د بلجیم حکومت وروسته له یوې کلنې لانجې "دژاکو" مسکو ته وسپاره
دا کس تورن شوی دی چې د روسیې د مافیا مشر دی.
د روسیې د کورنیو چارو د وزارت ویاندې ایرینا ولک پرون چهارشنبه وویل، ۴۷ کلن اصلان ګاګي یف چې په دژاکو هم مشهور و، په الوتکه کې مسکو ته واستول شو او پولیسو ته وسپارل شو.
د ایرینا ولک په وینا ګاګي یف په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له روسیې تښتېدلی و او دی د یوې مجرمې ډلې په تنظیمولو، وسلهوالو غلاوو، قتل او د وسلو پر قاچاق تورن دی.
د بلجیم حکومت درې کاله مخکې ګاګي یف ونیو، خو د دې لپاره چې د ده حق ضایع نهشي، دی یې روسیې ته نهسپاره.
ګاګي یف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یو لک یورو په ضمانت له زندانه خوشې شو، خو تېر کال بېرته د استېناف په غوښتنه زنداني شو.
