په فراه کې تېره شپه د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی
د فراه د پوهنې د ریاست مرستیال محمد صادق حلیمي ازادي راډیو ته وویل چې د شهید بنفشه منځني ښوونځي ته مخکې هم وسله والو مخالفانو د تړلو ګواښ کړی چې تېره شپه یې هغه ته اور ور واچاوه چې ټول وسایل او تجهیزات یې وسوځېدل.
ښاغلي حلیمي وویل، په دې ښوونځي کې شااوخوا زرو نجونو زده کوونکو له لومړي ټولګي تر نهمه پورې زده کړې کولې.
خو قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند پېژني، د افغان چارواکو دغه ادعا چې دغه ښوونځی وسله والو طالبانو سوځولی، رد کړې او ویلي یې دې چې په دې اړه څېړنه کوي.
