Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 17.09.2021

افغانستان کې یو هندی سوداګر ورک دی؛ هند د افغان چارواکو پلټنې څاري

Pa.azadiradio.com 

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د یوه هندي سوداګر بانسوري لال اریندي د بې درکۍ په اړه د افغان چارواکو پلټنې له نژدې څاري.  د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام بګچي پرون پنجشنبه (د وږي ۲۵مه) وویل، هند په کابل کې له هغو ځايي چارواکو سره په تماس کې دی چې د دې قضیې په اړه څېړنې کوي.  تر اوسه کومې ډلې د بانسوري لال د تښتولو مسوولیت نه دی منلی.  د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې اکثره هندي اتباع له افغانستانه ایستل شوي، خو ځینې لا هم په دې خاطر پاتې دي چې د کابل هوايي ډګر ته الوتنې ځنډېدلي دي.

اوچا: تر ۶ لکه ۳۴ زره ډېر افغانان جګړو له خپلو مېنو بې ځایه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره (اوچا) وايي، تر ۶ لکه ۳۴ زره ډېر افغانان سږ کال د جګړو له کبله په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.  دې ادارې د پنجشنبې(د وږي ۲۵مه) په ورځ وویل، دا افغانان د سېپټمبر تر دوولسمې پورې بې ځایه شوي چې د هغو له منځه ۲ لکه ۸۲ زره ۲۴۶ تنو ته مرستې رسېدلي دي.  د اوچا د راپور له مخې، تر ۲۸ زره ډېر نور افغانان د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې د طبیعي پېښو له کبله اغېزمن شوي دي.  د سې شنبې په ورځ د سویس په جنیوا کې د نړۍ هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرسته اعلان کړه.

طالبان: هلمند کې د یوې تاریخي کلا د نړولو مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي وايي چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یې د یوې تاریخي کلا د نړولو مخه نیولې ده.  د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړي او د ویاند مرستیال حمدالله وثیق دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې تاریخي کلا د نړېدو ویډیو خپره شوه.   په ویډیو کې بلډوزر لیدل کېږي چې د کلا دېوالونه نړوي، خو ښاغلی وثیق وايي چې د دې کار مخه نیول شوې ده:  "د دې لپاره چې دا یوه تاریخي کلا ده، تقریباً تر ۱۷۰ کلونو پورې تاریخي قدامت لري، د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده نو بیا تر مشرانو... Читать дальше...



له کوزوو ۱۱۷ افغانان بریتانیا ته یووړل شول

Pa.azadiradio.com 

له کوزوو څخه ۱۱۷ افغانان پرون پنجشنبه(د وږي ۲۵مه) بریتانیا ته یووړل شول. ویل شوي چې دې کسانو په افغانستان کې له ناټو ځواکونو سره کار کړی وو.  دوی پرون پنجشنبه د خپلو کورنیو له غړیو سره له پلازمېنې پریشتینا څخه په یوه الوتکه کې بریتانیا ته ورسول شول.  څو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې دا پناه غوښتونکي څو ورخې وړاندې کوزوو ته تر رسېدو وروسته په یوه کمپ کې دېره شوي وو.  وروسته له دې چې طالبانو کابل ونیوه، امریکا او متحدانو یې لسګونه زره هغه افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخامخ وو، له افغانستانه وایستل. Читать дальше...

د ډله ییز امنیت تړون د سرمشریزې څنډه کې پر افغانستان هم خبرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (د وږي ۲۵مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د ډله ییز امنیت تړون د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه په خپل منځ کې د همکاریو پر زیاتولو موافقه وکړه.  د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د سرګي لاوروف او شاه محمود قریشي له کتنې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: "دواړو خواوو موافقه وکړه چې په افغانستان او په مجموع کې په سیمه کې د ثبات او امنیت د یقیني کولو لپاره نور ګډ کار وکړي او په دې ډول هڅو کې امریکا او چین هم شامل کړي."... Читать дальше...

فرانسه او جرمني د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ پر لارو چارو کار کوي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل د پنجشنبې په ورځ ناوخته په پاریس کې پر نړیوالو ستونزو، د اروپايي اتحادیې پر مسالو او افغانستان خبرې وکړې.  د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو خواوو د خبرو په کلیدي موضوعاتو کې د افغانستان بحران، په افریقا کې د ترورېزم پر ضد مبارزه او د اروپايي اتحادیې مسالې شاملې وې.  مکرون او مېرکل د افغانستان په اړه وویل چې په اروپا او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې به د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ پر لارو چارو کار وکړي.

ملګري ملتونه: د افغانستان ستونزې سترو قدرتونو حل نه‌شوه کړای موږ به‌یې څه حل کړو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، په داسې حال کې چې نړیوال ايتلاف له ټولو امکاناتو او ځواکونو سره په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان ستونزې حل نه کړای شوې، له ملګرو ملتو داسې تمه بې ځایه ده.  سرمنشي پرون پنجشنبه (د وږي ۲۵مه) رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل چې دوی یوه پراخ بنسټه حکومت ته د طالبانو د هڅولو لپاره د منځګړي په توګه محدود رول لوبولی شي. دی وايي: "فکر کوم یوه بې اساسه توقع شته. زما منظور دا دی چې یو شمېر هېوادونو څو لسیزې له سلګونه زره ځواکونو کار واخیست، په څو لسیزو کې... Читать дальше...

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې د افغان پناه غوښتونکو له امله استعفا ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ پرون  پنجشنبه(د وږي ۲۵مه) وروسته له دې استعفا ورکړه چې د پارلمان اکثرو غړیو وویل چې تېره میاشت یې له افغانستانه د پناه غوښتونکو د ایستلو چارې سمې اداره نه کړې.  د اروپايي هېوادونو د بېلابېلو سیاسي خواوو استازو وویل چې د طالبانو پر وړاندې د هالنډ د حکومت د پڅ ځواب او په هالنډ کې د پناه په شرایطو د برابرو زرګونو افغانانو د لېږدولو لپاره د خوندي لارې د نه چمتووالي مسوولیت د اغلې کاګ په غاړه وو.  د پارلمان د غړیو له څرګندونو وروسته مېرمن کاګ وویل، ستاسو غونډې پرېکړه کړې چې کابینې غیرمسوولانه عمل کړی دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Азербайджанцев оправдали за убийство спортсмена Евгения Кушнира в Самарской области. Делом заинтересовался глава Следкома РФ А. Бастрыкин


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о достижениях национальных целей по экологии





Путин в России и мире
Москва

IRNA: Путин провел встречу с послом Ирана после крушения вертолета Раиси


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Президент Камеруна получил послание от Президента Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Ольга Бузова

«Ты мне не понравилась!»: Мария Погребняк вспомнила знакомство с Ольгой Бузовой в студии «Шоу Воли» на ТНТ



Москва

Пожар охватил ресторан на Краснодарской улице

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net