په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اپرېل پر درېیمه پر داسې مهال د کوکنارو پر کښت بندیز اعلان کړ چې د هغه هېواد په یوشمېر برخو کې کوکنارو ګل کړی دی. طالبانو ویلي چې که کروندګر د امر سرغړونه وکړي نو بوټي او حاصلات به یې وسوځوي. د ملګرو ملتونو له ارقامو سره سم، په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې افغانستان تر ۶،۰۰۰ ټنه زیات اپین تولید کړي ول. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس د ویډیو پر اساس جوړ رپورټ وګورئ.
په پاکستان کې د تحریک انصاف او مخالفه ګوندونو سیاستوالان وايي، د روان سیاسي بحران د هواري لپاره د سپریم کورټ فیصلې ته انتظار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر د وزیراعظم ضد د عدم اعتماد تحریک رد کړ چې ورپسې سمدستي وروسته عمران خان له ولسمشره د اسمبلیو د ماتولو غوښتنه وکړه. پر هم هغه ورځ ولسمشر قامي اسمبلي ړنګه کړه. د اتوار پر ورځ سپریم کورټ د دې روان حالت څېړلو په اړه له خپلې خوا نوټس واخیست او اورېدنو ته یې دوام ورکړی. مشال راډیو د اپرېل پر شپږمه د سپریم... Читать дальше...
شااوخوا ۲۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې په افغانستان کې ښوونځيو ته نهشي تللی.
د ښوونیز کال په پيل کې چې نجونې کله ښوونځیو ته لاړې، ورته وویل شول چې د دوی درسونه نهدي پیل شوي او په سرو سترګو بېرته کورونو ته ستنې شوې.
د ازادي راډیو د «ځوان فکر» په دې خپرونه کې د ښوونځیو د تړلو په عواملو، پایلو او د پرانیستلو په حللارو یې بحث شوی.
د خپرونې کوربه همایون هېواد او مېلمانه دیني عالم مولوي محمد زبیر افغان، د ازادي ائتلاف مؤسسې مشره حبیبه اشنا، د قلم لار ټولنې مشر عطاالله ویسا او د ۱۱م ټولګي زدهکوونکې هاشمیه عثماني دي. Читать дальше...
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت رهبرۍ ظاهراً ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینهوو ګډو علمي سمینارونو، فراغت غونډو او کنفرانسونو باندې بندیز لګولی.
دغه موضوع ازادي راډیو ته په یو رسېدلي مکتوب کې چې د کابل پوهنتون یوې استادې لېږلی یاده شوې ده.
دغه استاده چې نهغواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دا مکتوب د کابل پوهنتون ادارې ته رسېدلی، خو لا بشپړ نهدی عملی شوی.
همدارنګه د کابل د طبي پوهنتون یوه استاده چې دا هم نهغواړي د امنیتي ستونزو له املهیې په راپور... Читать дальше...
په پاکستان کې د اپرېل پر درېيمه نېټه د قامي اسمبلۍ د ډېپټي سپیکر قاسم شاه سوري له خوا د غونډې پر مهال د وزیراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ردولو اقدام په هغه هېواد کې سياسي کړکېچ زېږولی دی. تر دې ګام وروسته، ولسمشر ډاکټر عارف علوي د عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلۍ ماته کړې ده. دې وضعيت په پاکستان کې د قانون واکمنۍ او د هغه هېواد سياسي نظام په اړه بحثونه پارولي دي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره په دې کړکېچ کې د ګوندونو او سپریم کورټ پر رول او ننګونو بحث شوی دی.
"دما کوچني والی ، دما وطن – شل کاله په افغانستان کې" هغه مستند فیلم دی چې د یوه افغان دشل کلن ژوند تصویر نندارې ته وړاندې کوي. میرحسین ددغه فیلم اساسی کرکتر دفیلم پیل کې اوه کلن وي ، خود دفیلم پای کې ۲۷ کلن او ددوه کوچینانو پلار. دغه فیلم په اصل کې دپوره یونسل دژوند هغه لوړې ژوری نندارچیانو ته ښیي چې ۲۰۰۲کال کې افغانستان ته د ناتوځواکونو له ورتګ وروسته یې تر۲۰۲۲ کاله پورې چې دغه ځواکونه له افغانستانه ووتل تجربه کړي دي. دغه فیلم انګلیسی ډایریکتر فیل ګرپسکي او افغان مرستیال یی شعیب شریفي جوړکړی دی . Читать дальше...
چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې په زرګونو داسې مدرسې دي چې له حکومت یا وفاق المدارس سره رجسټر نه دي او دوی یې د رجسټرولو هڅه کوي. په پاکستان کې له تېرې یوې مودې راهیسې د مدرسو په نصاب او نظام کې د اصلاحاتو خبرې کېږي خو دا کار تر ډېره نه دی شوی. نو پوښتنه دا ده چې په دې برخه کې خنډونه څه دي؟ موږ د کرښې پر غاړه خپرونه کې د دې او نورو پوښتنو د ځواب څېړلو هڅه کړې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډيو ته ویلي چې د اپرېل پر شپږمه د ماسپښین تر لمانځه وروسته له "نامعلوم" لوري څخه پر لمونځ کوونکو د لاسي بم برید وشو چې پکې له لومړنیو معلوماتو سره سم، شپږ کسان ژوبل شول.
د ډنمارک یوه مرستندویه مؤسسه وایي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دې مؤسسې افغان ښځینه کارکوونکې په دې هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
د ډنمارک د کډوالو شورا رئیسې شارلوټ سلینټې اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې له دغو ښځینه افغان کارکوونکو پرته به د دې مؤسسې لپاره ګرانه وي چې په افغانستان کې اړو کسانو ته مرستې ورسوي.
سلینټې له کابل څخه د کتنې په ترڅ کې دې اژانس ته ویلي چې مرستندویه مؤسسهیې په افغانستان کې له یو ملیون ډېرو کسانو ته مرستې رسوي او زیاتهیې کړه چې د اګسټ له میاشتې... Читать дальше...
په کراچۍ کې د مالي چارو د شننې ادارې میټېس ګلوبل پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې په هېواد کې روان سیاسي بحران له وجې د اپرېل پر شپږمه د روپۍ ارزښت لا پرېوت او یو ډالر په ۱۸۶ روپۍ اخیستل کېده.
د طالبانو حکومت په پاکستان کې د سیاسي تحولاتو په اړه محتاطانه غبرګون وښود او وایي، په پاکستان کې سیاسي بدلونونه د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او له افغانستان سره کومه اړیکه نهلري.
دوی وایي، په دې سیاسي بدلونونو کې د هېڅ یوې ځانګړې ډلې یا ګوند ملاتړ نهکوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، افغانستان او پاکستان ګڼ مشترکات لري او خپلمنځي روابطیې باید د ګاونډیتوب او د دولتونو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ ټینګ وي.
مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دا چې پاکستان کې سیاسي تحولات دي یا څه تغییر راځي... Читать дальше...
د کابل په پل خشتي جومات کې چاودنه شوې ده.
د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه جومات کې د ماسپښین له لمانځه وروسته د دعا پر مهال له نامعلوم لوري د لمونځ کوونکو منځ ته لاسي بم غورځول شوی چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ شپږ تنه پهکې ټپیان شوي دي.
خو د پېښې عیني شاهدان وايي ښايي د تلفاتو شمېر زیات وي.
خالد ځدارڼ وايي له پېښې سره د تړاو په تور یو تن هم نیول شوی دی.
تر دې دمه پېښې مسؤلیت کوم چا یا کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
دا په داسې حال... Читать дальше...
په اسپانیا او کاناډا کې یو شمېر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د افغان نجونو زدهکوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون اعتراضي لاریونونه وکړل.
د اسپانیا په سلامانکا ښار کې یو شمېر ښځې راټولې شوي چې د افغان نجونو زدهکوونکو غږ تر نړیوالو ورسوي، د هغو نجونو غږ چې طالبانو يې ښوونځیو ته پر تګ بندیز لګوی او په کور یې کېنولي دي.
