د بلوچستان په زیارت کې د لېويز سرتېرو وژنې پرضد د روان پرلت په ملاتړ د سېمټېمبر پر پینځمه هلته پیه جام هړتال تر سره شو. د دې هړتال ملاتړ سیاسي ګوندونو او تاجرانو هم کړی وو. په دې اړه نور تفصیل د صمد شبنم په دې رپورټ کې وګورئ
د سره صلیب کمېټې له افغانستان سره په دوامداره مرستو باندې ټینګار کړی دی.
د دې کمېټې رئیس پیټر ماورېر نن په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي چې افغانستان ته ځي او له خلکو سره خبرې کوي چې څه اړتیاوې لري.
ښاغلی ماورېر زیاتوي: " زه به نن افغانستان ته ورسېږم چېرته چې ۴۰ کلونو جګړو ډېر کړاوونه او بدبختۍ راوستې دي. زه به د سره صلیب فعالیتونه وڅارم او هم به له افغانانو سره به خبرې وکړم چې د هغوی لنډمهالي، متوسط او اوږدمهالې غوښتنې څه دي. له چارواکو سره به هم غږېږم څو دا یقیني شي چې دوه اړخیز، بېپرې او خپلواک... Читать дальше...
حبیبالله شباب هغه سندرغاړی دی چې اوس دکانداري کوي، ده له ۱۶ کالو راهیسې سندرې ویلي.
هغه په هلمند او کندهار ولایتونو کې یو له مشهورو ځایي هنرمندانو څخه دی.
هغه اوس د طالبانو له وېرې د موسیقۍ د بندېدو له امله دکاندارۍ ته مخه کړې.
د بحرین له لوري د ۳۰ ټنو طبي او خوراکي مرستو محموله نن کابل ته ورسېده.
دا خبر د افغانستان عامې روغتیا وزارت ورکړی.
په دې تړاو په اعلامیه کې چې د روغتیا وزارت په فېسبوک پاڼه خپره شوې راغلي چې په دې ۳۰ ټنه موادو کې طبي توکي، خوراکي توکي، د ماشومانو جامې او خېمې شاملې دي.
د بحرین د هېواد استازي محمد العدوي په کابل هوايي ډګر کې د مرستو د تسلیمولو پر مهال ویلي چې دا مرستې یې له اړمنو خلکو سره د لاسنیوي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت په هدف کړي.
د طالبانو ادارې له ټولو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې د وسلهوالو ترمنځ له نښتو شپږ ورځې وروسته، دواړه خواوې د بریا او پرمختګونو ادعاوې کوي.
طالبانو ویلي چې دوی په پنجشېر ولایت کې له څو لورو پرمختګ کړی او دا مهال د دغه ولایت مرکز او یوه ولسوالۍ د ملي مقاومت جبهې تر کنټرول لاندې ده.
د طالبانو د مطبوعاتو برخې یوه غړي بلال کریمي نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې یوه لویه اندازه تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
ښاغلی کریمي وايي: "د پنجشېر ولایت ټولې ولسوالۍ او... Читать дальше...
که څه هم طالبانو ویلي چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه ټیټه شوې، د وسلهوالو غلاوو او لوټ مخهیې نیولې، خو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي اوس هم له غلو او غلاګانو سره مخ دي.
ځینو خلکو ازادي رادیو ته ویلي چې کابل ته د طالبانو له راتګ سره لا هم په دې ښار کې د وسلهوالو غلاوو پېښې شته او خاص کمښت پهکې نهدی لیدل شوی. دوی وايي وسلهوالو غلو یې سامان او لوازم لوټ کړي دی.
د یوه خصوصي شرکت کارکوونکی وايي درې ورځې مخکې یې وسلهوالو غلو لاره نیولې او پیسې او لوازمیې ترې لوټ کړي دي.
دی زیاتوي... Читать дальше...
خوستیو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو یادې ستونزې، غوښتنې او انديښنې د سپټمبر په ۵مه له ځايي طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.
افغانستان کې د دولت کارکوونکو ته د معاشونو د نهورکولو له امله دوی له زياتو ستونزو سره مخ دي.
د دغو کارکوونکو له ډلې داوود چې د پوهنې وزارت کارکوونکی دی وايي پر وخت د خپل معاش د نهورکولو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
ده ته د خپلې کورنۍ اتو کسانو سرپرستي ور له غاړې ده. وايي، د طالبانو له راتګ وړاندې يې په منظمه توګه له حکومته خپله میاشتنۍ تنخوا ترلاسه کوله، خو اوس چې له مياشتې ۲۰ ورځې تېرې شوي د تنخوا درکیې نهشته.
داوود زیاتوي: "زه سره له دې چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوم له... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو خاصو استازو نن غونډه کړې ده.
په دې غونډه کې چې د پاکستان په کوربهتوب په انلاین بڼه جوړه شوې وه د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو د افغانستان د سولې په اهمیت بحث کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې څه جزئیات او عکسونه په خپل ټویټر خپاره کړي دي.
هغه ویلي د غونډې ګډونوال په دې سره موافق وو چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
محمد... Читать дальше...
