د کرکټ نړیوال شل اووریز جام؛ نن اسټرالیا د سریلانکا په وړاندې لوبېږي
د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې نن اسټرالیا د سریلانکا په وړاندې لوبېږي.
دا لوبه د افغانستان په وخت ۶ نیمې بجې د دوبۍ په لوبغالي کې کېږي.
دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي او که نن هره لوبډله لوبه وګټي، د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به یو ګام ورنږدې شي.
د کرکټ مبصرین وايي چې اسټرالیا د تجربه لرونکو لوبغاړو په درلودلو سره کولای شي د سریلانکا ځوانه لوبډله ماته کړي، خو دا هم له احتماله لیرې نهده چې په اسيا کې د سریلانکا ځوانه لوبډله دې استرالیا ته ماته ورکړي.
د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا انګلنډ بنګلهدېش او نیمیبیا سکاټلند ته ماتې ورکړې ده.