورځې ۱۱۰مه کلیزه ولمانځله.
ایل سونګ د منزوي شوي هېواد شمالي کوریا د اوسني رهبر کیم جونګ اون نیکه دی، چې په یاد یې دغه مراسم په پلازمېنه پیونګ یانګ کې جوړ شوي وو.
د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون هم په دغو ملکي مراسمو کې برخه اخیستې وه، خو د تېر په څېر په دغه کمونست پلوه هېواد کې پوځي تجهیزات... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Ярославское шоссе стало лидером сезонного спроса на спортивные площадки в коттеджных комплексах
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Первая ракетка Казахстана вышла в финал турнира WTA в Италии
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Передовые разработки. Названы номинанты II этапа «ЭКОТЕХ-ЛИДЕР 2024»
Путин в России и мире
Москва
В этот день ровно 30 лет назад будущий президент Российской Федерации был гидом будущего короля Великобритании в экскурсии по Ленинграду
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск поддерживает Баку: планы по строительству агрогородка в Карабахе – ОБНОВЛЕНО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
ABC: Зеленский недоволен результатами визита Блинкена в Киев
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Антон Шастун, Баста, INSTASAMKA, Влад А4 и Клава Кока показали свои первые фото в сети в рекламной кампании ВКонтакте
Москва
Полицейские пострадали в ДТП в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net