دا راټولې شوې ښځې وایي، طالبان "ترهګر" او د ټولو اسلامي احکامو خلاف دي چې د نجونو پر زدهکړو یې بندیز لګولی دی.
د دې اعتراض کوونکو ښځو له ډلې مسعوده کوهستاني وایي... Читать дальше...
د اپرېل پر پینځمه تر دې اعلان وروسته ډاکترانو د چارشنبې (شورو) له ورځې څخه احتجاج پای ته ورساوه او په روغتونونو کې یې کار پیل کړ.
په هغو دوو وېډيوګانو کې چې تازه پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، لیدل کېږي چې ظاهراً دوه کسان د روژې نهنیولو په تور په عام محضر کې شکنجه کېږي.
دې وېډیوګانو د خواله رسنیو غبرګونونه پارولي.
یو له دغو یوه دوه دقیقهیي وېډیو ده چې تازه پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او پهکې لیدل کېږي، د یو جومات مخې ته یو ځوان د یو څلور کسیزې ډلې له لوري ظاهراً د روژې نهنیولو په خاطر په عام محضر کې په لښتو وهل کېږي.
ځوان په هراتي دري لهجه کې قسمونه کوي چې روژهیې نیولې ده.
د همدې ځای او همدې خلکو یوه بله ۴۵ ثانیهیي... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تر ټولو لوی عدالت د سې شنبې پر ورځ ویلي ول چې هڅه کوي چې د اپرېل پر شپږمه خپله فیصله واوروي.
د سوات په سیدو شریف کې د خپل کور وېلېج یا کلي په نوم د یوې ادارې په ودانۍ کې لسګونه یتیم ماشومان اوسي. د هغې ادارې مشر وايي، په ودانۍ کې یې ماشومانو ته د کور په څېر چاپېریال جوړ کړی او هلته یې ښځې ګومارلې دي چې ماشومان د میندو غوندې وروزي. ویډیويي رپورټ.
متحده ایالات او اروپايي متحدانیې په پام کې لري چې د اقتصاد او ټکنالوژۍ په ډګرونو کې د روسیې د لا منزوي کولو په هدف نن پر دې هېواد نوي سخت بندیزونه ولګوي.
په دې ګډو اقداماتو کې په روسیه کې پر مالي ادارو او نویو پانګونو بندیزونه، د حکومت پر اړوندو تجارتي شرکتونو د بندیزونو لا سختول او پر دولتي چارواکو او د هغوی پر کورنیو نور بندیزونه شامل دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون وویل په اوکراین کې د جګړې د دوام له امکاناتو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین بېبرخې کول د دوی د بندیزونو تر ټولو لوی هدف دی.
اروپايي ټولنې له ډیموکراتیکو نورمونو د شا ته تګ په خاطر د هنګري پر وړاندې یو لړ ډسپلیني اقدامات پیل کړي چې ښايي پایلهیې دې هېواد ته د اروپايي ټولنې د مالي مرستو ځنډول شي.
دا اقدامات دوه ورځې وروسته له هغه پیل شول چې د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان په بیاځلي انتخاباتو کې په لوی اکثریت بریالی شو.
اروپايي ټولنې له کلونو راهیسې د هنګري د تدارکاتو په سیسټم، د کډوالو په پالېسۍ او د قضا د خپلواکۍ په برخه کې د نیمګړتیاوو او همداراز د رسنیو د ازادۍ د محدودولو په خاطر د اوربان پر حکومت انتقادونه کول.
په متحده ایالاتو کې د هوا د خرابۍ له کبله د برېښنا د پرچاوۍ موارد په تېرو دوو لسیزو کې دوه ځلې زیات شوي.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د امریکا د دولتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ خبر ورکوي چې د اقلیمي تودوخې له وجې ویجاړوونکو توپانونو په ټول هېواد کې د برېښنا د عمر خوړلي سیستم ډېرې برخې شنډې کړې دي.