د طالبانو مشرتابه ویلي خپل هغه وسلهوال به ونیسي او سزا به ورکړي چې هوايي ډزې کوي.
د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن یکشنبه (د وږې په ۱۴مه) یوه اعلامیه خپره کړې چې پهکې ټینګار شوی چې په ټولو ولایتونو کې د طالبانو پوځي چارواکي او والیان مؤظف دي هر هغه څوک ونیسي او له ښارونو یې وباسي چې هوايي ډزې کوي.
طالبانو دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې دوه شپې وړاندې په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ښارونو کې د پنجشېر د سقوط په تړاو د ناسمو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو وسلهوالو د ښادۍ هوايي ډزې وکړې. Читать дальше...
د پاکستان د لوړو زده کړو د کميشن مشرې ډاکټرې شايسته سهيل له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې د دې تعليمي وظيفو په مرسته د لرې پرتو سيمو ګڼ شمیر هغه نجونه چې د مالي مشکلاتو له وجې يې لوړې زده کړې نه شوې کولاې اوس کامیابې شوې دي.
په پام کې ده د جي شل (G-20) ډلې هېوادونو د روغتیا وزیران نن په ایټالیا کې سره جرګه شي چې د کرونا وبا د مهارولو لپاره پر نورو اقداماتو بحث وکړي.
دغه دوه ورځنۍ غونډه به د کرونا ویروس په وړاندې د روانو هڅو ترڅنګ پر نورو وباګانو د غلبې لپاره پر ستراتېژیو متمرکزه وي.
د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د دې دوه ورځنۍ غونډې تنظیموونکو ویلي، د غونډې هدف د همکاریو، پیوستون او عدالت د یوه قوي پیغام رسول دي چې هېڅوک باید شا ته پاتې نهوي.
دغه غونډه د جي شل ډلې د غړو هېوادونو لهخوا تنظیم شوې چې پیاوړی اقتصاد... Читать дальше...
په افغانستان کې د بېکارۍ کچه په بېمخینې توګه لوړه شوې ده.
د کارګرانو د ټولنې رئیس معروف قادري په هېواد کې د وزګارتیا د زیاتېدو خبره کوي او زیاتوي چې دمګړۍ په افغانستان کې ملیونونه تنه بېکاره دي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له څو اوونیو راهیسې پر وزګارتیا سربېره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.
دوی خبرداری ورکوي که چېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، هېواد به له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.
په تورخم کې یو شمېر سوداګر شکایت کوي چې لسګونه ټنه تازه مېوه د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ ده.
د دغو سوداګرو له ډلې محمد همایون لودین نن یکشنبه (د وږې په ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال نږدې ۸۰۰ د تازه مېوو او همدارنګه د سمنټو او نورو توکو کانټینرونه په تورخم کې ولاړ دي او دواړه خواوې د تګ راتګ اجازه نهورکوي.
دوی وایي، د تازه مېوو موټر له تېرو پنځو ورځو راهیسې ولاړ دي او که چېرې اجازه ورنهکړل شي سوداګرو ته به په ملیونونه افغانۍ زیان واوړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم دا ستونزه... Читать дальше...
د پاکستان په ناارامه ایالت بلوچستان کې یوې چاودنې درې پوځیان وژلي او ۲۰ کسانیې ټپيان کړي.
برید مستونګ کې یوې پوستې ته نږدې شوی دی.
د پاکستان د طالبانو تحریک ټي ټي پي د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
دې ډلې ویلي په یوه موټرسایکل کې یې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د سرحدي ځواکونو پر یوې ډلې وچول او هغوی تهیې مرګژوبله واړوله.
د کوېټې د پولیسو مرستیال اظهر اکرم پاکستاني رسنیو ته تأیید کړې چې درې سرحدي پوځیان وژل شوي. په ۲۰ ټپیانو کې هم ۱۸ پوځیان او دوه نور لارویان دي.
هغه اندېښنه وښوده چې ښايي د مرګژوبلې شمېر لوړ شي. Читать дальше...
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په افغانستان کې د خلکو د رایو له لارې د دولت په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
رئیسي دا خبرې بېګا په یوه مفصله ټلوېزیوني مرکه کې وکړې چې د ایران ولسمشرۍ مانۍ هم په خپله وېبپاڼه خپره کړې.
رئیسي وویل: "د افغانستان لپاره کړنلاره دا ده چې هلته باید د خلکو د رايې او ارادې په اساس دولت رامنځته شي. ایران تل په دې لټه کې دی چې افغانستان کې سوله او ارامي راشي. وینه تویېدنه او ورور وژنه بنده او د خلکو اراده حاکمه شي. له هغه دولته ملاتړه کوو چې د افغانستان د خلکو د رایې په اساس... Читать дальше...
تمه وه چې طالبان خپل حکومت د تېرې جمعې په ورځ ناوخته اعلان کړي، خو دا ډله لا تر اوسه په دې کار نهده بریالۍ شوې.
د طالبانو د حکومت نهاعلانېدو سره سم، د دې ډلې ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو په اړه هم خبرونه خپرېږي، خو طالب چارواکي یې نهمني.
