چارواکي: د ارزګان په ګیزاب کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي
ځایي چارواکي وایي چې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي. د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یادې ولسوالۍ ته تازه دمي اضافي ځواکونه رسېدلي او د وسله والو طالبانو بریدونه يې په شا تمبولي دي. د ولایت مقام ویاند زړګي عبادي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه ځواکونه تېره شپه ورسېدلي او عملیات يې پیل کړي دي. دوی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال تر دامهاله ۲۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. ده دا ونه ویل چې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه. Читать дальше...