اژانس د امریکا د انرژۍ د وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې ۴۰ ایالتونه په ځانګړي ډول هغه چې د هوا د خرابۍ پېښې پهکې ډېرې دي، د برېښنا له اوږدو پرچاویو سره لاس او ګرېوان دي او دا ستونزه ډېره جدي ده.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز د کابل په شمال کې د سالنګ مهمې لارې ته پام اړولی دی.
لیکوال لیکي، په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته طالبان اوس هڅه کوي هغه سړکونه چې خپلهیې د ماینونو په الوزولو سره ویجاړ کړي، ورغوي خو هېڅ یو یې هم د سالنګ د لویې لارې په پرتله مهم او حیاتي نهبلل کېږي.
نیویارک ټایمز لیکي، د واورو له ویلېدو سره د واورو د ښویېدو یا برفکوچونو په اړه هم اندېښنې د طالبانو د مسؤل قومندان صلاحالدین ایوبي او د هغه پخوانیو وسلهوالو لپاره یوه نوې او عجیبه خبره ده.
د لیکوال... Читать дальше...
د ایران په مشهد ښار کې پر درې امامانو برید شوی، یو وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس، تسنیم وایي دا برید پرون د امام رضا په زیارت کې د چاقو په وسیله شوی.
د راپور له مخې د محمد اصلاني په نوم روحاني ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور روغتون ته انتقال شوي.
چارواکو د بریدګر د نیولو خبر ورکړی، خو د برید علت تر اوسه نهدی معلوم.
ایران د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې د کوکنارو کښتیې په افغانستان کې منع کړی دی.
د ایران د مخدره موادو د کنټرول د ادارې مشر سکندر معیني پرون وویل چې هېواد یې دې ته منتظر پاتېږي چې وګوري دا پرېکړه څه وخت عملي کېږي.
تهران ټایمز ورځپاڼې د معیني په وینا خبر ورکړی دی چې وایي، ایران په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
طالبانو د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی د مشر ملا هبتالله اخندزاده د فرمان له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، سوداګري، کاروبار او د مخدره موادو استعمال منع شو.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې له روسیې سره دې په اوکراین کې د ترسره کړیو جنګي جرمونو حساب وکړي.
زلنسکي پرون امنیت شورا ته د خبرو پر مهال د بوچا په ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ترسره شویو پېښو په تړاو وویل چې خلک په اپارتمانونو او کورونو کې وژل شوي دي، پر هغو خلکو ټانکونه تېر شوي چې په موټرو کې ناست وو.
زلنسکي زیاته کړه چې له تېرو یو ۴۰ ورځو راهیسې چې روسي سرتېرو پر اوکراین برید کړی دی د بوچا جنایتیې یوه بېلګه ده.
مسکو ویلي دي چې پوځیانو یې په بوچا ښار کې جنګي جنایت نهدی ترسره کړی.
ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډه وکړي.
د ناټو عمومي منشي پرون د دې غونډې تر پیلېدو مخکې په بروکسل کې وویل چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د دونباس پر سیمه یوه نوي برید ته چمتووالی نیسي.
د ده په وینا له کیفه بهر روسي ځواکونه تنظمېږي او هلته مهمات سره راغونډوي.
ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې دا حمله به روسیه احتمالاً په څو اوونیو کې وکړي او تر هغه وخته ناټو وخت لري چې د اوکراین له پوځیانو سره مرسته وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Магаданцы завоевали медали на Чемпионате России по борьбе джиу-джитсу
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Рафаэль Надаль
Легечка обыграл Надаля и сыграет с Медведевым в 1/4 финала «Мастерса» в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве
Путин в России и мире
Москва
Путин: пример поколения ветеранов Великой Отечественной войны вдохновляет и сейчас
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В Киеве СБУ проводит облавы против нелояльных Зеленскому
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Стинг
Стинг и Эминем – хедлайнеры культурной программы в США
Москва
Зампред Мособлдумы Наумов поучаствовал в празднике Первомая в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net