Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 21.04.2022

مزار شريف کې چاودنه؛ د وژل شويو شمېر ۲۵ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. داعش ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د چاودنې مسوولیت منلی. دغه راز نن په کابل، ننګرهار او کندوز کې هم چاودنې شوې دي چې پکې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د قاهرې په کوڅو کې روژه ماتی

Mashaalradio.com 

د مصر د پلازمېنې قاهرې په تنګو کوڅو کې خلک روژه ماتي ته ورغونډېږي. یوه خیریه اداره هر کال د دې روژه ماتو بندوبست کوي خو د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې دوه کاله ځندېدلي ول. د قاهرې اوسېدونکي سږ کال خوشاله دي چې په وینا یې د روژې برکتونه بیا راغلي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د مزارشریف پر جومات په برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Mashaalradio.com 

په بلخ ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې د اپرېل پر ۲۱مه په چاودنه کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. داعش ډلې پر جومات د برید ذمه واري منلې. د دې ویډیو ځینې برخې ښايي ځینو لپاره ځوروونکې وي.



په مزارشریف کې چاودنه؛ د مړو شمیر مخ په ډیریدو دی

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. داعش ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د چاودنې مسوولیت منلی دی

ډاکتر شجاع احمد وايي فلسفه په خلکو کې زغم پيدا کوي

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو د پېښور پوهنتون د فلسفې څانګې استاد ډاکتر شجاع احمد مېلمه کړی دی. نوموړي په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر ژبه او منطق د خپلې دوکتورا تیسېس یا څېړنیزه مقاله لیکلې وه. ډاکتر احمد وايي، فلسفه د ژوند لپاره ډېر ارزښت لري او په خلکو کې زغم پیدا کوي. د ده په خبره ځوانانو ته په کار ده چې سياسي شعور پوخ کړي او په ټولنه کې مثبت کردار ولوبوي. د پروګرام کوربه ګل اياز دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

داعش ډلې مزار شريف ښار کې د چاودنې مسؤليت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په مزاشریف ښار کې د ننۍ چاودنې مسوولیت منلی دی. رویټرز اژانس څرګندوي چې دې ډلې د ټیلګرام له لارې په یوه خپاره کړي پیغام کې دا خبره کړې ده. بل لور ته د دې برید په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي خبریال ریچرد بینناټ پر ټویټر لیکلي دي چې نن بیا افغانستان نورو چاودنو ولړزاوه، په مزارشریف ښار کې یې جومات هدف وګرځاوه او قربانیان یې یو ځل بیا هزاره دي. ریچرډ بینناټ زیاتوي چې په منظم ډول پر هغو ځایونو بریدونه چې ګڼ خلک پکې ژوند کوي، لکه ښوونځي او جوماتونه... Читать дальше...

يو شمېر کابل ښاريان: طالبان دې پر خپلو کسانو هم شريعت پلی کړی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم یو شمېر کابل ښاریان په دې باور دې چې، مجرمینو ته سزا ورکول به جرمونه راکم کړي، خو وايي، طالبان هغه څه چې د شریعت طبیق او خپل قانون ګڼي باید په خپلو کسانو هم، چې په بېلا بېلو جرمونو، مجرم پېژندل شوي هم پلي کړي.  یو تن له دوی، چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:  “مونږ له قانون او شریعت ملاتړ کوو، خو چې پلي کېدل یې په ټولو یو شان وي، که دوی رېښتیا غواړي عدالت ټینګ ګړي باید په هغه چارواکو چې په فساد تورن دي هم حکم جاري کړي، لکه... Читать дальше...

ظفر فاروق وايي د هنر مزل یې اسانه نه وو

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د نوښار يو پېژندلی رباب غږوونکی، سندرغاړی او موسيقار ظفر فاروق دی. نوموړی وايي، د ژوند ۲۵ کلونه يې د موسيقۍ زده کړې ته ورکړي او لا هم ځان يو زده کوونکی حسابوي. فاروق زياتوي چې په پښتو فلمي سندرو کې د رباب غږولو ترڅنګ يې د سيمې نومياليو سندرغاړو ته سندرې جوړې کړې دي. د ظفر فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.



د ايران يو شمېر ښارونو کې ښوونکو لاريونونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

د ایران په یوشمیر ښارونو کې د پلازمینې تهران په شمول، ښوونکو نن لاریونونه وکړل. دوی د مناسب معاش او د ښو شرایطو د چمتو کېدو غوښته کوي، په ورته وخت کې دې اعتراض کوونکو له حکومته وغوښتل چې زنداني ښوونکي دې ژر تر ژره له بنده خوشي کړي. د ایران د ښوونکو د همغږۍ شورا په تیلګرام کې لیکلي دي چې په تهران کې لږ تر لږه دېرش اعتراض کوونکي نیول شوې دي.

