افغانستان کې یو هندی سوداګر ورک دی؛ هند د افغان چارواکو پلټنې څاري
![افغانستان کې یو هندی سوداګر ورک دی؛ هند د افغان چارواکو پلټنې څاري](https://gdb.rferl.org/73241E9D-F4ED-478A-A3F9-EB9E6142EFA4_cx26_cy0_cw42_w800_h450.jpg)
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د یوه هندي سوداګر بانسوري لال اریندي د بې درکۍ په اړه د افغان چارواکو پلټنې له نژدې څاري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام بګچي پرون پنجشنبه (د وږي ۲۵مه) وویل، هند په کابل کې له هغو ځايي چارواکو سره په تماس کې دی چې د دې قضیې په اړه څېړنې کوي.
تر اوسه کومې ډلې د بانسوري لال د تښتولو مسوولیت نه دی منلی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې اکثره هندي اتباع له افغانستانه ایستل شوي، خو ځینې لا هم په دې خاطر پاتې دي چې د کابل هوايي ډګر ته الوتنې ځنډېدلي دي.