د کونړ سیمهییز چارواکي په دې ولایت کې د بېپیلوټه الوتکې په یوه برید کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څو وسلهوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بېپیلوټه الوتکې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په چمبېل سیمه کې د داعش پر وسلهوالو برید کړی چې پهکې درې تنه وسلهوال وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
په افغانستان کې دېره نړیوالو ځواکونو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نهدي ویلي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د هغې پالیسۍ له کبله پر امریکا سخت انتقاد وکړ چې پر اساس یې د هغو کډوالو ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا کېږي چې له مکسیکو څخه له غیر قانوني لارو امریکا ته د د اخلېدو هڅه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه پالیسي پرون چهارشنبې د خامنه اي په غوښتنه نه بلکې د امریکا د څو پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو په ګډون د نړۍ د ډېرو مشرانو او د بشري حقونو د ډلو په خاطر چې پر هغې یې سخت انتقاد کړی و، ودروله.
خامنه اي د ایران د پارلمان وکیلانو ته په څرګندونو... Читать дальше...
د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهاي د هغې پالېسۍ له کبله پر امریکا سخت انتقاد وکړ چې پر اساسیې د هغو کډوالو ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا کېږي چې له مکسیکو څخه له غیر قانوني لارو امریکا ته د داخلېدو هڅه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه پالېسي پرون چهارشنبه د خامنهاي په غوښتنه نه، بلکې د امریکا د څو پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو په ګډون د نړۍ د ډېرو مشرانو او د بشري حقونو د ډلو په خاطر چې پر هغې یې سخت انتقاد کړی و، ودروله.
خامنهاي د ایران د پارلمان وکیلانو ته په څرګندونو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د حکومت او وسلهوالو طالبانو له لوري د اختر په مناسبت اعلان شوي...
د ګوړې اچار پهدې خپرونه کې لومړی څو خبرونه درته لرو. لکه د نیم حکومت لهخوا چې د نیم حکومت برطرفه شوی وزیر، بېرته مقرر شو!
د ګوړې اچار پهدې خپرونه کې لومړی څو خبرونه درته لرو. لکه د نیم حکومت لهخوا چې د نیم حکومت برطرفه ...
د فوټبال د نړیوال جام کوربه هېواد، روسیه او اروګوئه د لوبو دوهم پړاو ته بریالي شول.
د دې جام لوبو په ترڅ کې نن پنجشنبه درې لوبې کېږي.
د افغانستان په وخت څلور نیمې بجې، ډنمارک له استرالیا سره مسابقه کوي.
اووه نیمې بجې فرانسه له پيرو سره او لس نیمې بجې ارجنټاین له کروشیا سره.
پرون چهارشنبې پرتګال یو د صفر په وړاندې مراکش مات کړ.
اروګوئه د یوه ګول په وهلو عربستان ته شکست ورکړ او اسپانیا یو د صفر په مقابل کې ایران ته ماتې ورکړه.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس پرون چهارشنبه په تاجکستان کې د «اوبه د دومداره پرمختګ لپاره» د کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو سره کتلي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې له ممنون حسین سره د عبدالله عبدالله د کتنې ډېره برخه د سولې او ترورېزم سره د مبارزې پرسر په خبرو ورټوله وه، خو د اجرائیه ریاست ویاندویانو تراوسه په دوشنبې کې کنفرانس ته د ورغلو افغان خبریالانو سره جزئیات نهدي شریک کړي.
تاکل شوې چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن پنجشنبه د تاجکستان له ولسمسر امام علي رحمان سره هم وګوري.
ټاکل شوی چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن پنجشنبه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په دوشنبې ښار کې وګوري.
عبدالله عبدالله پرون چهارشنبې په تاجکستان کې د «اوبه، د دومداره پرمختګ لپاره» د کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو سره وکتل.
له ممنون حسین سره د عبدالله عبدالله د کتنې ډېره برخه د سولې او ترورېزم سره د مبارزې پرسر په خبرو ورټوله وه، خو پهدې برخه کې افغان حکومت نور توضیحات نهدي ورکړي.
عراقي پولیسو په بغداد کې له ایراني پلوه شیعه ملېشهوو سره نښته وکړه.
