د کابل پل خشتي جومات کې چاودنه وشوه
د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه جومات کې د ماسپښین له لمانځه وروسته د دعا پر مهال له نامعلوم لوري د لمونځ کوونکو منځ ته لاسي بم غورځول شوی چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ شپږ تنه پهکې ټپیان شوي دي.
خو د پېښې عیني شاهدان وايي ښايي د تلفاتو شمېر زیات وي.
خالد ځدارڼ وايي له پېښې سره د تړاو په تور یو تن هم نیول شوی دی.
تر دې دمه پېښې مسؤلیت کوم چا یا کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پل خشتي جومات ته څېرمه په سرای شهزاده کې هم ورته چاودنه شوې وه چې لسګونه کسانيې ټپيان کړي و.
