اردوغان: د امریکا د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیزونه لګوم
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د امریکا د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو شخصي بندیزونه لګوي. اردوغان ویلي، دا پرېکړه یې د امریکا د حکومت د ورته اقدام په ځواب کې کړې ده. د امریکا حکومت د اګسټ په لومړۍ نېټه د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګاوه. واشنګټن له انقرې غوښتنه کوله چې د اندرو برونسن په نوم یو امریکایی کشیش یا پادري چې د ترکیې حکومت نیولی دی، خوشې کړي. واشنګټن تېره اوونۍ پر انقره د فشار زیاتولو لپاره د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګاوه.... Читать дальше...