د عراق د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، دا نښته د حزبالله ملېشهوو د مرکزي قوماندانۍ ترڅنګ وشوه او امنیتي ځواکونو تر جګړې وروسته دا قومانداني محاصره کړه.
یوه امنیتي مسؤل وویل چې پهدې نښته کې دوه عراقي پولیس او یو شیعه ملېشه ټپيان شوي دي.
د دې مسؤل په وینا، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پولیسو د حزبالله ملېشهوو یو کاروان د یوه غلا شوي موټر په خاطر ودراوه.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې کله د عراق د شیعهوو مشر د داعش... Читать дальше...
د پاکستان پوځ وایي چې دوه افغان سرتېرې یې په چمن کې افغان لوري ته سپارلي دي.
د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې چې پرون چهارشنبې خپره شوه ویلي دي چې حیاتالله او لطیفالله خان یې د چمن په سرحدي سیمه کې افغان پولیسو ته تسلیم کړل.
د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې دا دوه افغان سرتېرې سهواً له کرښې د پاکستان لور ته پورې وتلي وو چې بیا پاکستاني حکومتي ملېشهوو نیولي وو.
په اعلامیه کې نهدي ویل شوي چې دغه عسکر کله د پاکستان لوري ته اوښتې وو.
د بلجیم حکومت وروسته له یوې کلنې حقوقي لانجې یو تن مسکو ته وسپاره.
دا کس تورن شوی دی چې د روسیې د مافیا مشر دی.
د روسیې د کورنیو چارو د وزارت ویاندې ایرینا ولک پرون چهارشنبه وویل، ۴۷ کلن اصلان ګاګي یف چې په دژاکو هم مشهور و، په الوتکه کې مسکو ته واستول شو او پولیسو ته وسپارل شو.
د ایرینا ولک په وینا ګاګي یف په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له روسیې تښتېدلی و او دی د یوې مجرمې ډلې په تنظیمولو، وسلهوالو غلاوو، قتل او د وسلو پر قاچاق تورن دی.
د بلجیم حکومت درې کاله مخکې ګاګي یف ونیو، خو د دې لپاره چې د ده حق ضایع نهشي، دی یې روسیې ته نهسپاره. Читать дальше...
د بلجیم حکومت وروسته له یوې کلنۍ حقوقي لانجې یو تن مسکو ته وسپاره.
دا کس تورن شوی دی چې د روسیې د مافیا مشر دی.
د روسیې د کورنیو چارو د وزارت ویاندې ایرینا ولک پرون چهارشنبې وویل، ۴۷ کلن اصلان ګاګي یف چې په دژاکو هم مشهور و، په الوتکه کې مسکو ته واستول شو او پولیسو ته وسپارل شو.
د ایرینا ولک په وینا ګاګي یف په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له روسیې تښتیدلی و او دی د یوې مجرمې ډلې په تنظیمولو، وسلهوالو غلاوو، قتل او د وسلو پر قاچاق تورن دی.
د بلجیم حکومت درې کاله مخکې ګاګي یف ونیو، خو د دې لپاره چې د ده حق ضایع نهشي، دی یې روسیې ته نه سپاره. Читать дальше...
يو شمېر امريکايي رسنيو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نوي قوماندان په اړه لیکلي دي.
د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزير وايي، د سولې په هدفيې د طالبانو د کوټې شورا سره اړيکې نيولې ...
د افغانستان د قومونو او قبائلو چارو وزير وايي، د سولې په هدف يې د طالبانو د کوټې شورا سره اړيکې نيولي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چار وزیر عبدالعزیز کمیلاف د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په تاشکند کې وکتل.
ډنمارک او ناروې غواړي چې ۱۶ کلن او ۱۷ کلن افغان زلمیان چې پهدغو هېوادونو کې یې د پناه درخواستونه نهدي منل ...
ډنمارک او ناروې غواړي چې ۱۶ کلن او ۱۷ کلن افغان زلمیان چې پهدغو هېواد کې یې د پناه درخواستونه...
ایراني چارواکو ښځو ته اجازه ورکړه چې د ایران او اسپانیا د لوبډلو ترمنځ په لوبغالو کې له نارینهوو سره د ټلوېزیوني پردو له لارې لوبه یوځای وګوري.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net