له کوزوو ۱۱۷ افغانان بریتانیا ته یووړل شول
![له کوزوو ۱۱۷ افغانان بریتانیا ته یووړل شول](https://gdb.rferl.org/baf54cfb-fb8a-43f5-bcd1-62498dd73a89_w800_h450.jpg)
له کوزوو څخه ۱۱۷ افغانان پرون پنجشنبه(د وږي ۲۵مه) بریتانیا ته یووړل شول. ویل شوي چې دې کسانو په افغانستان کې له ناټو ځواکونو سره کار کړی وو.
دوی پرون پنجشنبه د خپلو کورنیو له غړیو سره له پلازمېنې پریشتینا څخه په یوه الوتکه کې بریتانیا ته ورسول شول.
څو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې دا پناه غوښتونکي څو ورخې وړاندې کوزوو ته تر رسېدو وروسته په یوه کمپ کې دېره شوي وو.
وروسته له دې چې طالبانو کابل ونیوه، امریکا او متحدانو یې لسګونه زره هغه افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخامخ وو، له افغانستانه وایستل.
د هغوی له منځه نژدې ۱۴ زره په کوزوو کې په موقت ډول مېشت شول.