اوچا: تر ۶ لکه ۳۴ زره ډېر افغانان جګړو له خپلو مېنو بې ځایه کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره (اوچا) وايي، تر ۶ لکه ۳۴ زره ډېر افغانان سږ کال د جګړو له کبله په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.
دې ادارې د پنجشنبې(د وږي ۲۵مه) په ورځ وویل، دا افغانان د سېپټمبر تر دوولسمې پورې بې ځایه شوي چې د هغو له منځه ۲ لکه ۸۲ زره ۲۴۶ تنو ته مرستې رسېدلي دي.
د اوچا د راپور له مخې، تر ۲۸ زره ډېر نور افغانان د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې د طبیعي پېښو له کبله اغېزمن شوي دي.
د سې شنبې په ورځ د سویس په جنیوا کې د نړۍ هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرسته اعلان کړه.