طالبانو د ټيک ټاک اپليکېشن د بندولو پرېکړه کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ته دنده سپارلې ده چې د (PUBG) په نوم د ان لاین لوبې مخه ونیسي او د ټیک ټاک په نوم ان لاین اپلیکیشن بند کړي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام اله سمنګاني په ټویټر کې لیکلي دي دا پرېکړه د طالبانو د کابينې په غونډه کې شوې. د نوموړي په وینا کابینې لارښوونه کړې ده چې تر وسه وسه دې د هغو چاینلونو مخه ونیول شي چې غیراخلاقي خپرونې کوي.

د امريکا فوټبال لوبډله له مراکش لوبډلې سره دوستانه سيالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فوټبال لوبډله په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام د ګډون لپاره د تیاریو په موخه له مراکش لوبډلې سره دوستانه سیالی کوي. دا لوبه د غبرګولي په یولسمه په امریکا کې کېږي. دا امریکا لوبډله په قطر کې د فوتبال په نړیوال جام کې په بي ګروپ له ایران او انګلستان، سره لوبه وکړي او بله سیاله لوبډله یې لا نه ده معلومه. خو لومړنۍ سیالي یې، چې د لیندۍ په اتمه کېږي له ایران لوبډلې سره ده. مراکش لوبډله بیا په اف ګروپ کې له بلژیک ، کانادا او کرواسي سره په ګروپ کې یو ځای ده.

خوست کې د روژې جام سياليو دوام؛ خوست ځوانان د سنګين پر وړاندې لوبيږي

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولایت کې د روژې جام سیالیو په دوام، نن د خوست ځوانانو لوبډله د سنګین لوبډلې په وړاندې لوبه کوي. وړاندې له دې د خوست ځوانانو لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د ۲۱ مڼډو په توپیر علي اکبر لوبډلې ته ماتې ورکړه او سنګین لوبډلې هم د ۱۸ مڼډو په توپیر له دیګان ځوانانو لوبه وګټله او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه. د کرکټ دا لس اوریز جام چې د روژې میاشتی په لومړۍ نېټه پیل شوی و، ۱۶ لوبډلې په کې سیالي کوي او ۸ لوبډلو نیمه پای لوبې ته لار موندلې ده.

ننګرهار کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار په کچه د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت دمخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسیدې. د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې د پیداګوژۍ او ننګرهار کلپ لوبډلو په خپلو کې سیالي وکړه او لوبه ۳ د ۲ په وړاندې د پیداګوژۍ فوټسال لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده. د دې سیالیو هدف په ننګرهار ولایت کې د فوټسال لوبې وده بلل شوې.

کابل او يو شمېر ولايتونو کې چاودنې؛ اتلس تنه وژل شوي او شپېته ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل ترڅنګ په مزارشریف، کندز او ننګرهار کې د چاودونو راپورونه ورکول شوي دي، خو د مزار شریف چاودنه يې تر ټولو خونړۍ بلل شوې. دغه چاودنه چې د مزار شریف ښار د دوهمې ناحیې اړوند د سې دوکان سیمه کې د شیعه ګانو په مشهور جومات کې دننه شوې ده، د تلفاتو په اړه يې بېلا بېل نظرونه ورکول کیږي. په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي پېښه په جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو له امله رامنځته شوې چې ۱۰ تنه لمونځ کوونکي يې وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي. نوموړی وايي... Читать дальше...

کندوز کې چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدي ازادي راډيو ته وويل، د کندز ښار د دورې سر ښارګوټې د ۲۱۷ عمرې قول اردو د مستریانو کاسټر موټر باندې چاودنه شوې چې پکې د تخنيکي ورکشاپ ۴ تنه کارکوونکي وژل شوې او ۱۹ ژوبل دي. نوموړی وايي، په ټپیانو کې ۳ تنه لارویان ماشومان هم شامل دي. د ښاغلي عابدې په خبره، چې چاودنه په یو بايسکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د يادې پېښې مسؤليت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی.

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان دې د هرات ښځينه زندان مديره عاليه عزيزي خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډلې پر طالبانو غږ کړی چې د هرات د ښځو د زندان مدیره عالیه عزیزي له زندان څخه خوشې کړي. د هرات د ښځو د زندان د رييسې عاليې عزيزي له ورکېدو څه باندې اووه مياشتې تېرېږي او د مېرمن عزيزي د کورنۍ غړي د هغې له ژوند او مرګ بې خبره، له ژور خفګان سره مخ دي. د عالیې عزیزي ورور نذیر عارفي ادعا کوي چې طالبان له دوی سره همکارۍ ته زړه نه ښه کوي. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې ځواب ویونکې اوسي او ژر تر ژره دې د خپلې خور له حاله دی خبر کړي. ښاغلی عزيزي وايي: "له هغې ورځې راهیسې چې عالیه... Читать дальше...

