پاکستاني پولیسو د یوې سندرغاړې د وژنې په تور یو تن نیولی
د پاکستان پولیسو یو مشکوک کس د یوې سندرغاړې د وژنې په تور نیولی دی. سندرغاړې سمیرا سیندهو Samira Sindhu چې حامله وه، د سې شنبې په ورځ د سند ایالت لړکانه سیمې ته په یو نېږدې کلي کې په یوه محفل کې په ډزو ووژل شوه. د سیمې د پولیسو قوماندان حضور بخش جونیجو پرون وویل، د طارق جتوی په نوم تورن یې نیولی دی. د سمیرا مېړه عاشق سامو ویلي چې په محفل کې یوه سړي د ده مېرمنې ته ټوپک ونیوه او ګواښ یې ورته وکړ چې ودرېږه او سندرې ووایه خو کله چې د ده مېرمنې وویل حمل لري او درېدلای نشي نو ډزې یې پرې وکړې. جتوی... Читать дальше...