اوس تازه طالبان ژمنه کوي چې روانه اوونۍ به د نوي حکومت جوړښت او کابینه اعلان کړي.
د طالب چارواکو له قوله، د کابینې او حکومت د اعلان لپاره نیول شوی چمتووالی په بشپړېدو دی او په دې برخه کې پیل شوې مشورې هم پای ته رسېدلې دي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال... Читать дальше...
د پنجشېر مرکز بازارک د سر ښار کابل نه د جنوب شمال لور ته په ۱۰۰ کلیومیټره کې پروت دی.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د خوازه خېلې يو ځوان سندرغاړی رېشم يوسفزی دی. نوموړی شعر هم ليکي او پلان لري چې خپله شعري ټولګه چاپ کړي. دی وايي، له دې امله د مېنګورې په يوه سټوډيو کې سندرې جوړوي چې د پېښور د سټوډيوګانو د خرچو وس نه لري. د رېشم يوسفزي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د نیوسریاب د پولیسو تانې ایس ایچ او عبدالحي د سېپټمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چي د لومړنیو پلټونو تر مخه دا ځانمرګی برید وو.
په کرغیزستان کې د افغانستان د بزکشۍ په شان دوديزه لوبه ډېر شهرت لري. دغه لوبه هلته د ((کوک بورو)) په نوم پېژندل کېږي. د کرغیزستان په چولپان عطا سیمه کې یوه مېله شوې چې پکې د کوک بورو تر څنګ نورې دوديزه لوبې شوي. په مېله کې نه یوازې د دې هېواد بلکې د۱۱نورو ملکونو لوبغاړو هم برخه اخیستې ده. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ښايي هغه حکومت په رسمیت ونهپېژني چې طالبانیې په افغانستان کې جوړوي.
لویګې دي مایو پرون په قطر کې یوې غونډې ته د وېډیو کنفرانس له لارې وویل، پهکار ده چې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ شي او باید په دې هېواد کې ترهګر پرې نهښودل شي چې ازاد فعالیت وکړي.
ده په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت په اړه هم وویل چې ممکن سفارتیې د افغانستان لپاره خپل فعالیت له قطره پیل کړي.
په پنجشېر کې د طالبانو او د هغو د مخالفانو ترمنځ نن په شپږمه ورځ هم جګړې دوام کړی دی.
له سیمې څخه د راپورونو له مخې، دواړه خواوې مقابل لوري ته د درنو مرګژوبلو د اړولو ادعا کوي.
طالبان وايي چې د پنجشېر پریان، شُتل، عنابه، خنج او ابشار ولسوالۍ یې نیولې دي.
د دوی مخالفان چې ځان د ملي مقاومت جبهه بولي، د پنجشېر په ځینو سیمو کې تاکتیکي شاتګ مني، خو وايي چې په څو ځایونو کې یې طالبان محاصره کړي، یو شمېر یې ژوندي نیولي او سلګونه نور یې وژلي دي.
په خپلواک ډول د دواړو خواوو د ادعاوو ثابتول ممکن نهدي... Читать дальше...
د توکیو د ۲۰۲۰ په پارا المپیک سیالیو کې د افغانستان دوو لوبغاړو ته نن/ یکشنبه موقع ورکړل شوه چې د دغو لوبو د پای په مراسمو کې د خپل هېواد له ملي بیرغ سره په پرېډ تېر شي.
د پارا المپیک د نړیوالې کمېټې رئيس اندریو پارسنز (Andrew Parsons) تأیید کړه چې افغان لوبغاړو حسین رسولي او ذکیې خدایدادي ته فرصت ورکړل شو چې په المپیک لوبغالي کې د پارا المپیک په پاییزو مراسمو کې ګډون وکړي.
دوی دوو د افغانستان د وضعیت له کبله د پارا المپیک د پیل په مراسمو کې ګډون ونهکړای شو، خو د پارا المپیک نړیوالې کمېټې... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ د تر ۱۹ کلونو کمعمره ملي ټیم یو شمېر غړي پرون شنبه بنګلهدېش ته ورسېدل.
دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې بهر ته د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنی سفر دی.
د افغانستان د کرکټ ټیم به د بنګلهدېش له ټیم سره پنځه یوه ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
دغه لوبې به چې د سیلهیت په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، د سپټمبر له ۱۰مې پیل او د سپټمبر تر ۲۵ پورې به دوام وکړي.
د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د بنګلهدېش د کرکټ بورډ ویاند ربعید امام وویل چې د افغانستان د کرکټ ټیم... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Спортсмены Якутии стали бронзовыми призерами чемпионата России по вольной борьбе
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Минэкологии требует возместить ущерб в 19 млн руб от свалки в Ленинском округе
Путин в России и мире
Москва
Уполномоченный по защите прав предпринимателей в Челябинской области: Бизнес ожидает укрепление, рост и предсказуемые условия
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В Киеве СБУ проводит облавы против нелояльных Зеленскому
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Лазарев
Лазарев спешно вывез тайных детей из страны — все решил в последний момент
Москва
«Известия» показали репетицию инаугурации Путина на Соборной площади
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net