د خوراکي امنیت اسلامي سازمان له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو په کابل کې د خوراکي امنیت اسلامي سازمان له سکرتر جنرال سره لیدلي. دغې خونې تیره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو خواو په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب اسلامي سازمان د پروژو د تطبیق او د دوه اړخیزو همکاریو په کېدو ټینګار کړی دی . د خبر پاڼې په حواله، د خوراکي امنیت اسلامي سازمان استازي په افغانستان کې له قزاقستان څخه د غنمو او اوړو د مرستې پروژه او د افغانستان خلکو ته یې لېږدول، د غنمو د تولید لپاره د ماشینونو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د... Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




په ويمبلډن لوبغالي کې د روسيې او بيلاروس پر لوبغاړو بنديز وغندل شو

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د تنس تر ټولو غوره لوبغاړي نواک جوکوویچ دا پریکړه وغندله چې د روسیې او بیلاروس لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي چې د ویمبلډن په تنس لوبو کې ګډون وکړي. پرون پریکړه وشوه چې د ویمبلډن په لوبو کې پر اوکراین د روسیې د برید لپاره پر روسیي او بیلاروسیي لوبغاړو بندیز ولګوي. د ویمبلډن پر دې پریکړه د نړۍ د نارینه او ښځینه تنس لوبغاړو بنسټونو هم اعتراض کړی دی. ټاکل شوې ده چې د ویمبلډن تنس لوبې د جون په اووه ویشتمه پيل شي او د جولای په لسمه پای ته ورسیږي.

د صرافانو پر جوړې شوې طرحې بيا کتنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون ماليې وزارت، د افغانستان بانک او د صرافانو ټولنې ته دنده سپارلې چې د افغانستان بانک لخوا د صرافانو لپاره پر جوړې شوې طرحې يوځل بيا کتنه وکړي. د طالبانو حکومت د ارګ په نوم په خپله ټویټر پاڼه کې لیکي، د دغه کمېسیون د تېرې ورځې ناستې مشري د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر کوله. په خبر کې وړاندې راغلي، هغه طرحه چې د افغانستان مرکزي بانک صرافانو لپاره جوړه کړې و په هغې کې بايد هر صراف د کار جواز ولري، ۵ ميليونه افغانۍ د افغانستان بانک ته ضمانت ورکړي... Читать дальше...

د نجونو پر زده کړه د بنديز دوام؛ توماس ويسټ او کرزي يې پر اندېښنو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي طالبانو له لوري د افغان نجونو د زده کړو د بندیز دوام ته اندېښمن دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي د نجونو د زده کړو د مخنیوي دوام د طالبانو د بار بار ژمنو خلاف عمل دی او د ښځو او نجونو د حقونو نقض د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي. ښاغلي ویسټ تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي دي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې خبرې کړي او د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر دوام يې د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ په کابل کې... Читать дальше...

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې پراخو عملیاتو ته دوام ورکړى

Pa.azadiradio.com 

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې پراخو عملیاتو ته وروسته تر دې ادامه ورکړه چې کییف له روسیې سره د خبرو لپاره وړاندیز وکړ چې د ماريپول په ښار کې دې خبرې وشي. روسانو په ماریپول کې اوکرایني ځواکونو ته د تسلیمي لپاره ضرب الاجل ټاکلی و چې پرون پای ته ورسېد.  د بریتانیا دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې په دنباس کې مېشت روسیي پوځیان د کراماتورسک د ښار په لور د پرمختګ په حال کې دي او اوکرایني پوځیان یې په توغندیو په نښه کوي. د بریتانیا دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي دي، چې په سیمه کې په لوړه کچه د هوا له لارې... Читать дальше...

د پوهنتونونو فارغان: خپل راتلونکي ته اندېښمن یوو

Pa.azadiradio.com 

تازه ګڼ افغان محصلان له پوهنتونونو فارغ شول، دا که له یوې خوا دوی ته ښه خبر دی چې د لوړو زده کړو یوه دوره یې پای ته ورسوله خو بل پلو په اوسنیو شرایطو کې د دندې موندل او د کاروبار پیلول هغه څه دي چې دوی یې باید په اړه فکر وکړي. د پوهنتونونو تازه فارغان وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، ځکه په افغانستان کې د خصوصي سکتور په برخه کې کارونه بیخي کم شوي او په دولتي ادارو کې هم د مقررۍ معیار دا دی چې باید د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي وي. دا فارغان د طالبانو له حکومته غواړي چې په دولتي ادارو کې د مقرریو... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net